لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: د پوځي عدالتونو پرېکړې نړۍ کې پاکستان بدنامولی او اقتصادي بندیزونو سره مخ کولی شي


په پاکستان کې د ګڼو مقدمو سره مخ پخواني وزیراعظم اؤ د تحریک انصاف باني عمران ویلي د پوځي عدالتونو د غیر اییني فېصلو له امله نه یوازې په نړیواله ټولنه کې د پاکستان بدنامي کیږي بلکې د داسې غیر انساني عمل له وجې پاکستان د معاشي بندیزونو سره هم مخ کېدای شي.

وړمه ورځ په اډیاله زندان کې خپلو وکیلانو سره له لېدنې وروسته په ایکس رسنۍ خپور کړي خپل یو بیان کې عمران خان ویلي هغه د پوځي عدالتونو له لوري د نهم مې د پېښو په تړاؤ عامو وګړو ته اورول شوې د بند سزاګانې مسترد کوي.

امریکې، برتانیې اؤ یورپي یونین هم په پاکستان کې د پوځي عدالتونو له لوري عامو وګړو ته اورول شوؤ د بند په سزاګانو اندېښنې ښودلي اؤ دا یې د بشري حقونو څخه سرغړونه بللې ده.

د پاکستان د خارجه دفتر ویاندې د نړیوالې ټولنې نیوکو ته خپل غبرګون کې ویلي چې پاکستان د بشري حقونو په اړوند نړیوال معیارات په بشپړ ډول تسلیموي اؤ د پوځي عدالتونو په فېصلو کې د سزا سره مخ شوؤ تنانو ته د اپيل حق ورکړل شوی دی.

د عمران خان په بیان کې ویل شوي چې د پوځي عدالتونو لخوا عامو وګړو ته د سزاګانو اورول کېدو په پرېکړه د اییني بینچ په مخ هم سپېړه وهل شوې ده.

عمران خان ویلي حکومت سره د کېدونکو خبرو اترو د عمل معني خیز جوړولو لپاره ضروري ده چې دده لیدنه باید دده لخوا د مذاکراتو لپاره ټاکلې ډلې سره وکړل شي تر ځو د معاملو نه په سم ډول خبر شي.

عمران خان ویلي که حکومت له معنې ډک مذاکرت کول غواړي نو هغې لپاره د دوي دوه غوښتې دي، یوه دا چې د مقدمو سره مخ سیاسي بندیان دې خوشې کړل شي اؤ بله دا چې د نهم مې اؤ ۲۶م نومبر د پېښو پلټنو لپاره دې د سینیر ترین ججانو قضایي کمیشن جوړ کړل شي.

عمران خان ویلي که چرې دا دواړه غوښتنې یې ومنل شي نو هغه به خپل د سول نافرمانۍ له تحریک څخه تېر شي.

عمران خان ویلي ، خو زه اندېښمن یم چې حکومت به زمونږ د ۹م مې اؤ ۲۶م نومبر د تحقیقاتو د مطالبې شاته د غورځولو هڅه کوي خو موږ به یې داسې کولو ته نه پرېږدو.

د تحریک انصاف ګوند باني ویلي چې د ۲۶م اییني ترمیم نه وروسته د عدلیې په بشپړ ډول لاس اؤ پښې غوڅ کړل شوي اؤ د اییني بینچ جوړښت اؤ د هغې فېصلې د سپریم کورټ د شرمنده کولو برابر دي.

په پاکستان کې د پوځي محکمو لخوا عامو وګړو ته د بند له سزاګانو اورول کېدو اؤ د عمران خان لخوا د سول نافرمانۍ د تحریک شورو کولو له ګواښ وروسته تېره اوونۍ وزیراعظم د سیاسي تاؤ تریخوالي د کمولو په موخه د قامي اسمبلۍ د اسپیکر په غوښتنه پي ټي آي سره د مذاکراتو لپاره یوه کمیټه جوړه کړې ده چې ددې کمیټې یوه مذاکراتي ناسته هم ترسره شوې ده.

تحریک انصاف ګوند تر دې د مخه دریځ نیول ؤ چې مذاکرات به یوازې د اسټیبلشمنټ سره کوي خو په دې وروستیو کې ددې ګوند یو شمیر مشرانو حکومت سره مذاکراتو ته هم امادګي ښودلې وه.

د نهم مې د پېښو مقدمه د پخواني وزیراعظم اؤ د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان اؤ یو شمیر نورو مشرانو پر ضد هم درج ده .

د تحریک انصاف مشرانو اندېښنه ښودلې چې د عامو وګړو پوځي محکمو ته د نه وړاندې کولو عدالتي پرېکړه به د اییني بینچ له لارې ختمه کړل شي،عمران خان به هم په دې معامله کې راولړلی شي اؤ پوځي عدالت ته به وړاندې کړل شي.

په 9م مې کال 2023 کې د القادر ټرسټ په نوم د غبن قضیه کې پخوانی وزیراعظم اؤ د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د اسلام اباد هایکورټ له ساحې نیول شوی ؤ چې د هغه د ګرفتارۍ په ضد بیا د پي ټي آي فعالانو ګرد هیواد کې قهرجن احتجاجونه کړي وؤ.

د دغه احتجاج په مهال په ګڼو پوځي اؤ حکومتي ودانیو بریدونه هم شوي وؤ اؤ اورونه ورته لګول شوي وؤ چې حکومت اؤ امنیتي ادارو یې پړه د تحریک انصاف ګوند په مشرانو اؤ فعالانو اچولې ده .

خو عمران خان اؤ د هغه د ګوند مشران دا تورونه په کلکه ردوي اؤ وایي د هغوي د ګوند ختمولو لپاره د نهم مې پېښې د یو سازش په توګه پلان کړل شوې وې.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په جرمني کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جرګې د خېبر جرګې ملاتړ وکړو
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:05 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG