د بنګله له دېش لنډمهاله حکومت له هنده څو واره رسمي غوښتنه کړې چې د هېواد مخکینۍ ور تښتېدلې وزیراعظمه شیخ حسینه ور وسپاري خو نوي ډیلي دې غوښتنې ته د عملي جواب ورکولو او د هغې د ور سپارلو اراده نه ده څرګنده کړې.
شیخ حسینه د روان کال په پیل کې د هغې د حکومت خلاف د زده کونکو په مشرۍ له پراخو احتجاجونو وروسته له وزیراعظمۍ څخه استعفی ورکولو ته مجبوره شوه او ګاونډي هندوستان ته وتښتېده.
د بنګله دېش د بهرنیو چارو سلاکار توحید حسین د دې اوونۍ په پیل کې ځایي خبریالانو ته وویل، د هیواد لنډمهاله حکومت هندوستان ته خپله رسمي غوښتنه وړاندې کړه چې شیخ حسینه د "عدالتي عمل" لپاره بیرته ور وسپاري.
هندوستان دا منلې چې د بنګله دېش رسمي غوښتنه یې تر لاسه کړې ده. د هند د بهرنیو چارو د وزارت ویاند رندیر جېسوال د تېرې سه شنبې- نهې په ورځ وویل، "دا وخت پر دې موضوع څه تبصره نه لرو."
په هندوستان کې د بهرنۍ پالیسۍ کارپوهانو دې ته اشاره کړې چې کېدای شي شیخ حسینه په دومره اسانۍ سره بنګله دېش ته ونه لېږل شي.
په بنګله دېش کې د هند پخواني های کمیشنر پینک راجن چکرورتي وي او اې ته د وټس اېپ له لارې وویل، کله چې پوځ حسینه د خپل خوندیتوب لپاره هند ته ولیږله هغه وخت یې په خلاف هیڅ قانوني مقدمه نه وه. هغه وویل:
"دا به د هغې د ور سپارلو کار لا پېچلی کړي، ځکه چې دا یو عدالتي عمل دی او د دې لپاره د جرم کره ثبوتونو ته اړتیا وي".
چکرورتي وایي له دې پرته بله خبره دا ده چې د خلکو د سپارلو په دوه اړخیزه تړون کې "د سیاسي استثنا" مادې او ورسره د منصفانه چلند او خوندیتوب مادې هم شته. "تر څو چې دا شرطونه نه وي پوره شوي له ور سپارلو انکار کېدی شي."
د نوبل جایزې ګټونکی محمد یونس په مشرۍ د بنګله دېش د لنډمهاله حکومت اړوند چارواکو ویلي، شیخ حسینې د خپلې 15 کلنې واکمنۍ پر مهال په حکومت کې د پاته کېدو لپاره "ډېر لوی جرمونه" کړي دي.
د بنګله دېش د احتجاجي زده کوونکو د تنظیم مشر ناهید اسلام د لنډمهاله حکومت د سلاکار دنده تر سره کوي، هغه په ټیلیفون وي او اې ته وویل، تر څو چې پر شیخ حسینه باندې مقدمه ونه چلول شي په هیواد کې د سم جمهوریت ضمانت امکان نه لري.
ناهید اسلام د جولای او اګست میاشتو د مظاهرو د پېښو یادونه وکړه او ویې ویل چې کله د حسینې په امر باندې امنیتي ځواکونو پر احتجاج کوونکو تشدد پیل کړ له هغه وروسته د زده کونکو پرامنه احتجاجونه په تشدد بدل شول.هغه وایي:
"د جولای او اګست په پاڅون کې تر 1000 زیات زده کوونکي او د ماشومانو په ګډون نور مظاهره کوونکي ووژل شول. حسینه په دغو مقدمو کې اصلي ملزمه ده. پر هغې باید په بنګله دېش کې مقدمه وچلېږي او د خپلو اقداماتو جواب ووایي."
په ډاکه کې د جرمونو نړیوال ټریبیونل په نوم د انصاف یو عدالت چې د کورنیو جنګي جرمونو پلټنه او قانوني کاروایي کوي، د حسینې او د هغې د ملګرو د نیولو امر یې کړی دی.
پر شیخ حسینه باندې د خپلې 15 کلنې واکمنۍ په وخت له نورو "بشریت ضد جرمونو" سره سره د 2024م کال د احتجاجونو پر مهال د "قتلِ عام" د پلانولو تورونه هم لګول شوي دي.
د زده کوونکو د تنظیم مشر ناهید اسلام وایي، حسينه د سږ کال د احتجاجونو په وخت له جرمونو سره سره د خپل حکومت په ټوله موده کې د يو شمېر نورو غیرقانوني کارونو ذمه واره هم ده. اسلام وي او اې ته وویل:
"دې د هغه حکومت مشري کوله چې د زرګونو خلکو د جبري بې درکه کولو او غیرعدالتي وژنو پلانونه یې جوړ کړي دي. هغه د خپل حکومت په وخت په نورو پراخو سرغړونو هم تورنه شوې ده."
ناهید اسلام وویل لنډمهاله حکومت به د زده کوونکو د اجتماعي وژنو او د حسینې د حکومت د نورو جرمونو ښکار ټولو اغېزمنو خلکو ته د انصاف ورکولو ډاډ ورکوي. هغه وایي "موږ باور لرو چې دا زموږ ذمه واري ده."
د بنګله دېش د انګرېزي ژبې د ورځپاڼې ډاکه ټریبیون مدیر ظفر سحبان وایي، د حسینې د ور سپارلو لپاره د هیواد غوښتنه نه یواځې جایزه ده بلکې باید غیرمتنازعه او هر هغه څوک یې ومني چې "د انصاف غوښتونکی وي."
د رپوټونو له مخې شیخ حسینه د نوي ډیلي په شاوخوا کې د هند د حکومت په سرکاري استوګنځي کې اوسیږي او کله چې د بنګله دیش حکومت له هنده د هغې د ور سپارلو غوښتنه کړې ده دې په دې اړه هیڅ تبصره نه ده کړې.
خو د حسینې د عوامي لیګ ګوند یوه مشر ویلي چې د برطرفه شوې وزیراعظمې پرضد تورونه "بې بنیاده" دي.
د امریکې یو پخواني سفارتکار جان ډینیلوویچ چې په بنګله دېش کې یې دنده ترسره کړې، وایي دا د بنګله دېش لپاره د ارزښت وړ خبره ده چې که حتی هند د حسینې له سپارلو انکار هم وکړي باید خپله غوښتنه تکرار کړي.
Forum