د اسرایل کابېنې په غزې کې د روانې جګړې د ودرولو اؤ د یرغمالیانو د راخوشې کولو لپاره د یو تړون منظوري ورکړې ده چې له مخې به یې د حماس سره د تېرو 15 میاشتو نه روانه جګړه ودرول شي.
د اسرایلي کابینې له هغې غونډې وروسته چې د شپږو ساعتو نه د زیات وخت لپاره یې دوام وکړ، د اسرایل حکومت په یروشلم کې د سیمه ییز وخت مطابق د شپې نزدې یوه بجه ددې تړون اعلان کړی دی.
تر دې وړاندې د اسرایل امنیتي کابېنې د جمعې په ورځ ددې تړون د منظورولو سپارښتنه کړې وه.
د امنیتي کابېنې له منظورۍ وروسته دا معامله بیا هم د جمعې په ورځ د اسرایل د ټولې کابېنې مخې ته اېښودل شوې وه.
د اسرایلي وزیراعظم نیتن یاهو دفتر د جمعې په سهار یو بیان کې ویلي دي چې نیتن یاهو ته مذاکراتي ډلې خبر ورکړی دی چې د یرغمالیان د خوشې کولو لپاره تړون شوی دی.
وزیراعظم نیتن یاهو ویلي دي چې د حماس سره د یرغمالیانو د خوشې کولو تړون شوی دی چې د هغې له مخې د فریقینو تر منځ د 15ؤ میاشتو نه غزې کې د روانې جګړې د پاي مخې ته پراته خنډان ختم شوي دي.
د اسرایل د ټولې کابېنې له لوري د تړون منظورولو وروسته هیله کیږي چې د اتوار له ورځې به د اوربند د تړون په اساس د یرغمالیانو د بېرته ستنېدنې اؤ په اسرایل کې د بندي فلسطینیانو د خوشې کولو لړۍ پېل شي.
د امریکا د باندینیو چارو وزیر انټني بلنکن د زیارت - پنجشنبې په ورځ ویلي وؤ، هغه هیله من دی چې په غزه کې د اوربند اؤ د یرغمالیانو د خوشې کولو لپاره په شوي تړون به د اتوار- یکشنبې د ورځې نه عمل پېل شي.
تر دې وړاندې د جنګ بندۍ د تړون له اعلان وروسته د پنجشنبې په ورځ د اسرایل وزیراعظم نیتن یاهو په حماس تور لګولی ؤ چې د تړون له ځېنو نکتو پشا کیږي اؤ د اسرایل د ملي سلامتۍ وزیر اتمار بین ګویر خبرداری ورکړی ؤ چې که د اوربند د تړون منظوري ورکړل شي نو هغه به خپلې څوکۍ استعفا ورکړي.
بین ګویر پخپل یو بیان کې دا تړون خطرناک بللی ؤ اؤ ویلي وؤ چې ددې له امله به د جګړې په مهال شوې لاسته راوړنې عبث لاړې شي.
بل لوري ته د حماس یو مهم مشر عزت الرشق د نیتن یاهو دا دعوه رد کړې ده چې ګنې حماس له شوي تړون پشا کیږي اؤ ویلي یې دي چې حماس د منځګړو له لوري د اوربند په اعلان کړی شوي تړون ولاړ دی.
امریکې، قطر اؤ مصر د اسرایل اؤ حماس تر منځ د اوربند لپاره د منځګړي کردار ترسره کړی ؤ اؤ دغو ثالثانو د چهارشنبې په ورځ د اوربند د تړون اعلان کړی ؤ.
د فریقینو تر منځ د اوربند له تړون وروسته هم په غزې کې د روغتیا د وزارت له مخې د اسرایل له لوري د زیارت په ورځ شوو هوایي بریدونو کې لږ تر لږه 77 کسان وژل شوي دي.
د اتوار د ورځې نه د کېدونکي اوربند په وړومبي پړاؤ کې به د شپږو اونیو لپاره اوربند عملي کیږي اؤ په دې دوران کې به حماس د اتوار په ورځ 33 یرغمالیان خوشې کوي چې هغې کې به ښځې،ماشومان اؤ بوډاګان شامل وي.
د یرغمالیانو د خوشې کولو بدل کې به د اسرایل له زندانونو په سوونو فلسطیني بندیان خوشې کولی اؤ غزې ته په رسول کیدونکو مرستو کې به اضافه کولی شي.
په دې موده کې به په دویم پړاؤ کې د شخړې د بشپړه هواري،غزې څخه د اسرایلي پوځ په بشپړه توګه د ویستلو، اؤ د پاتې یرغمالیانو د خوشې کولو په چارو مذاکرات کیږي.
د تړون له مخې په دریم اؤ وروستي پړاؤ کې به د غزې د بیا ودانۍ اؤ هلته په حکومتي اؤ امنیتي انتظام خبرې اترې کولی شي.
په غزې کې روانه جګړه په اووم اکتوبر کال 2023م کې د حماس له لوري په اسرایل له شوي هغه ترهګریز برید وروسته نښتې ده چې د اسرایلي چارواکو له مخې 1200 کسان پکې وژل شوي اؤ نزدې دوه نیم سوه نور حماس یرغمال کړي وؤ.
د غزې د روغتیا وزارت وایي چې د حماس د برید ځواب کې د اسرایل لخوا غزه کې ترسره شو بریدونو کې تر اوسه له 46 زرو زیات فلسطینیان وژل شوي دي.
(ددې رپورټ معلومات د ایسوسي ایټيډ پریس،رایټرز اؤ اې ایف پي خبري شبکو څخه اخستل شوي دي)
Forum