لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسرايل پوځ وايي د ایران برید ته د جواب ورکولو لپاره تیاري کوي


د اسرايل یو پوځي چارواکي د شنبې- خالي په ورځ‌ وویل، پوځ یې پر اسرايل باندې د ایران د میزایلو بریدونو ته د جواب ورکولو لپاره تیاري کوي، خو د برید د څرنګوالي او کره وخت په اړه یې څه نه دي ویلي.

دغه اسرایلي چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط اې ایف پي ته ویلي، "د اسرايل پوځ پر خپل ملک او اسرایلي ملکي وګړو باندې د ایران بېساري‌ او غیرقانوني برید ته د جواب ورکولو لپاره چمتووالی نیسي".

د هارټز په نوم د اسرایل یوې ورځپاڼې د پوځ په حواله ویلي چې د اسرايل جواب به "د پام وړ" وي. د ورځپاڼې په رپوټ کې راغلي:

"په دې اونۍ کې د تهران له خوا د توغندیو له برید وروسته د اسرايل پوځ په ایران کې د پام وړ برید لپاره تیاري کوي."

رپوټ زیاته کړې ده چې د اسرايل پوځ دا امکان هم نه دی رد کړی که پر ایران باندې برید وکړي نو کېدای شي له هغه وروسته ایران بیا پر اسرایل جوابي برید وکړي.

د امریکې صدر جوبایډن د جمعې په ورځ وویل، اسرایل تر اوسه لا پرېکړه نه ده کړې چې د ایران د میزایلو حملې ته به څنګه جواب ورکړي او وایي اسرایل باید د ایران د تېلو زېرمې په نخښه نه کړي.

بایډن په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، تمه لري چې کله هغوی د حملې پرېکړه وکړي له اسرایلي چارواکو سره به خبرې وکړي:

"اسرایلیان دې نتیجې ته نه دي رسېدلي چې دوی د برید په اړه څه کول غواړي. پر دې خبره بحث کېږي".

صدر جو بایډن د پنجشنبې- زیارت په ورځ ویلي وو، کېدای شي د اسرایل په جوابي اقداماتو کې د ایران د تېلو پر تاسیساتو باندې برید هم شامل وي.

خو د جمعې په ورځ یې بیا وویل، "که زه د دوی پر ځای وای، ما به د تېلو پر زېرمو له برید کولو پرته د نورو متبادلو ځایونو په اړه فکر کاوه."

د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي په تهران کې د جمعې د لمانځه په خطبه کې د سه شنبې- نهې په ورځ پر اسرایل د ایران میزایلي بریدونو ته په اشارې سره وویل:

"څو شپې مخکې [د اسرایل خلاف] زموږ د وسلوالو ځواکونو په زړه پورې اقدام په بشپړه توګه قانوني او جایز وو".

اسرایل ګواښ کړی چې د ایران د لومړي اکتوبر میزایل حملو ته به جواب وایي، خو ایران خبرداری ورکړی که برید ورباندې وکړي نو د برید په جواب کې به بیا بریدونه ورباندې وکړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG