د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ هغه د ګرفتارۍ دپاره د جرمونو ضد نړیوال عدالت انټرنېشنل کرېمېنل کورټ یا ايي سي سي د احکاماتو غندنه وکړه.
نېټن یاهو په یو بیان کې وویل هغه په "کرکه" دا "بې منطقه او د دروغو ګامونه" ردوي. د نېټن یاهو بیان د هغه دفتر جاري کړی و. بیان زیاته کړه چې چې په غزه کې د جنګ نه پرته بل څه نشته.
ايي سي سي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د نېټن یاهو، د اسرایل د دفاع پخواني وزیر یواو ګېلانټ او د حماس د عسکري څانګې مشر محمد الضعیف د ګرفتارۍ وارنټ یا احکامات جاري کړل.
ايي سي سي وویل د نېټن یاهو او د ګېلانټ د ګرفتارۍ احکامات د تېر کال د اکتوبر د اتمې نېټې نه واخلي د سږ کال د می د میاشت پورې د انسانیت خلاف د جرمونو او د جنګي جرمونو الزامات لګول شوي دي. د دواړو خلاف مقدمه د سږ کال د مي د میاشت په ۲۰ نېټه درج کړی شوې ده.
د ايي سي سي اعلان ته خپل ردعمل کې نېټن یاهو وویل عدالت خپل قانوني حېثیت بېللی دی. اسرایلي وزیراعظم د هغه د ګرفتارۍ وارنټ بې دلیله وبللو.
د عدالت سرکاري وکیل کریم خان د می په میاشت کې په غزه کې د مبینه جنګي جرمونو او د انسانیت خلاف د جرمونو په سر د نېټن یاهو او د ګېلانټ د ګرفتارۍ غوښتنه کړې وه.
د ايي سي سي په بیان کې په نېټن یاهو او ګېلانټ دا الزام هم لګول شوی چې لوږه يې د جنګ د وسلې په توګه کارولې او په دواړو د قتل او د غېرانساني اقداماتو تور هم لګول شوی دی.
اسرایل د ايي سي سي غړی ملک نه دی نو ځکه به يې وارنټ په نېټن یاهو او ګېلانټ اثر و نه کړي خو د ملک نه بهر په سفر کې ورته مشکلات پېدا کېدلی شي.
کریم خان د الضعیف په شمول د حماس د ځینو نورو مشرانو د ګرفتارۍ غوښتنه کړې وه چې د مبینه جنګي جرمونو او د انسانیت خلاف د جرمونو په سر دې ونیول شي.
په الضعیف د انسانیت خلاف د جرمونو، قتل، خلکو د یرغمال کولو او د جنسي تشدد الزام لګول شوی دی. په الضعیف دا الزامات د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس حملې په بنیاد لګول شوي دي.
اسرایل ويلي الضعیف د سږ کال د جولاي په ۱۳ نېټه د غزه په جنوب کې وژل شوی دی خو حماس دا خبره ردوي.
ايي سي سي د حماس د مشر اسماعیل حنیه د ګرفتارۍ غوښتنه هم کړې وه خو په تهران کې د هغه د وژل کېدو وروسته عدالت دغه خواست بېرته واخیستلو.
د ای اېف خبري ادارې د رپورټ ترمخه، د الضعیف د ګرفتارۍ احکامات هم جاري کړی شوي دي خو په هغه د ممکنه الزاماتو تفصیل نه دی بیان کړی شوی.
عدالت وویل عیني شاهدینو او د تحقیقاتو طریقه کال د تحفظ په خاطر د ګرفتارۍ د وارنټ تفصیلا خفیه ساتل کېږي.
د اسرایل او د حماس جنګ د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې نه شروع شوی دی. په اسرایل حمله کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي دي او تر ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال نیولي وو.
د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړی چې د غزه د صحت وزارت وايي تر اوسه په کې د ۴۴۰۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دی. اسرایل وايی په وژل شویو کسانو په زرګونو وسله وال هم شامل دي.
امریکې، برطانيي او ځینو نورو مغربي ملکونو حماس ترهګر تنظیم ټاکلی دی.
Forum