لاس رسیدونکی لینک

 
د ښځو نړیواله ورځ: ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتي د ښځو او نجونو پر حقونو دې بندیزونو ختم کړي
تازه خبر

د ښځو نړیواله ورځ: ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتي د ښځو او نجونو پر حقونو دې بندیزونو ختم کړي


د مارچ اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر «یوناما» د طالبانو له حکومته په کلکه غوښتي هغه بندیزونه دې لرې کړي چې په دغه هیواد کې ښځې او نجونې له خپلو بنیادي انساني حقونو محروموي.

یوناما د شنبې- خالي په ورځ په یو بیان کې د ملګرو ملتونو پر غړو هیوادونو هم غږ کړی چې د افغان مېرمنو د غږونو پر پیاوړتیا، د دوی پر مبارزه، مشرتابه او راتلونکو هلو ځلو باندې پانګونه وکړي او له دوی سره یووالی په عمل بدل کړي.

د مارچ اتمه په ټوله نړۍ کې د ښځو د حقونو د ملاتړ د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کیږي. سږ کال دا ورځ "حقونه، برابري او ځواکمنتیا - د ټولو ښځو او نجونو لپاره" تر نامه لاندې نمانځل کیږي.

د ملګرو ملتونو دفتر یوناما په خپل بیان کې ویلي، د سږ کال د نجونو د نړیوالې ورځې سرلیک ځکه مهم دی چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له زدکړو، کار او عامه ژونده په منظم ډول ګوښه کېدو سره مخامخ دي:

"دا بندیزونه نه یواځې له بشري حقونو سرغړونه ده، بلکې د افغانستان د پرمختګ مخه هم نیسي او د میلینونو خلکو لپاره بېوزلي او بېلوالی زیاتوي".

په بیان کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي مشر ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا ویلي، پر دغو "سترو چېلنجونو" برسېره افغان مېرمنې د خپلو ټولنو مشرۍ، جوړولو او ملاتړ ته دوام ورکوي.

مېرمن اوتنبایوا ویأي، افغانې مېرمنې د روغتیا او خوندیتوب په برخه کې خدمتونه وړاندې کوي، سوداګرۍ او مدني ټولنې پر مخ بیایي او په نه ستړي کېدونکي ډول د خپلو حقونو دفاع کوي:

"دا مهمه ده چې د شته او راتلونکو چېلنجونو د حل لپاره دوی ته مهم رول ورکړل شي. د زدکړې او کار د حقونو بیرته ترلاسه کول به د دوی ژوند، ټولنې او د افغانستان راتلونکی د ټولو لپاره ګټور کړي".

مېرمن اوتنبایوا ویلي، په افغانستان کې ملګري ملتونه د دغه هیواد له ښځو او نجونو سره خپل بشپړ پیوستون ښکاره کوي او په تدریجي ډول له ټولنیز ژونده د دوی د ګوښه کېدو غندنه کوي:

"موږ به د افغان ښځو او نجونو د مزاحمت او مشرتابه په برخه کې د پانګونې لپاره په خپل ټول توان سره هر هغه څه ته دوام ورکړو، چې د یو سوکاله او ټول ګډونه افغانستان لپاره ضروري دي".

یوناما په خپل بیان کې ویلي، افغان مېرمنو خپلې غوښتنې نړیوالې ټولنې ته په څرګنده توګه وړاندې کړې دي، چې په هغوی کې د دوی د حقونو او آزادیو د بېرته ترلاسه کولو ملاتړ او په نړیواله ایجنډا کې د دوی د حالت شاملېدل دي:

"په هغو ځایونو کې د دوی د استازیتوب ډاډ ترلاسه کول چې د افغانستان د راتلونکي په اړه پکې پرېکړې کیږي، د ژوند ژغورنې مرستو او خدمتونو لپاره د بودیجې برابرول او په هغو پروګرامونو کې پانګونه کول چې د ښځو د مشرتابه او اقتصادي پیاوړتیا ملاتړ کوي".

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د دفتر استازې ایلیسن ډېویډیان ویلي، د افغان مېرمنو او نجونو لپاره داسې راتلونکی نه مني چې د ښځو لپاره یې په بل هیڅ ځای کې ونه زغمي.

د مېرمن ډېویډیان په وینا له ولسي ژونده د ښځو د ګوښه کولو خلاف د ملګرو ملتونو غبرګون په هر ځای کې له ښځو او نجونو سره د دوی د ژمنې امتحان دی، وایي ملګري ملتونه باید له افغان ښځو سره ودریږي ځکه چې وایي "زموږ ژوند په دوی پورې تړوا لري". مېرمن ډیویډیان زیاتوي:

"ملګري ملتونه په افغانستان کې پاتې دي، خپل خدمات یې وړاندې کړي او دې کار ته به دوام ورکړي او له خپلو شریکانو سره په ګډه به د ټولو افغانانو د حقونو د ساتنې لپاره کار کوي".

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې- خالي په ورځ په یو پیغام کې ویلي، ښځو ته چې کوم حقونه په "اسلامي شریعت" کې ټاکل شوي د طالبانو حکومت یې ښځو ته د هغو حقونو په ورکولو باندې ځان ذمه وار ګڼي.

مجاهد پر خپل ایکس ټولنیزه رسنۍ باندې لیکلي، "د ښځو عفت، عزت او شرعي حقوق ساتل د امارت اولویت دی".

د مجاهد په وینا نن سبا افغان مېرمنې په هېواد کې له فزیکي او رواني پلوه خوندي ژوند کوي. هغه دعوه کړې چې "د ښځو پر وړاندې د هر ډول خشونت او تاوتریخوالي مخه نیول شوې. هيڅوک نه شي کولای د ښځو حقوق تلف کړي او یا هغې ته په بده وګوري".

د طالبانو د حکومت ویاند په خپل دغه پیغام کې په افغانستان کې د نجونو او ښځو د زدکړو او کار مسئلو ته هیڅ اشاره نه ده شوې، خو وایي له "اسلامي شریعت" او د افغاني ټولنې له کلتور او دود سره سم د افغاني مېرمنو ټول بنیادي حقونه پر ځای شوي دي:

"باید هیره نه شي چې موږ د افغان مېرمنو حقوق په یوه اسلامي او افغاني ټولنه کې تر بحث لاندې لرو، چې د غربي ټولنې او د هغوی د فرهنګ سره ښکاره توپيرونه لري چې د محاسباتو په وخت کې باید په نظر کې ونیول شي".

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا عالي کمیشنر ولکر ټرک د مارچ په درېیمه د شورا غونډې ته ویلي وو، په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره توپیري چلند د طالبانو د حکومت په ملاتړ کیږي.

د ولکر ټرک د افغانستان په ګډون د نړۍ په یو شمیر هیوادونو کې د بشري حقونو خلاف د چېلنجونو او ګواښونو یادونه کړې وه او افغانستان یې د یو داسې هیواد په توګه یاد کړی وو چې پکې د ښځو او نجونو په ضد توپیري چلند د واکمن حکومت په ملاتړ کیږي.

په تېرو څه باندې درو کلونو کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، نه یواځې یې تر شپږم ټولګي پورته بیا تر پوهنتون او طبي کالجونو پورې نجونې له تعلیمه منع کړې دي، بلکې ښځې یې هم په سرکاري او غیرسرکاري ادارو کې له کارونو منع کړې او ولسي ځایونو ته یې د هغوی پر تګ بندیز لګولی دی.

د. ملګرو ملتونو ادارېه یونېسکو د مارچ په اوومه په پېرس کې د مارچ د اتمې په مناسبت په یوه غونډه کې د افغان مېرمنو او نجونو پر حالت خبرې کړي، خو په افغانستان کې سږ کال هم ددغې ورځې د لمانځنې لپاره د طالبانو حکومت کومه رسمي غونډه نه ده جوړه کړې.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG