لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد: د نېب د قانون بدلون اورېدنه کې عمران خان د ويډيو لينک د لارې سپريم کورټ ته وړاندې شوی


د پاکستان په سپريم کورټ کې د نېب د قانون پرضد اپيلونو باندې د اورېدنې په وخت د زيارت يا پنجشنبې په ورځ د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر ‏او پخوانی وزیر اعظم عمران خان د اډياله زندان څخه د ويډيو لينک د لارې عدالت ته وړاندې شو، خو هغه ته د څه ويلو موقع ترلاسه نه شوه او يواځې ‏حکومتي وکيل خپل دلايل وړاندې کړي دي.‏

د اورېدنې په وخت د سپريم کورټ ودانۍ د پاکستان تحریک انصاف له وکيلانو او پلويانو ډکه وه او اورېدنې ته د عمران خان خور هم ورغلې وه.‏

عمران خان د بډو رشوتونو د مخنیوي قانون کې د ترميمونو په اړه د سپريم کورټ اورېدنه کې په لومړي ځل وړاندې شوی دی.‏

عمران خان د کال 2023 راهسې په بېلابيلو مقدمو کې په اډياله جېل کې بند دی.‏

سپريم کورټ کې د ويډيو لينک د لارې د 71 کلن عمران خان وړاندې کېدل نه خو د سپريم کورټ په وېبپاڼه او نه د پاکستان په ټي وي چېنلونو خپور کړل ‏شوی دی.‏

پاکستان تحریک انصاف ګوند د قامي اسمبلۍ غړی علي محمد خان وايي باید چې د عمران خان او د دې مقدمې کاروايي د سپريم کورټ په وېبپاڼه نېغ ‏په نېغه خپره شوی دی.‏

‏ هغه وويل، "زه په خپله د حکومت وکيل مخدوم علي خان ته ورغلم چې چيف جسټس ته ووايي چې د عمران خان او عدالت کې دننه د دې مقدمې کاروايي ‏د سپريم کورټ په ويبپاڼه په ژوندۍ بڼه خپره کړي، لايو سټريم یې بيا د څه لپاره شروع کړی دی، د عمران خان نه ولې دومره ويريږي".‏

د پخواني وزیر اعظم عمران خان ګوند پاکستان تحریک انصاف د سپريم کورټ په چيف جسټس قاضي فایز عيسا باندې تور لګوي چې ګنې هغه د ‏حکومت په سلا او لمسه د اډيالې د جېل څخه د هغه ويډيو نېغ په نېغه خپره نه کړه. حکومت د تحريک انصاف ګوند د دې تورونه په اړه کوم غبرګون نه دی ‏ښودلی. ‏

د پاکستان تحریک انصاف ګوند سېنېټر محمد همایون خان مومند وايي، "چې څومره ادارې دي، که هغه سپريم کورټ دی، که پوځ دی او يا حکومت ‏هغوى د فشار لاندې دي".‏

د تېر وخت په پرتله دا ځل سپريم کورټ نن د مقدمې کارروايي نېغ په نېغه په خپله ويبپاڼه خپره نه کړه خو د عمران خان د ويډيو لينک د لارې د پېشۍ په ‏مهال اخستل شوی يو عکس چې پاکستان تحریک انصاف په خپله اېکس (پخواني ټويټر) پاڼه خپور کړل شوی دی، په ظاهره ښکاري چې ګواکې د عدالت ‏دننه اخستل شوی وي.‏

د چيف جسټس قاضي فاېز عيسا په مشرۍ کې د سپريم کورټ پينځه کسيزه بېنچ د نېب په قانون کې د ترميمونو خلاف د انټر کورټ اپيلونو اورېدنه کړې ‏چې په کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند باني عمران خان هم درخواست ګذار دی.‏

حکومتي وکيل مخدوم علي خان د انټر کورټ اپيل په حق کې دلايل ورکړل او وې یې ویل چې په نېب ارډيننس کې شوي بدلونونه په پارليمان کې لانمجن ‏شوي وو او باید د دې حل هم په پارليمان کې موندل پکار وو خو خواست کونکي عمران خان په پارليمان کې د حل کولو پرځاى دا قانون سازي د يو سازش ‏لاندې سپريم کورټ ته يوړه. وايي هغه يو ځل هم په ياد قانون کې د ترميم کولو کوشش وه نه کړو.‏

د چيف جسټس وينا وه که هم د ارډيننس په ذريعه قانون سازي کول کيږي نو بيا به ښه وي چې پارلیمان بند کړل شي.‏

د نېب په قانون کې يو شمېر بدلونونه د شهباز شريف په مشرۍ کې د پي ډي اېم تير حکومت کړي وو چې بيا وروسته عمران خان په کال 2022 کې په سپريم ‏کورټ کې چېلنج کړي وو. دغه بدلونونه د سپريم کورټ د پخواني چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ کې بېنچ کالعدم ګرځولي وو او حکومت ددې ‏خلاف سپريم کورټ کې اپيل کړی وو.‏

قانون پوهان وايي پارليمان د قانون سازۍ حق لري خو په دستور کې د ورکړل شوو بنيادي حقونو په ضد قانون سازي نه شي کولی. وايي د احتساب قانون ‏تل د سياسي وفا دارو د بدلولو لپاره کارول شوی دی. ‏

شاه خاور د سپريم کورټ وکيل شاه خاور وايي، "دا سمه خبره ده چې د نېب قانون تل غلط استمال شوی دی، خو ددې دا مطلب نه دی ګنې په قانون کې ‏پراخه بدلونونه راوستل شي بايد په دې کې کمۍ بېشۍ ختمې کړل شي او داسې قانون جوړ شي چې په حقیقت کې د بډو رشوتونو خاتمه وکړي".‏

سپريم کورټ ويلي په معامله به د ټولو سوالونو ځواب د خواست کونکي عمران خان څخه اخلي او بيا يې په انټر کورټ اپيلونو نوره اورېدنه د نامعلومه ‏وخته پورې ځنډولې ده.‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG