لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سکواش پخواني لوبغاړي جهانگیر خان په لندن کې اېشیايي جاېزه گټلې


د پاکستان سکواش لوبې نومیالې لوبغاړې جهانگیر خان لندن کښې کیدونکې اتم اېشین اېوارډز کښې د لوبو جایزه گټلې.

جهانگیر خان چې د ١٧ کالو په عمر کښې د سکواش نړیوال کپ گټلې وو د پنځو کالو او اتو میاشتو په موده کښې ٥٥٥ مقابلې پرله پسې گټلې وې.

د پاکستان په کراچۍ ښار کښې زېږېدلي جهانگیر خان د ١٥ کالو په عمر کښې د سکواش شوقیه مقابلو چیمپین جوړ شوې و. هغو شپږ وار د سکواش نړیوال کپ گټلې او لس وارې یې برټش اوپن مقابلې گټلې دي.

د اېشین اېوارډ بنسټ اېښودونکي پاول ساگو ده له جائزه ورکولو په وخت ویل " د جهانگیر خان د لوبو په تاریخ کې کارکردگي د حیرانتیا او د ستائنې وړ ده. د اتیایمې په لسیزه کې د سکواش په لوبه د جهانگیر خان کامیابۍ به تاریخ یادې ولري. مونږ جهانگیر خان ته د دومره غورې لوبې په سر نن د اېشیا اېوارډ د لوبو څانگه کښې جائزې ورکولو باندې ډیر ویاړ کوو."

دا ایوارډ د دې وړاندې په لوبغاړو کښې د کرکټ ستر هندي کرکټر سچن ټندولکر، اېم اېس دهوني، د سري لنکا موتایا مرلي دهرن، کمارا سنگاکارا، د فټبال عالمي لوبغاړي سون هیونگ مِن او د سنوکر نړیوال چیمپین ډِنگ جونیويي گټلې دې.

اېشن اېوارډ د دې وړاندې بروس لي، زېن ملک، شاه رخ خان، اې ار رحمان، جېک ما، ډاکټر امر بوس، سر ډېوډ ټانگ، فرېډي مرکري، کنال نیّر او احمد کتهرادا ته ورکړې شوې.

کال ٢٠١٠ کښې تاسیس شوي اېشین اېوارډز په گرده اېشیا کښې غوره کاردگرگۍ کونکې د ژوند هرې څانگې کښې اتلانو ته ورکولې کیږي.

د برطانیې لندن ښار کښې شوې د اېشین اېوارډز دستورې کوربه توب سخ کال هنرمند سنجیو باسکر کوله.

  • 16x9 Image

    محمد عالمگیر

    محمد عالمګیر د ۲۰۰۶ راهسی وایس آف امېریکا سره د ملټي ميډیا خبریال،او د پروګرام واشنګټن ټو خېبر او بي بي شیرینه پروډوسر دی او د روانو چارو پروګرام هیلو وي او اې او سندرو پروګرام ټاپ ټین کوربه پاتی شوی. وي او اې محمد عالمګیر له په خپل کار ګولډ میډل جایزه هم ورکړی او هغه د ترهګرې،افغانستان، پاکستان او امریکا پشمول یو شمیر موضوعاتو باندی ملټي میډیا رپورټونه تياروي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG