په ایران باندې د اسرایل د میزایلونو له حملې شاوخوا یوه میاشت وروسته تهران بیا خبرداری ورکړی دی چې اسرایل ته د جواب ورکولو لپاره تیاري کوي. اسرایل تر اوسه د ایران دې تازه خبرداري ته جواب نه دی ویلی.
د ایران د ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه یي اعلی سلاکار علي لاریجاني د ایران تسنیم خبري ایجنسۍ ته د یکشنبې- اتوار په ورځ په یوه مرکه کې ویلي، ایران تیاري کوي چې اسرایل ته "جواب" ورکړي.
د اکتوبر پر 26مه د اسرایل جنګي الوتکو د ایران پر پوځي هدفونو بریدونه کړي وو چې په نتیجه کې یې د څلورو پوځي افسرانو په ګډون پینځه تنه وژل شوي وو. ایران ویلي وو چې په دغو بریدونو کې ورته "محدود" او په "وړه کچه" زیان رسېدلی دی.
اسرایل هغه برید پر خپل هېواد د ایران د هغې حملې په جواب کې کړی وو چې د اکتوبر پر لومړۍ نېټه یې شاوخوا 200 بېلسټیک میزایل ور ویشتلي وو چې اسرایل یې د اکثرو د ناکاره کولو دعه کړې وه او ویلي یې وو چاته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د ایران او اسرایل تر منځ شخړه وروسته له هغه زیاته شوه او پر یو بل یې دوه ځله بریدونه وکړل چې په غزه کې د حماس خلاف له جګړې سره سره په لبنان کې هم د اسرایل او حزب الله تر منځ جګړې زور واخیست او د اسرایل په بریدونو کې د حزب الله مشر حسن نصرالله ووژل شو.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم د نومبر پر 20مه ویلي وو، د ایران اسلامي جمهوریت حق لري د اسرایلو وروستیو بریدونو ته جواب ووایي او ټینګار یې کړی وو چې د جواب ورکولو "اقدام به په مناسب وخت او مناسبه طریقه اخلي".
عراقچي پر اسرایل باندې د ایران بریدونه د اسرایل د پاروونکو حملو خلاف د دفاعي غبرګون په توګه یاد کړي وو او ویلي یې وو ایران د اکتوبر په میاشت کې د اسرایل وروستی هوایي برید یو جلا جواب ته اړتیا لري.
عراقچي له پوځي چمتووالي سره سره د سیاسي مخنیوي پر اهمیت هم ټینګار کړی وو او وړاندیز یې کړی وو چې د اسرایل د اقداماتو خلاف د سیمه ییزې او نړیوالې همږغۍ پیدا کول "دفاعي ډال" جوړولای شي.
تر هغه وړاندې د نومبر پر 14مه د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ کمانډر مېجر جنرل حسین سلامي په تهران کې په یوه پوځي تمرین کې له اسرایل سره د یوې "ریښتینې او تاریخي مقابلې" ګواښ کړی وو.
د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه یي د نومبر پر دویمه هم اسرایل او امریکا ته ګواښ کړی وو چې په ایران او د هغه په متحدینو د بریدونو په اړه به له "سخت ځواب" سره مخامخ شي.
د ایران د حکومتي رسنیو په ویډیو کې خامنه یي ویلي وو، "دښمنان که صهیوني [اسرایلي] رجیم وي او که د امریکې، څوک چې د ایران او د ایران ملت او د مزاحمت له جبهې سره څه کوي ورته به خامخا سخت ځواب ورکوي".
یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.
Forum