لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د داعش مشر البغدادي زوی په ځانمرگي حمله کې وژل شوی دی


د داعش مشر البغدادي د عراق او اصل نوم یې اواد البدري دي. هغه په کال ٢٠١۴ کې د خلافت اعلان وکړو او خپل ځان یې خلیفه وټاکلو
د داعش مشر البغدادي د عراق او اصل نوم یې اواد البدري دي. هغه په کال ٢٠١۴ کې د خلافت اعلان وکړو او خپل ځان یې خلیفه وټاکلو

د داعش وسلوالې ډلې مشر ابوبکر البغدادي یو زوی د شام په حمص ښار کې په ځانمرگي حمله کې وژل شوی دی. دا اعلان داعش په خپله یوه خبري ویب پاڼه کړې دی.

الناشر په خپله ویب پاڼه د یو وړوکې هلک تصویر شائع کړی دی چې وايي د البغدادي زوی حذیفه البدري دی او د شام په حمص ښار کې د روسي او د شام د حکومت ځواکونو خلاف په ځانمرگي حمله کې وژل شوی دی.

الناشر وویل د "خلیفه" زوي په "انغماسي" عملیاتو کې ژوند دلاسه ورکړو. په عربۍ کې انغمس لاهو کېدلو یا وردانگلو ته وايي او داعش دا اصطلاح د ځانمرگي حمله کونکو دپاره استعمالوي.

د امریکې پوځ ویلي د البغدادي د زوي د مرگ خبر یې ترلاسه کړی خو تصدیق یې نشي کولی.

د داعش مشر البغدادي د عراق او اصل نوم یې اواد البدري دي. هغه په کال ٢٠١۴ کې د خلافت اعلان وکړو او خپل ځان یې خلیفه وټاکلو.

امریکې د البغدادي په گرفتارۍ د ٢٥ مېلین ډالرو انعام اعلان کړی دی.

د البغدادي درک نه د معلوم او وخت په وخت یې د مرگ او د وژل کیدو رپورټونه مخې ته راغلې دي. تیر کال په شام کې میشته روسي ځواکونو دعوه وکړه چې البغدادي په ډرون حمله کې وژل شوی دی خو امریکايي مامورینو دغه دعوه رد کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG