د اسرایل پوځ د جمعې په ورځ وویل د حماس هغه دوه کمانډران يې وژلي دي چې د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل حمله کې ککړ وو. په عېن حال کې اسرایلي ځواکونو د غزه په شمال کې عملیاتو ته دوام ورکړو. یوه ورځ مخکې انټرنېشنل کرېمېنل کورټ ايي سي سي د غزه د جنګ په سر د ګرفتاریو احکامات جاري کړل.
اسرایل په لبنان کې د حزب الله خلاف هم جنګېږي او د ای اېف پي ټېلې وېژن ژوندی فوټېج ښښي د لبنان سرښار بېروت په جنوبي مضافاتو د جمعې په سحر ګڼ شمېر حملې وشوې چېرته چې د ایران حمایت یافته وسله ډله مېشته ده.
ايي سي سي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو او د اسرایل د دفاع پخواني وزیر یواو ګېلانټ د جنګي جرمونو په الزام د ګرفتارۍ وارنټ یا احکامات جاري کړل.
عدالت د جنګي جرمونو په الزام د حماس د عسکري څانګې مشر محمد الضعیف د ګرفتارۍ وارنټ هم جاري کړو.
نېټن یاهو او ګېلانټ دواړو د عدالت د فېصلې غندنه وکړه. په نړیواله کچه ځینو مشرانو وویل اسرایلي مشران به ګرفتاروي که چېرې د دوی ملکونو ته ورغلل.
د امریکې په شمول ځینو نورو ملکونو د عدالتي ګام غندنه وکړه.
اسرایل دا خبره دوي چې په غزه کې د حماس خلاف جنګ کې د فلسطینیانو نسل وژنه کوي. د اسرایل خلاف په دې الزام انټرنېشنل کورټ اف جسټس ته مقدمه هم وړل شوې او د متحده قومونو خصوصي کمېټۍ په اړه اړه تېره هفته رپورټ هم شایع کړی دی.
امریکې، برطانيي، یورپين یونین او ځینو نورو ملکونو حماس او حزب الله ترهګر تنظیمونه ټاکلي دي.
د اسرایل پوځ وویل په غزه کې په هوايي حمله کې د حماس پينځه وسله وال ووژل شووچې هغه دوه کمانډران هم شامل دي چې د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس په حمله کې شامل وو.
د طبي امداد کارکوونکو وویل په لسګونو کسان په بېت لاهیا او جبلیه کې تېره شپه په حمله کې وژل شوي او یا بې درکه شوي دي.
د نېټن یاهو د ګرفتارۍ دپاره د ايي سي سي وارنټ ته په خپل ردعمل کې د امریکې صدر جوبایډن د عدالت ګام بې انصافي وبلله او لوظ يې وکړو چې د اسرایل امنیت ته د خطر په حال کې په همېشته د اسرایل سره ودرېږي.
چین چې د امریکې په شان د ايي سي سي غړی نه دی د عدالت نه يې غوښتنه وکړه بې طرفه او منصفانه دریځ دې برقرار ساتي.
د حماس د عسکري څانګې مشر الضعیف د ګرفتارۍ په وارنټ کې ايي سي سي په هغه د انسانیت خلاف د جرمونو، قتل، خلکو د یرغمال کولو او د جنسي تشدد الزام ولګولو. په الضعیف دا الزامات د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس حملې په بنیاد لګول شوي دي.
اسرایل ویلي د سږ کال د جولای په میاشت کې یې الضعیف وژل دی خو حماس د دې خبرې تصدیق نه دی کړی.
فلسطيني ادارې او ایران چې د حزب الله او د حماس ملاتړ کوي، د ايي سي سي د فېصلې هرکلی يې وکړو. خو دواړو د الضعیف په اړه څه نه دي ویلي.
اسرایل د ايي سي سي غړی نه خو ملک نه په بهر تګ کې هغه دپاره مشکلات پېدا کېدلی شي او د ايي سي سي ۱۲۴ غړي ملکونه په خپله خاوره هغه د ګرفتارولو پابندی دي.
د هنګري وزیراعظم وېکټر اوربن د جمعې په ورځ نېټن یاهو ته خپل ملک ته تګ بلنه ورکړه چې د عدالت د احکاماتو خلاف ورزي وکړي. اوربن د ايي سي سي وارنټ لېونتوب او سیاسي ګام وبللو.
په یو وډيو پېغام کې نېټن یاهو وویل هېڅ سخته فېصله يې د ملک د دفاع نه شي منع کولی.
د غزه ښار یو اوسېدونکي چې خپلوان يې د یوې حملې وروسته هسپتال ته منتقل کړل د نړیوالې ټولنې نه يې غوښتنه وکړه چې جنګ دې ختم کړي. بلال ای اېف پي خبري ادارې ته وویل د کورنۍ لس غړي يې وژل شوي او هغه یوازې پاتې دی او غواړي چې جنګ ختم شي.
Forum