لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امدادي کارکوونکي وايي اسرایلي حملو په غزه کې ۱۲ کسان وژلي دي


په غزه کې د اسرایل تازه حملې په داسې حال کې شوي چې د اسرایل او د حماس ترمنځ ډزبندۍ او د حماس د ولکې نه یرغمالان ازادولو په غرض د امن معاهدې دپاره کوښښونه بیا شروع شوي دي.
په غزه کې د اسرایل تازه حملې په داسې حال کې شوي چې د اسرایل او د حماس ترمنځ ډزبندۍ او د حماس د ولکې نه یرغمالان ازادولو په غرض د امن معاهدې دپاره کوښښونه بیا شروع شوي دي.

د طبي امداد کارکوونکو د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل په غزه کې د اسرایل په بمبارۍ کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي دي.

امداداي کارکوونکو وویل یوه حمله د غزه په شمالي علاقه بیت لاهیا کې وشوه چې په کې ۱۰ کسان ووژل شوو.

د سرایل نورې حملې په مرکزي غزه او په جنوب کې په رفح کې وشوې.

په غزه کې د اسرایل تازه حملې په داسې حال کې شوي چې د اسرایل او د حماس ترمنځ ډزبندۍ او د حماس د ولکې نه یرغمالان ازادولو په غرض د امن معاهدې دپاره کوښښونه بیا شروع شوي دي.

په وروستیو ورځو کې اسرایلي چارواکو د امن په مذاکراتو کې د ممکنه پرمختګ په اړه د خوشبينۍ اظهار کړی دی او حماس د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل معاهده ممکن ده خو که اسرایل په کې نوي شرایط اضافه نه کړل.
امریکا، مصر او قطر د میاشتو راهسې په غزه کې د ډزبندۍ دپاره کوښښونه کوي.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

په غزه کې جنګ د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې نه شروع شوی دی. د حماس په حمله کې په اسرایل کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان ووژل شوو او تر ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال ونیول چې ځینې په کې اوس هم د وسله والې ډلې په ولکه کې دي.

د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړی چې دی. د غزه د صحت وزارت وايي جنګ دلاسه په غزه کې د ۴۵۰۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي چې زیاتره ښځې او ماشومان دي. اسرایل وايي په غزه کې په زرګونو وسله وال هم وژل شوي دي.

امریکې، برطانيي، يورپين یونین او ځینو نورو ملکونو حماس ترهګر تنظیم ټاکلی دی.

یادونه: د دې رپورټ ځینې معلومات د ای اېف پي او روېټرز خبري ادارو څخه اخیستل شوي دي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG