لاس رسیدونکی لینک

 
یو شمېر نړیوالو ادارو، افغان سیاستوالو او کرکټ لوبغاړو د ښځو پر طبي تعلیم د طالبانو بندیز غندلی
تازه خبر

یو شمېر نړیوالو ادارو، افغان سیاستوالو او کرکټ لوبغاړو د ښځو پر طبي تعلیم د طالبانو بندیز غندلی


یورپي اتحاد، ملګرو ملتونو، د بشري حقونو د څار تنظیم، ایمنیسټي انټرنېشنل، د روغتیا نړیوالې ادارې، افغان سیاستوالو او د افغانستان د کرکټ مخکښو لوبغاړو راشد خان او محمد نبي د طالبانو د حکومت له خوا په طبي کالجونو کې د نجونو پر تعلیم په بندیز اندېښنه څرګنده کړې او دا یې د ښځو د زدکړو پر حق تېری او د بشري حقونو سرغړونه بللې ده.

د طالبانو حکومت په رسمي توګه دا تازه بندیز نه دی تایید کړی او نه یې هم په دې اړه خپاره شوي رپوټونه رد کړي دي. طالبانو په تېرو څه باندې درو کلونو کې لومړی له شپږم ټولګي پورته، بیا په پوهنتونونو کې او اوس په طبي کالجونو کې د نجونو او ښځو تعلیم ځنډولی دی.

یورپي اتحاد د چارشنبې- شورو په ورځ په یو بیان کې د طالبانو دا پرېکړه غندلې، په دې اړه یې "ژوره اندېښنه" څرګنده کړې ده او پر طالبانو یې غږ کړی چې خپله دا پرېکړه بېرته واخلي.

یورپي اتحاد خبرداری ورکړی چې دا پرېکړه نه یواځې په افغانستان کې بشري بحران لا زیاتوي، بلکې د خلکو کړاوونه نور هم ډېروي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما هم د نجونو پر طبي تعلیم باندې د بندیز په رپوټونه اندېښنه څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې له رسمي چېنلونو د دغه رپوټ تاییدولو ته دوام ورکوي ځکه چې وایي تر اوسه دا پرېکړه تر اوسه رسمي ادارو نه ده تایید کړې.

یوناما ویلي که دا ډول پرېکړه شوې وي او عملي شي، نو دا به تعلیم او روغتیايي خدمتونو ته د ښځو او نجونو پر حقونو باندې نور محدودیتونه ولګوي او وایي دا به افغانستان د روغتیایي سیسټم او د هېواد په پراختیا "ناوړه اغیز" ولري:

"د افغان ښځو او نجونو او د هیواد د خلکو پر ژوند باندې د رپوټ شوي لارښود منفي اغېزو ته په پام، یوناما له واکمنو چارواکو څخه غوښتنه کوي چې د دغه لارښود پر عملي کېدو باندې له سره غور وکړي".

د روغتیا نړیوالې ادارې ویاندې مارګریت هریس ویلي، د ملګرو ملتونو چارواکي هڅه کوي په افغانستان کې د دې دعوې د تایید په اړه د طالبانو له چارواکو سره خبرې وکړي:

"دا اقدام د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د رسمي زدکړو د دوام او غوښتنې په اړه شدیدې اندېښنې راولاړوي. داسې پرېکړې ډېرې پراخې نتیجې لرلای شي او په افغانستان کې مسلکي او روزل شوې ښځینه روغتیايي کارکوونکې او د روغتیايي خدماتو بهیر اغېزمنولی شي. "

د روغتیا نړیوالې ادارې خبرداری ورکړی، که دا بندیز دایمي شي، افغانستان به نه یواځې د ښځینه روغتیایي کارکوونکو له کمښت سره مخامخ شي، وایي دا حالت به په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو کې د میندو او ماشومانو د مړینې کچه هم لوړه کړي.

د بشري حقونو د څار تنظیم ویلي، طالبانو د نجونو پر طبي زدکړو باندې په بندیز لګولو سره د تعلیم په برخه کې د نجونو پر وروستیو هیلو هم خاورې واړولې.

ایچ آر ډبلیو د دسمبر په درېیمه په خپل بیان کې ویلي، طالبانو په افغانستان کې له واکمنېدو وروسته د کار، تعلیم او عام ژوند په ګډون په بېلابېلو برخو کې پر ښځو او نجونو محدودیتونه لګولي او په منظیم ډول یې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

د بشري حقونو یوې بلې نړیوالې ادارې ایمنیسټي انټرنېشنل هم د طالبانو نوی اقدام د ښځو او نجونو خلاف د جنسیت په بنیاد د دې ډلې د "منظمو بریدونو" یوه برخه ګڼلې ده.

ایمنیسټي د دسمبر په درېیمه په یو بیان کې ویلي، د تعلیم حق د بشر یو بنیادي حق دی خو وایي طالبان د خپلې سختې پالیسۍ له مخې یو په بل پسې په څرګند ډول ترې سرغړونه کوي:

"دا [پرېکړه] به نه یواځې په افغانستان کې د ښځو د زدکړو وروستۍ دروازه بنده کړي، بلکې په دغه هېواد کې به د ښځو او نجونو روغتیا ته ویجاړوونکي نتیجې ولري چې په نړۍ کې د میندو د مړینې کچه پکې تر ټولو لوړه ده".

د ملګرو ملتونو د شمېر له مخې افغانستان د امیدوارو میندو د مړینې له پلوه په اېشیا کې تر ټولو لوړه کچه لري چې په هرو 100,000 میندو کې د زېږون په مهال 638 میندې مړې کېږي.

ایمنیسټي انټرنېشنل د طالبانو له حکومته غوښتي چې خپل هغه ټول فرمانونه دې منسوخ کړي چې له واکمېدو راهیسې یې د ښځو او نجونو حقونه محدودوي. وایي ښځې او نجونې باید له ویرې، ګواښ او په جبر له ټولنې د ایستو له خطر پرته له ژوند او خپلو بشري حقونو خوند واخلي:

"طالبان باید سمدستي د جنسیتي توپیر سیسټم ختم کړي او د بشري حقونو د نړیوال قانون له مخې د افغانستان ذمه وارۍ پوره کړي".

د افغانستان د کرکټ لوبډلې دوو مشهورو لوبغاړو راشد خان او محمد نبي هم په طبي تعلیمي ادارو کې د نجونو او ښځو پر زدکړو د طالبانو د مخنیوي په اقدام مایوسي او خواشیني څرګنده کړې او له تعلیمه د هغوی محرومه کول یې "دردناک" ګام بللی دی.

راشد خان پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي، پر ټولنیزو رسنیو "د خویندو او میندو" د انځورونو او خپګان لیدل ډېر دردوونکي دي. وایي هیله لري پر دې پرېکړه بیا کتنه وشي او ښځو ته د زدکړو زمینه برابره شي:

"لکه څنګه چې د یو ‌هېواد د پرمختګ بنسټ په تعلیم پیل کیږي، همدا راز زموږ خویندې حق لري، چې تعلیم وکړي او خپلې ټولنې ته د طبي برخې سربېره په هره برخه کې د خدمت جوګه شي".

محمد نبي هم پر خپل فېسبوک پاڼه په یو پوسټ کې دا "ناعادلانه پرېکړه" غندلې او د طالبانو له حکومته یې غوښتنې کړې چې پر دې پرېکړه بیا "جدي غور" وکړي. محمد نبي لیکلي:

"واقعا خواشینونکې ده چې اوسني حکومت د نجونو لپاره په طبي څانګو کې هم پر زدکړو بندیز ولګاوه. دا پرېکړه یواځې ددې نجونو راتلونکي ته زیان نه رسوي، بلکې ټول هېواد او ملت ته یې تاوان رسېږي".

پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کیږي د طالبانو پولیس د دسمبر په درېیمه طبي تعلیمي ادارو ته د ښځینه زده کوونکو د ننوتلو مخه نیسي او هغوی ته وايي د نوې پریکړې له مخې په دغو مرکزونو کې تعلیم ځنډېدلی او په کار دی هغوی په دې اړه راتلونکې اطلاع ته انتظار وکړي.

د افغانستان مخکیني صدر حامد کرزي هم دا خبر د خواشینۍ وړ بللی چې وایي د طبي علومو د ادارو دروازې په داسې وخت د نجونو لپاره بندې شوې چې د هېواد په ټولو برخو کې ښځې او ميندې له ګڼو روغتيايي ستونځو سره مخ دي.

ښاغلي کرزي پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه په دري ژبه په ټینګار سره ویلي، د نورو هیوادونو له محتاجۍ د خلاصون یواځینۍ لار او په مختلفو برخو کې د ودې او پرمختګ یواځینی سبب تعلیم دی او د طالبانو له حکومته یې غوښتي چې ژر تر ژره دا پرېکړه بیرته واخلي:

"په طبي ادارو کې د نجونو پر زدکړو بندیز دې لرې شي او له دې سره سره د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې دې ژر تر ژره پرانیزي، چې د هېواد د اصلي او نه بدلېدونکې سرمایې په توګه د ځوانانو د صلاحیتونو د ضایع کېدو مخه ونیول شي".

طالب چارواکو وي او ای ته وویل د طب په څانګه کې د جینکو په تعلیم د پابندۍ په اړه د طالبانو مشر هبت الله اخونزاده فتوا جاري کړې وه چې د نهې- سه شنبې په ورځ عملي کړی شوه.

د دې نه یوه ورځ مخکې په کابل کې د طب کالجونو د مشرانو غونډې ته د اخونزاده فرمان وړاندې کړی شو. په دې اړه معلومات چارواکو او د غونډې ګډونوالو وي او اې ته د نوم نه څرګندولو په شرط ورکړل، خو طالب چارواکو د دې ممکنه بندیز په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اې پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG