لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس اؤ ایران د اقتصادي اؤ پوځي اړیکو د پراختیا تړون لاسلیک کړی


روس اؤ ایران خپلو اقتصادي اؤ پوځي همکاریو ته د ودې ورکولو لپاره په یو نوي تړون لاسلیکونه کړي
روس اؤ ایران خپلو اقتصادي اؤ پوځي همکاریو ته د ودې ورکولو لپاره په یو نوي تړون لاسلیکونه کړي

روس اؤ ایران خپلو اقتصادي اؤ پوځي همکاریو ته د ودې ورکولو لپاره په یو نوي تړون لاسلیکونه کړي اؤ دواړو هیوادونو دا تړون د خپلو اړیکو د ودې لپاره یو مهم ګام بللی دی.

خبري شبکې اې ایف پي د کریملن له لوري د خپور شوي دستاویز په حوالې ورکولو سره ویلي چې روس اؤ ایران د خپلو ګډو امنیتي ګواښونو د مقابلې لپاره یو سره په مرستې کولو سلا شوي دي خو د دواړو هیوادونو تر منځ داسې یوه خپل منځي دفاع معاهده نه ده شوې څنګه چې پروسکال د روس اؤ شمالي کوریا منځ شوې وه.

دواړه هیوادونه په دې هم سلا شوي چې که په دواړو هیوادونو کې په یو هم څوک تېری کوي نو بل هیواد به "د تیري کوونکي مرسته" نه کوي.

د روس صدر ولادیمیر پیوټن اؤ هغه ایراني سیال مسعود پیزشکیان د روس په صدارتي ماڼۍ کې د یوې دستورې په مهال په دې تړون لاسلیکونه کړي دي اؤ دواړو مشرانو دا تړون د خپلو اړیکو یو نوی باب بللی دی.

په دغه موقعه د روس د صدر وینا وه چې ددې پرمختګ موخه د روس اؤ ایران اؤ د ټولې یوریشیایي سیمې د ثبات اؤ دایمي پرمختیا لپاره ضروري حالات پېدا کول دي.

د ایران صدر مسعود پیزشکیان ویلي ددې تړون له امله به په ځانګړي ډول د اقتصادي همکارۍ په میدان کې د روس اؤ ایران په اړیکو کې یو نوی باب پرانستل شي.

دواړو خواؤ د تجارت اؤ اقتصادي مرستې په ټولو څانګو کې یو بل سره په همکارۍ کولو اتفاق کړی دا یوه مهمه نکته ځکه ګڼل کیږي چې دواړه هیوادونه د انرژۍ پخپل صنعت د لویدیځو هیوادونو د بندیزونو باوجود تجارت سیوا کول غواړي.

دواړو هیوادونو د پوځي اهلکارو د روزنې ترڅنګ په دې هم اتفاق کړی چې د یو بل په بندرګاو کې به جنګي سمندري جازونه ودرول کیږي.

د اوکراین اؤ لویدځو چارواکو له مخې ایران روس ته ډرون الوتکې ورکړې دي چې ماسکو یې د اوکراین پرضد کاروي.

د روس او ایران اړیکې په دې وروستیو کې د نزدیکت او همکارۍ پر لور تللې دي اؤ دواړو هیوادونو په څو برخو کې خپلې اړیکې پیاوړې کړې دي.

روس او ایران د پوځي تجهیزاتو په تبادله او د وسلو په پراختیا کې ګډ کار کوي نړیوال مطبوعات وایي چې ایران د روس څخه پرمختللي ډرونونو او نورو وسلو ته لاسرسی موندلی دی، او روس د ایران د ډرون ټکنالوژۍ څخه په اوکراین کې کار اخیستی دی.

د لویدیځ له بندیزونو سره سره، دواړو هیوادونو د سوداګرۍ او انرژۍ په برخو کې تړونونه لاسلیک کړي دي. په ځانګړي ډول، دوی د ګیس او تیلو په برخه کې ګډې پروژې پیل کړې دي.

روس اؤ ایران د لویدیځ په ځانګړې توګه د امریکا په ضد ګډ دریځ لري او هڅه کوي د لویدیځ د اثر مخه ونیسي.

دواړه هیوادونه د منځني ختیځ په مسایلو کې، په ځانګړې توګه د سوریې په جګړه کې، نزدې همکاران پاتې شوي اؤ د سوریې د پخواني صدر بشار الاسد ملاتړ یې کولو.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG