د امریکي د کانګرس پخواني غړي چې د مشرسرکاري وکیل د عهدې دپاره نامزد کړی و خپل نوم يې بېرته واخیستلو
د امریکې صدر منتخب ډانلډ ټرمپ د کانګرس پخوانی غړی مېټ ګېتس د مشر سرکاري وکیل یا د څارنوال د عهدې دپاره نامزد کړی و خو ګېټس خپل نوم بېرته واخیستلو.
ګېټس په اېکس، پخواني ټوېټر، خپل پېغام کې وویل پرون يې د سېنېټ غړو سره ملاقات وکړو او خپله نامزدګي ځکه بېرته اخلي چې ښکاري د هغه د تقررۍ منظوري به د اقتدار د انتقال د اهم کار نه توجه په ناجایزه ډول لري کړي.
ګېټس د غلط جنسي چلند او د نشۍ توکیو د غېرقانوني استعمال د الزاماتو سره مخامخ و. په دې اړه د کانګرس د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز د اخلاقیاتو کمېټۍ تحقیقات کړي وو او د شورو، چهارشنبې، په ورځ کمېټۍ دې فېصلې ته و نه رسېده چې ایا د تحقیقاتو موندنې شایع کړي او که نا؟
د نومبر د پېنځمې نېټې په صدارتي انتخاب کې د ريپبلېکن پارټۍ کامیاب امیدوار ټرمپ ګېټس منتخب کړی و چې په شلمه جنورۍ جوړېدونکي د هغه په حکومت به د مشرسرکاري وکیل یا د اټارني جنرل عهده سمباله کړي.
د امریکي د ای بي سي نیوز او دي واشنګټن پوسټ اخبار دا خبر ورکړی و چې د هاوس د اخلاقیاتو کمېټۍ داسې دستاوېزات ترلاسه کړي وو چې ګېټس د کال ۲۰۱۷ او د کال ۲۰۱۹ ترمنځ دوو ښځو ته په مجموعي توګه ۱۰۰۰۰ ډآلر ورکړي وو. دغه ښځې کمېټۍ ته د شهادت ورکولو دپاره هم حاضرې شوي وې. د پېسو اخیستلو په وخت د دواړو ښځو عمرونه د ۱۸ کلونو نه زیات وو او کمېټۍ ته يې وویل د پېسو څه برخه ورته د جنسي تعلق دپاره ورکړې شوې وه.
د ټرمپ د نګرانې ډلې د ګېټس دفاع وکړه او په یو بیان کې وویل د انصاف وزارت د ګېټس د پېسو ټول حساب کتاب ته لاس رسی کړی و او دې نتیجې ته ورسېدو چې هغه څه جرم نه دی کړی. بیان زیاته کړه چې د دې قسمه خبرونو خپرولو مقصد د انصاف په وزارت کې د اصلاحاتو دپاره د ولس منشور ته نقصان رسوول دي.
د ريپبلېکن او د ډېموکرېټېک پارټۍ ګڼ شمېر سېنېټران غوښتنه کوي چې د هاوس د اخلاقیاتو د کمېټۍ رپورټ دې شایع کړی شي. سېنېټ به د ټرمپ د کابېنې د غړو تقرري تایدوي او یا ردوي. منظوري ورکوي.
ټرمپ چې د اټارني جنرل د چوکۍ دپاره د ۴۲ کلن ګېټس نوم اعلان کړو نو څو ګنټې وروسته هغه د کانګرس نه استعفا ورکړه.
Forum