د غزه په شمال کې د کمال عدوان نومې هسپتال مشر او د سيمې د شهري دفاع ادارې ویلي د جمعې په ورځ د اسرایل په حملو کې دغه طبي مرکزی لګېدلی دی. دا هسپتال په غزه کې د صحت د هغه باقي پاتې سهولتونو څخه یو دی چې لا فعاله دي.
د هسپتال ډرېکټر یا مدیر ډاکټر حسام ابو صفیه وویل د هسپتال په شمالي او مغربي طرفونو د اسرایل د فضايي حملو یوه لړۍ وشوه او د دې ترڅنګ سختې ډزې وشوې چې ځینې په کې په مستقیم ډول وې. هغه وویل د هسپتال د عملي څلور غړي ووژل شوو او په هسپتال کې سرجنان یا جراحان نه دي پاتې.
اسرایلي پوځ په دې اړه د ای اېف پي پوښتنو ته په سمدستي ډول جواب نه دی ویلي.
د غزه د شهري دفاع د محکمې ترجمان محمود بصال د جمعې په سحر ای اېف پي خبري ادارې ته وویل اسرایلي عسکر کمال عدوان هسپتال ته ور ننوتل، مریضان يې بهر کړل او ګڼ شمېر فلسطینیان يې ونیول.
د غزه د شهري دفاع محکمه وايي په تېرو دوو میاشتو اسرایلي پوځ د غزه په بیت الهیا ښار کې عملیات زیات کړي دي چې په سبب يې اوسېدونکي ښار په پرېښودو مجبور شوي دي.
په غزه کې د ۱۴ میاشتو په جنګ کې اسرایلي ځواکونو په کمال عدوان هسپتال ګڼ شمېر موقعو یرغل کړی دی او هسپتال ویلي د طبي مرکز د انتهايي پاملرنې د څانګې مشر ډآکټر تېره میاشت د اسرایل په فضايي حمله کې وژل شوی دی.
په هسپتال د اسرایل د وروستي یرغل خبر په داسې حال کې راغلی چې د متحده قومونو د صحت ادارې ورلډ هېلت ارګنایزېشن وویل د بېړني طبي امداد یوه ډله يې په دوو میاشتو کې په وړمبي ځل هسپتال ته رسېدلې ده.
د غزه په انتهايي شمالي علاقه کې د اسرایل د عملیاتو شروع کېدو راهسې کمال عدوان هسپتال ته د اکتوبر د میاشت راهسې امداد نه دی رسېدلی چې په نتیجه کې هسپتال د ضرورت د زیاترو بنیادي شیانو د کمي سره مخامخ دی.
اسرایلي پوځ وايي په شمالي غزه کې اپرېشن ځکه کوي چې د حماس وسله وال بیا یو ځای نه شي. د انساني حقونو ډلې په اسرایل الزام لګوي په سیمه کې باقي پاتې خلک وباسي او يې د لوږي ښکار کړي. اسرایل دا خبره ردوي.
د اسرایلي حکومت ترجمان ډېوېډ مېنسر د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل تر څو چې پوځي عملیات دوام لري مقامي اوسېدونکي سیمې ته بېرته نه شي تللی.
په غزه کې جنګ د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې نه شروع شوی دی چې په کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او تر ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال کړي دي. د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړی دی چې د غزه د صحت وزارت وايي په کې تر ۴۴۵۰۰ نه زیات فلسطینیان وژل شوي دي. اسرایل وايي په وژل شویو کسانو کې په زرګونو وسله وال هم شامل دي.
امریکې، برطانيي، یورپین یونین او ځینو نورو مغربي ملکونو حماس ترهګر تنظیم ټاکلی دی.
Forum