د خیبرپښتونخوا وزیر اعلا علي امین ګنډاپور د خپل ګوند د مشر او مخکیني وزیراعظم عمران خان د خوشي کېدو لپاره په اسلام اباد کې تېرو احتجاجونو ته په اشارې سره ویلي چې "زموږ تاریخ څرګند دی، تر اوسه مو یوازې پنځه حملې کړې دي، او د سومنات په څېر لا زیاتې پاتې دي".
ګنډاپور ژمنه کړې ده چې د ګوند د وژل شوؤ فعالانو وینه به یې "عبث نه ځي او حساب به اخیستل کېږي".
نوموړي د خالي یا شنبې په ورځ ډیره اسماعیل خان کې خبریالانو سره د خبرو په مهال ویلي، موږ د ملک لپاره د مذاکراتو خبرې کوو، خو د ایین په چوکاټ کې به د احتجاج حق استعمالوو.
هغه زیاته کړه، "که څوک مذاکرات کول غواړي، و دې یې کړي، که نه یې غواړي، موږ خپل لوری ته روان یو".
علي امین ګنډاپور د محمود غزنوي 17 حملو یادونه وکړه او ویې ویل، "زموږ تاریخ همدا ډول دی".
هغه د خپل ګوند احتجاجونه د هند د پانې پت له جنګونو سره وتړل او ویې ویل چې "موږ لا یوازې پینځه حملې کړې دي اؤ ډیرې راته پاتې دي خو بریا ته به ورسېږو".
هغه زیاته کړه چې "که څوک د سومنات د بت جوړېدو هڅه وکړي، موږ به هغه له منځه یوسو". وزیراعلا هیله وښوده چې مقابل لوری به له ۱۷ حملو وړاندې ماته وخوري".
وزیر اعلا ګنډا پور د رسنیو په چلند نیوکه وکړه او ویې ویل چې ولې د پي ټي آي په احتجاج کې د وژل شوؤ کسانو مړي نه ښیي؟ هغه وویل، رسنۍ د واقعیتونو په ښودلو کې پاتې راغلې دي.
علي امین ګنډاپور تور ولګاوه چې حکومت د ۲۴۵ مادې په کارولو سره د بې وسلې خلکو پر ضد پوځي ځواک استعمال کړی او ډزې یې پرې کړې دي.
نوموړي وویل چې د اسلام اباد احتجاج کې د شوؤ ډزو په مهال د دوي د ګوند ۱۲ کسان وژل شوي، ۱۰۷ ورک دي، او په زرګونو خلک نیول شوي دي.
علي امین ګنډاپور د خیبرپښتونخوا د ګورنر لخوا د رابلل شوي ټول ګوندیز کانفرنس په اړه وویل د فیصل کریم کنډي ګوند ( پيپلز پارټۍ) په بلوچستان او سیند صوبو کې په پاکستان تحریک انصاف د بندیز لګولو قراردادونه منظور کړي دي اؤ د ګولیو چلولو په امر ورکوونکو کې د ګورنر خپل ګوند شامل ؤ .
هغه وویل "یو داسې شخص ټول ګوندیز کانفرنس رابللی چې هغه هیڅ کردار نه لري، یو فارغه سړی دی اؤ د هغه له لوري په رابلل شوي ال پارټي کانفرنس لعنت وایم".
په 26م نومبر د تحریک انصاف ګوند بندي مشر عمران خان د خپل ګوند فعالانو اؤ مشرانو ته د اسلام اباد په ډي چوک کې د احتجاج کولو وینا کړې وه.
د عمران خان په وینا د وزیراعلا ګنډا پور اؤ د عمران خان د مېرمنې بشرا بي بي په مشرۍ ددې ګوند په زرګونو فعالان د ګڼو حکومتي خنډانو باوجود ډي چوک ته په رسېدو کې بریالي شوي وؤ.
د شپې په مهال پولیسو اؤ د رینجرز ځواکونو د ډي چوک څخه نیولې تر جناج ایونیو علاقه د پي ټي آي له فعالانو پاکه کړې وه اؤ تحریک انصاف ګوند تور لګولی ؤ چې امنیتي ځواکونو په دوي نیغ په نیغه ډزې کړي اؤ درنه مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.
په وړومبي سر کې د تحریک انصاف یو شمیر مشرانو د خپل ګوند وژل شوؤ کسانو شمیره په سلګونو کې ښوده خو وروسته یې بیا وویل چې د ګوند دولس فعالان یې وژل شوي.
حکومت وایي د امنیتي ځواکونو په ډزو کې هیڅوک نه دي وژل شوي اؤ تحریک انصاف ګوند د پولیسو اؤ رینجرز اهلکارو په وژنه تورنوي.
مرکزي حکومت پرله پسې وایي چې علي امین ګنډا پور په اسلام اباد لښکرې ورخیژوي اؤ دا کار د ملک په نقصان اؤ له فساد ډک بولي خو تحریک انصاف ګوند وایي چې هغوي د خپل بندي مشر عمران خان د خوشې کولو لپاره د پرامنه احتجاج اییني حق لري.
Forum