لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګلګت بلتستان کې د واده ګاډی سیند ته غورځېدلی، 18 کسان پکې مړه شوي،6 لادرکه دي


File Photo
File Photo

د پاکستان تر انتظام لاندې د خپلواکې سیمې ګلګت بلتستان د استور ضلعې څخه د پنجاب چکوال سیمې ته روان د جنجیانو یو ګاډی سیند ته غورځېدلی چې پکې 18 کسان مړه شوي اؤ 6 نور لادرکه دي.

د ډان نیوز له مخې، د مرستې په فعالیتونو کې د بوختې سرکاري ادارې چارواکي وزیر اسد ویلي دا پېښه په دیامر ضلعه کې مخې ته راغلې ده.

هغه ویلي د جنجیانو نه ډک کوسټر د ګلګت بلتستان د استور ضلعې د پریشنګ کلي څخه ته روان ؤ چې د استور نه د دریوؤ ساعتو په واټن پرته سیمه کې دیامر کې یو سیند ته غورځېدلی.

د چارواکي په وینا د پېښې سره سم مرستندویه فعالین سیمې ته لېږل شوي اؤ هغوي سیند ته پریوتي ګاډي کې د ناستو کسانو د ژغورنې هڅې کړي خو وایي له بده مرغه په دې پېښه کې 18 کسان مړه شوي اؤ شپږ نور ژوبل شوي دي.

چارواکو ویلي چې سیند ته غورځېدلي د واده زلمی اؤ ناوې په ژوبل حالت کې ژوندي راویستل شوي خو شپږ کسان تر اوسه لادرکه دي چې د هغوي لټون شورو دی.

د ګلګت بلتستان اؤ خېبر پښتونخوا په غرییزو سیمو کې اکثره ګاډي له غرونو سیندونو یا ژورو کندو ته غورځېږي چې تر دې ساعته په داسې پېښو کې په سوونو کسانو خپل ژوند د لاسه ورکړی دی.

تېره میاشت هم د ګلګت بلتستان نه پېنډۍ ته روان د مسافرو یو بس په کوهستان کې د شتیال په مقام ژورې کندې ته لوییدلی ؤ چې پکې دوه کسان وژل شوي اؤ 26 ژوبل شوي وؤ.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG