لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایا دماتې صورت کې هم عمران خان اقتدار پسې لکه دټرمپ ونښلي؟


په داسې حال کې چې سبا داتوار په ورځ قامي اسمبلۍ کې د وزیراعظم عمران خان په ضد دبې باورۍ په تحریک رایې ورکړل کیږي،څېړونکو اؤ حکومتي چارواکو اشاره ورکړې ده چې که عمران خان دباور په رایو ترلاسه کولو کې ناکام هم شي خو دحکومت نه به نه اوځي.

خو دپاکستان دسپریم کورټ د وکیلانو د سازمان پخواني صدر اؤ وتلی قانوندان ښاغلی لطیف اپریدی بیا ډیوه ته وایي چې دایین له مخې کله ایوان په وزیراعظم بې باوري ښکاره کړي نو هغه بیا نه شي کولی چې پخپله څوکۍ پځائ پاتې شي اؤ پارلیمان به په سمدستي توګه د نوي وزیراعظم ټاکنه کوي.

دهیواد دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد دخالي په ورځ رسنیو ته ویلي دایین له مخې به وزیراعظم دبې باورۍ په تحریک کې له ماتې خوړلو وروسته هم ترهغې پخپله څوکۍ ناست وي ترڅو چې نوي وزیراعظم لوړه نه وي کړي اؤ کتل به شي چې دهیواد صدر ترڅو وزیراعظم ته دخپلې دندې پرمخ د وړلو وینا کوي.

حکومت مخالفو ګوندونو لا په دې اړه خپل دریځ نه دی واضحه کړی چې که وزیراعظم دبې باورۍ تحریک کې دماتې سره دمخ کیدو صورت کې داقتدار نه کوز نه شي نو د دوئ تګلاره به څه وي؟

ټاکل شوې ده سبا د اتوار په ورځ دقامي اسمبلۍ په کیدونکې غونډه کې د وزیراعظم عمران خان په ضد اپوزیشن لخوا وړاندې کړل شوي دبې باورۍ په تحریک رایې ورکول کیږي اؤ اپوزیشن ګوندونه دعوه کوي چې د وزیراعظم لرې کولو لپاره ورته داړینو رایو نه د زیاتو غړو ملاتړ ترلاسه دی.

دا په داسې حال کې ده چې اپوزیشن ګوندونه پخلی کوي چې وزیراعظم ورته د بې وخته ټولټاکنو وړاندیز کړی خو دوئ نه دی منلی.

دپاکستان وتلي خبریال کامران خان ویلي د وزیراعظم عمران خان لخوا دبې وخته ټولټاکنو په وړاندیز رد کولو اپوزیشن ګوندونه تیروتلي دي.

په ټویټر خپله یوه ویډیو کې کامران خان وایي دایین په ۹۵م شق کې داخبره خو لیکل شوې ده چې اسمبلۍ کې داکثریت بایللو وروسته به وزیراعظم ته خپله څوکۍ پرېښودل وي خو ایین په دې خبره غلی دی چې دبې باورۍ دتحریک نه وروسته نوی وزیراعظم په څومره ورځو کې ټاکل کیږي؟

کامران خان وایي دا مبهم ازمیښتي عمل به څو اوونۍ وخت ونیسي اؤ په دې دوران کې به عمران خان د وزیراعظم په توګه دنده پرمخ وړي.

دکامران خان په خبره دایین ۹۴م شق دهیواد صدر ته دا واک ورکړی چې ترڅو نوی وزیراعظم نه وي ټاکل شوی موجوده وزیراعظم به پخپله څوکۍ دندې ترسره کولو ته پرېږدي اؤ هغه وایي که چرې داسې وشي نو پاکستان کې به حکومتي نظام یوې بندې کوڅې ته دننه شي اؤ بیا چې هرڅه کیږي هغه به روان وي.

هغه وایي عمران خان به د واک نه دکوزیدو په معامله کې د ډانلډ ټرمپ طرز خپل کړي اؤ بیا به دبې باورۍ تحریک ګټه ونه لري بلکې د واکمنۍ دانتقال کار به دایيني اؤ سیاسي ګډوډۍ ښکار شي.

په عین حال کې پاکستاني رسنۍ جیو نیوز هم دعوه کړې ده چې تیره ورځ دخپلو څو نزدې وزیرانو سره په غونډه کې وزیراعظم عمران خان دقامي اسمبلۍ اسپیکر ته هم لارښوونه کړې ده چې دبې باورۍ دتحریک لپاره داسمبلۍ کیدونکې غونډه کې په څه نا څه بهانه داسمبلۍ غونډه تر یوې میاشتې وځنډوي.

دجیو په رپورټ کې ویل شوي چې وزیراعظم عمران خان دهیواد صدر ته هم وینا کړې ده چې باید دشهباز شریف لپاره دبې باورۍ په رایو کې څومره چې کیدای شي ځنډ اؤ خنډ راپورته کړي.

خو دپاکستان دسپریم کورټ د وکیلانو د سازمان پخواني صدر اؤ وتلی قانوندان ښاغلی لطیف اپریدی بیا وایي چې دایین له مخې کله ایوان په وزیراعظم بې باوري ښکاره کړي نو هغه بیا نه شي کولی چې پخپله څوکۍ پځائ پاتې شي اؤ پارلیمان به په سمدستي توګه د نوي وزیراعظم ټاکنه کوي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلي لطیف اپریدي وویل چې دایين د۹۵م شق دلاندې چې کله وزیراعظم دپارلیمان لخوا مسترد شي نو هغه وزیراعظم پاتې نه شي اؤ دایوان په رایو به بیا نوی وزیراعظم جوړیږي.

خو ډیوه چې کله دليطف اپریدي نه وپوښتل ایا ایین کې دا خبره واضحه ده چې نوی وزیراعظم به څومره ورځو یا موده کې جوړیږي نو هغه وویل "نه ایین کې په دې حواله څه نشته"

خو په عین حال کې دپاکستان یو بل ستر قانوندان بیرسټر علي ظفر رسنیو ته ویلي چې دایین د۹۴مې مادې په اساس دبې باورۍ تحریک کې له پاتې راتلو وروسته هم وزیراعظم پخپله څوکۍ پځائ پاتې کیدای شي اؤ هغه سره به نور ټول اختیارات هم وي خو داسمبلۍ دماتولو واک به نه لري.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG