لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد هايکورټ د سمندري ځواک د پينځو افسرانو د مرګ سزا عملي کېدل تر بلې اورېدنې ځنډولي


د کال ۲۰۱۱ د می په میاشت کې هم د پاکستان د سمندري پوځ په یوه اډه حمله شوې وه
د کال ۲۰۱۱ د می په میاشت کې هم د پاکستان د سمندري پوځ په یوه اډه حمله شوې وه

اسلام اباد هايکورټ د پاکستان د سمندري ځواک د پينځو افسرانو د مرګ سزا عملي کېد د بلې اورېدنې پورې ځنډولې ده.

د پاکستان د سمندري ځواک پينځو افسرانو ته په کراچۍ کې د سمندري ځواک په اډه (ډاکيارډ) بريد او ترهګرې ډلې داعش سره په تړاو د کال 2016م په 24مه مې د مرګ سزا اورول شوې وه.

په کراچۍ کې د سمندري پوځ په ډاکيارډ د کال 2014م د ستمبر د مياشتې په شپږمه نېټه بريد شوی وو، پاکستان د ستمبر شپږمه د دفاع د ورځې په توګه نمانځي.

هغه وخت چارواکو ويلي وو په دغه بريد کې دوه حمله کوونکي وژل شوي او څلور نيول شوي وو . په بريد کې د سمندري ځواک د يو سرتيري د وژل کېدو او اووه نورو ژوبلېدو هم ويل شوي وو.

طالبانو په کراچۍ کې د سمندري پوځ په اډه د حملې ذمه واري قبوله کړې خو وروستو داسې خبرونه مخې ته راغلي چې په بريد کې د درې افسرانو کورټ مارشل شوی وو.

په ډاکيارډ د بريد نه پس د هغه وخت او اوسني دفاع مرکزي وزير خواجه اصف ويلي وو د حمله کوونکو سره د دننې نه لاس وو.

د پاکستاني مطبوعاتو ترمخه، د اسلام اباد هايکورټ جج جسټس بابر ستار د ګل، دوشنبې، په ورځ د سمندري ځواک د پخوانيو افسرانو په خواست اورېدنه کړې، او سمندري ځواک عدالت رپورټ وړاندې کړی دی.

ویل شوي، د سمندري ځواک استازي عدالت ته ویلي، د کورټ مارشل يا پوځي عدالت کارروايي نه شي شريکولی.

نوموړي جج بيا د سمندري ځواک د استازي نه پوښتلي، غواړې چې زه فېصله واوروم؟ او د سمندري ځواک استازي بيا د عدالت نه وخت غوښتی دی.

جسټس بابر ستار ويلي، علت ته دې وویل شي چې د مرګ سزا ولې ورکړل شوې ده؟ عدالت بيا د وخت ورکولو خواست منظور کړی او اورېدنه یې ځنډولې ده.

ويل شوي، د سمندري ځواک پخوانيو افسرانو ارسلان نذير، حماد احمد خان، طاهر رشيد، محمد حماد او عرفان الله عدالت ته خواست کړی وو چې دوی ته د کورټ مارشل د لارې سزا اورول شوې خو د وکيل (قانون) پوهه رسايي يا اسانتيا ورته نه وه ورکړل شوې.

دوی ویلي، نه ورته شواهد ورکړل شوي او نه ورته د عدالتي کارروايۍ اسناد ورکړل شوي، دوی د اسنادو بغېر د مرګ د سزا ضد خواست کړی وو خو هغه رد شوی وو.

د راپورونو ترمخه حمله کوونکي د سمندري ځواک جنګي جهاز پي اېن اېس ذوالفقار (هايي جېک) کولو يا تښتولو او د امريکې سمندري جهاز يې پرې په هدف کولو خو حمله ناکامه کړی شوې وه.

په کراچۍ کې په کال 2011م کې هم د سمندري ځواک په هوايي مرکز مهران بېس ترهګر بريد شوی چې پکې لږ ترلږه شپږ عسکر وژل شوي او 20 نور ژوبل شوي او په هوايي اډه کې ولاړې درې الوتکې تباه شوې وې.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG