د بنو د جاني خیل سیمې د قامي جرګې مشرانو خبرداری ورکړی چې که یې غوښتنې ونه منل شي، نو د جمعې په ورځ به د مکمل کار بندیز علان عملي کړي.
دا پرېکړه په هغه احتجاجي پرلت کې شوې ده چې د تېرې یوې اونۍ راهیسې د ناامنۍ او د پوځي عملیاتو پر مهال د ولسي وګړو ځورولو پر ضد په سیمه کې دوام لري.
د احتجاج پرمهال جاني خېل قامي جرګې امنیتي ځواکونو ته درې غوښتنې وړاندې کړې چې پکې د سیمې د ټولو تړلو لارو د پرانستلو، د نیول شوو کسانو د خوشي کولو او د عملیاتو پر مهال د ولسي خلکو د نه زیانمنولو غوښتنې شامل دي.
دوی دا احتجاجي پرلت وروسته له هغې پیل کړی چې د نومبر پر ۱۹مه د بنو جاني خيل په مالي خیل سیمه کې د پوځ په مرکز ځانمرګي برید وشو، چې پړه یې حافظ ګل بهادر ډلې پر غاړه واخیسته.
په دې برید کې ۱۲ پاکستاني پوځیان او ۶ برید کوونکي وژل شوي وو.
له دې پېښې وروسته په سیمه کې د امنیتي ځواکونو لخوا د لټون عملیات پیل کړل شول، چې پکې د امنیتي ځواکونو د خلکو کورونو ته د ننوتلو، عام خلکو ته د لارې بندولو او د ګڼ شمېر وګړو د نیولو راپورته تر لاسه شوي دي.
د سیمې یوه اوسیدونکي، ثمین خان ډيوه ته وویل چې پوځ د لټونې عملیاتو کې د ولسي خلکو کورونه پلټل کېږي او ګڼ شمېر کسان نیول شوي، خو عدالت ته نه وړاندې کېږي او نه خوشې کېږي.
هغه وویل دوي ته لارې بند کړل شوې دي اؤ دا عمل په سیمه کې د یو شمېر خوراکي توکو او نورو ستونزو د راپورته کېدو لامل شوی.
د جاني خېل اوسېدونکي وایي چې د پوځ د موجودیت باوجود هم په سیمه کې ولس د مشکلاتو سره مخ دی، په پټ مخ کسان راشي وژنې وکړي بیا وتښتي تر هغې وروسته بیا عملیاتو کې عام خلک ځورول کیږي.
د دوی په وینا په سیمه کې د پوځ موجودیت او د وسله والو فعالیت دواړو د دوی ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی.
د جاني خېل قامي جرګې غړي او پي ټي ایم فعال لطیف وزیري، ادعا وکړه چې تر اوسه ۲۰ نه زیات عام کسان نیول شوي دي او پوځي وسایل سیمې ته انتقال شوي، چې له امله یې د خلکو ویره نوره هم زیاته شوې ده.
هغه وویل تر اوسه د دوی په غوښتنو عمل نه دی شوی جرګې د شټر ډاون احتجاج پرېکړه کړې چې ترمخه به یې سبا جاني خېل سیمه کې ټول کاروباري مرکزونه، بازارونه او سړکونه د احتجاج په توګه تړلي وي .
خو د بنو انتظامیې چارواکو وي او ای ډیوه ته وویل د دوی غوښتنې اورېدل شوي اؤ خبرې ورسره روانې دي.
د امنیتي چارواکو په وینا، په سیمه کې د ترهګرو پر وړاندې بې توپیره عملیات روان دي او هېڅ بې ګناه تن نه ځورول کېږي.
چارواکي زیاتوي چې د نیول شوو کسانو نه پلټنې روانې دي اؤ له دوی څخه ۸ کسان خوشې شوي دي او که نور کسان هم بې ګناه ثابت شي، نو هغوی به هم خوشې کړل شي.
د جانی خیل قامي مشران د امنیتي ځواکونو او وسله والو ډلو ترمنځ روانې شخړې د ولس لپاره لوی زیان ګرځوي.
دوی وایی چې د تېرو شلو کالونو راهسې د پوځ او وسله والو ترمینځ جګړو کې ښکېل دي .
د دوی په وینا قامي مشران، دیني علمان، زده کوونکي او ټولنیز کارکوونکي خوندي نه دي. او له حکومته یوازې امن غوښتنه کوي خو دا غوښتنې نه منل کېږي .
د جرګې یو قامي مشر، ملک بلقیاز، وویل له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې له سختو حالاتو سره مخ دي او په علاقه کې که څه هم پوځي عملیات شوي، خو د دوي سیمه بیا هم د وسله والو ډلو او پوځ ترمینځ د جګړې میدان ګرځېدلی دی .
هغه وویل خلک د دواړو اړخونو تر منځ ځپل کېږي" او یوازې امن غواړو او له ریاست غوښتنه کوو چې خپله ذمه واري پوره کړي"
احتجاج کوونکي وايي چې د پخواني وزیراعلا محمود خان په وخت کې شوې امن معاهده او د اوسني وزیر اعلا علي امین ګنډا پور په حکومت کې دوي سره شوې ژمنې عملي نه شوې.
د نومبر پر ۱۹مه د قبایلي مشر، ملک شودي خیل، پر موټر برید شوی ؤ چې په ترڅ کې یې هغه او د هغه څلور ملګري ووژل شوي وؤ، چې دغه پېښې د سیمې روان کشمکش نور هم سیوا کړی دی.
علي امین ګنډپور د جولایې په ۲۵مه او پخواني وزیر اعلا محمود خان د ۲۰۲۱ په مارچ میاشت کې دوی ته د امن د ټېنګښت باور په لیکلې بڼه ورکړی و.
وروستي رپورټونه وايي چې د انتظامیې او امنیتي چارواکو لخوا د جاني خېلو قامي جرګې سره د ملاقات پرمهال هغوي ته د لارو د پرانستلو ډاډ ورکړل شوی خو نورې غوښتنې یې و نه منل شوې چې له دې امله احتجاجي پرلت لا هم روان دی.
د جانی خېلو خلکو ویلي دي چې تر هغه وخته به خپل احتجاج ته دوام ورکړي څو چې سیمه کې امن ټینګ نه شي.
Forum