د اسلام اباد څخه بې درکه شوي شاعر احمد فرهاد پرضد مقدمه درج شوې او ګرفتاري يې د پاکستان د انتظام لاندې کشمیر کې ښکاره کړل شوې ده، دا وروسته له هغې چې اسلام اباد هايکورټ په 24مه مې د شاعر په جبري توګه بې درکۍ قضيې اورېدنه کې د دفاع او استخباراتي ادارو چارواکي نن عدالت ته بللي وو.
نن د يادې قضيې بيا اورېدنه شوې او اټارني جنرل منصور عثمان اعوان عدالت ته ويلي، احمد فرهاد نيول شوی او د پوليس په حراست کې دی.
د اسلام اباد هايکورټ جج جسټس محسن اختر کیاني د قضيې اورېدنه کړې، او عدالت ته د پاکستان د انتظام لاندې کشمیر د دهيرکوټ پوليس تاڼې رپورټ وړاندې کړل شوی دی.
شاعر احمد فرهاد د مي په 17مه اسلام اباد کې د شپې د خپل کور د درشل څخه ناڅرګنده کسانو تښتولی وو او د هغه د لا درکۍ مقدمه بيا د اسلام اباد په لوي بهير تاڼه کې درج کړل شوې وه.
د لا درکه شاعر احمد فرهاد ښځې په تېره اورېدنه کې ډیوه سره خبرو کې ويلي وو، مېړه به یې تل د لا درکه تنانو په حق کې اواز پورته کولو او هم د دې له کبله هغه په خپله هم د جبري بې درکۍ ښکار شو.
د رپورټونو ترمخه، جسټس محسن اختر کیاني په نننۍ اورېدنه کې ويلي، د ايجنسيانو (استخباراتي ادارو) سره یې هیڅ دوښمني نشته، "مونږ يواځې دا وايو چې د قانون ترمخه دې کار وکړل شي".
نوموړي جج زياته کړې، "مونږ ځينې پوښتنې کړې وې د هغې ځواب تراوسه نه دی ورکړل شوی، مونږ د بنيادي حقونو د ساتنې سوګند کړی دی".
د احمد فرهاد پرضد درج کړل شوې مقدمه باندې نننۍ نېټه 29م مې ليک ده، او مقدمه د دهيرکوټ په تاڼه کې درج کړل شوې ده.
په مقدمه کې ویل شوی، نن یې په کوهاله پُل يو ګاډی ودرولی، "د ګاډي د ډرايور نه یې شناختي کارډ غوښتی او بيا په ګاډي کې شاته ناست تن د پوليس اهلکارو سره بدتميزې کړې او خبرې اړولي دي چې تاسو تلاشي نه شئ کولی".
ويل شوي، دغه بيا خپل نوم سيد فرهاد علي شاه ويلی، چې "د پېنډۍ اسلام اباد نه خپل پلارني کور باغ ته روان دی، هغه په کار سرکار کې مزاحمت کړی او جرم یې کړی دی".
د رپورټونو ترمخه د احمد فرهاد وکیلې (قانون پوهه) ايمان مزاري ویلي، د فرهاد کورنۍ د پاکستان د انتظام لاندې کشمير مظفر اباد ته ځي او چې د هغه سره وويني نور احوال به ورسره شريکوي.
د شاعر احمد فرهاد د بې درکۍ پرضد په اسلام اباد کې احتجاج شوی دی.
د احتجاج ګډون وال تابس فاروق سدوزي وي او اې ډيوه ته ویلي، "زمونږ مطالبات د هغو خلکو نه دي چې خلک په جبري توګه بې درکه کوي چې په (نا معلومو) پيژندل کيږي. د احمد فرهاد څه ګناه ده؟ هغه خو يا شاعر دی، تاسو په دې خلک بې درکه کوئ چې د هغوی غږونه غلي کړئ ؟، تاسو څه پيغام ورکول غواړئ د کشمیر خلکو ته؟ دا چې کشميريان په پاکستان کې غېر محفوظ دي؟".
په پاکستان کې د خلکو په جبري توګه د بې درکيو لړۍ د کلونو راهسې روانه ده او د بې درکه بلوچانو او پښتو د کورنیو غړي او د بشري حقونو ډلې د خلکو په جبري توګه د بې درکيو تور د پاکستان په استخباراتي ادارو پورې کوي خو پوځ دا تورونه بيا بيا ردوي.
(په دې خبر کې ځینې معلومات د ډيوه خبریال وقار احمد شريک کړي دي).
Forum