نړیوالې امدادي ادارې انټرنېشنل رېسکیو کمېټي ویلي خبرداری کړی چې افغانستان سره د نړیوال امداد ځنډېدو له امله د هېواد 90 فيصد روغتيا مرکزونه او کلينيکونه بندېدلی شي.
په افغانستان کې د روغتيا د چارو پوهانو او د بشري حقونو فعالانو په دې څرګندونو اندېښنه ښودلې او ويلي په داسې حال کې چې افغان ولس د سخت اقتصادي ستونزو سره مخ دی او نه شي کولی چې په شخصي هسپتالونو او کلينيکونو کې خپله درملنه و کړي، په بهرني امداد فعال د دغو هسپتالونو او کلينېکونو بنديدلو سره به د هېواد په ميلينونو خلک د علاج د اسانتیا څخه محرومه شي۔
ايي ار سي په خپل يو رپورټ کې ويلي چې د طالبانو واکمن کېدو وروسته د نړيوالو فنډونو بندېدو او د افغانستان شتمونو کنګل کېدو له لوجې د روغتيا دغه مرکزونه د وچ کالۍ، لوږي او د کرونا ناروغۍ په مهال بندېدو ته نژدې دي۔
په دې حقله په افغانستان کې مېشت د روغتيا د چارو یو کارپوه د هغه نوم د ښکاره کولو په شرط وي او ای ډيوه ته وويل چې د دغو مرکزونو بندېدو سره به د افغان ولس ژوند ډېر اغېزمن شي۔
افغان کارپوهه وویل په بهرنۍ مالي مرسته چې کوم د صحت مرکزونه خلاص شوي وو دا د افغانستان د خلکو لپاره يو امداد و، "نو چې دا امداد بندېدېږي نو زمونږه 100 فيصده خلک دې نه متاثره کېږي، دا اوس وخت کې د سينې مرضونه او د وړو ماشومانو خوارځواکي يا کمزوري چې ورته وايي نن صبا زياته ده"
په رپورټ کې وېل شوي چې د تېرو شلو کالو راهسې افغانستان په خاصه توګه د صحت کارونکو او استاذانو ته د معاشونو ورکولو لپاره په بهرنيو مرستو انحصار لري۔
د رپورټ ترمخه د هېواد تېر حکومت د خپلو لګښتنو خوا وشا 75 فيصده برخه د بهرنيو فنډونو څخه پوره کوله او په ځانګړې توګه، خواوشا 30 مېلین افغانان د نړیوال بانک لخوا اداره شوي پروګرام د لارې روغتیایې خدماتو ته اړتیا لري۔
په افغانستان کې مېشت د بشري حقونو فعال برهان الدين سيرت وي او ای ډيوه ته وايي د صحت په دغو مرکزونو کې زياتره د مور او د بچي د درملنې لپاره پروګرامونه پېل کړل شوي دي چې د بندېدو سره به یې د ماشومانو او مياندو صحت د لوی ګواښ سره مخامخ شي۔
هغه وویل د صحت په دغو مرکزونو کې به او پکې به " مور او ماشوم لپاره دوی ځيني ويړيا درمل درلودل د خوارځواکا موشومانو لپاره خوراکي توکي او حامله مېندو لپاره د طاقت دارو ګان او د دوی لپاره صيحي ويړيا معاينه او د نسايي ولادي بخشونه پکې ډېر ښه فعاله وو"
نوموړي زياته کړه د افغانستان خراب اقتصادي وضيعت په مهال ځايي ولس نه شي کولی چي په شخصي هسپتالونو او کلينيکونو کې علاج وکړي او دغه شان د ابادې يوه لويه برخه به د ښه درملنې څخه بې برخې پاتې شي۔
" که چېرته دغه د روغتيا مرکزونه تړل کېږي نو د اقتصادي وضيعت ته په کتلو سره چې اوس دلته اقتصادي بحران هم رامنځ ته شوی نو د خلکو بې وزلي به د دې باعث شي چې دوی په خصوصې يا شخصي هسپتالونو کې علاج و نه کړل شي"
هغه مخکې وويل که کوم خلک بيا دغه هسپتالونو ته د ورتلو توان هم ولري خو په دغه خصوصي هسپتالون کې د مور د بچي د صحت او د ماشوم د ولادت لپاره هغه شان ښه سهولتونه شتون نه لري څنګه چې د بهرنيو فنډونو سره فعال روغتونونو کي دي۔
وي او ای ډیوه د ژغورنې نړيوالې کمېټۍ د رپورټ په حقله د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د چارواکو نظر مالومولو کوښښ وکړو خو دریځ یې ترلاسه نشو.
بلخوا د ا فغانستان ميډيا وايي د عامې روغتیا وزارت چارواکو د 90 فيصد د صحت مرکزونو بندېدو امکان رد کړی خو دا یې منلي چې د په برخه کې ورته مشکلات رامنځته شوي دي. وزارت د صحت نړيوالو تنظیمونو څخه غوښتلي چې د افغانستان د صحت په برخه کې دې مرستي وکړي۔