لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: سي ټي ډي دعوه کړې د پوليس په دفتر د بريد پلان جوړوونکي د ټي ټي پي دوه ترهګر یې وژلي


په کراچۍ کې په 17م فرورۍ د بوليس په مرکزي دفتر وسله وال بريد شوی چې پکې د پوليس او رېنجرز ځواک د عسکرو په ګډون پينځه تنه وژل شوي او د 20 پورې نور ژوبل شوي وو
په کراچۍ کې په 17م فرورۍ د بوليس په مرکزي دفتر وسله وال بريد شوی چې پکې د پوليس او رېنجرز ځواک د عسکرو په ګډون پينځه تنه وژل شوي او د 20 پورې نور ژوبل شوي وو

د پاکستان په صنعتي ښار کراچۍ کې د سي ټي ډي پوليسو دعوه کړې چې تېره شپه ناوخته يا سهار ته نزدې یې د منګهوپير په علاقه کې د ترهګرو کراچۍ ته راتګ په مهال عمليات کړي او نښته کې یې دوه ترهګر وژلي.

پولیس وویل وژل شوي وسله وال د 17م فرورۍ د کراچۍ په پوليس دفتر د برید پلان جوړوونکي وو، او دوه ترهګر یې نيولي او د دوی ټولو تعلق د تحریک طالبان پاکستان سره دی.

په کراچۍ کې په 17م فرورۍ د بوليس په مرکزي دفتر وسله وال بريد شوی چې پکې د پوليس او رېنجرز ځواک د عسکرو په ګډون پينځه تنه وژل شوي او د 20 پورې نور ژوبل شوي وو، پوليس هغه وخت ويلي وو درېو ځانمرګي بريد کوونکو دغه بريد کړی دوه خودکش د پوليس په ډزو کې وژل شوي او يو ځان ته چاودنه ورکړې وه.

تحريک طالبان پاکستان د دغه برید زمه واري منلې وه.

سي ټي ډي د ګل/ دوشنبې په ورځ مطبوعاتو سره په شريک کړي خبر کې ويلي چې د ياد بريد وروسته سي ټي ډي او مرکزي حساسه ادارو يوه ډله جوړه کړې او د ترهګرو لټون یې پېل کړی او ورته معلومه شوې وه چې دغه نېټ ورک د کراچۍ او بلوچستان په پوله پرته علاقه کې پټ دی.

پوليس دعوه کړې چې دغه نېټ ورک د کراچۍ پوليسو په دفتر د بريد کوونکو مرسته او پلاننګ کړی وو، بيا سي ټي ډي او حساسه ادارو ته معلومه شوې وه چې د دې نېټ ورک نور ترهګر کراچۍ ته راځي او تېره شپه يا سهار ته نزدې په درې بجې دوی په موټر سايکلو د حب په کچه لارو کراچۍ ته راتلل او د سي ټي ډي ټيم چې د دوی په منګهوپير علاقه کې ودرول غوښته ترهګرو پرې ډزې پېل کړې.

سي ټي ډي دعوه کړې چې د ترهګرو سره په نښته کې دوه وژل شوي او دوو ګرفتاري ورکړې ده، د وژل شوو پېژندګلو د ارياد الله او وحیدالله په نومونو شوې څوک چې د پولیس په دفتر د برید مرکزي پلان کوونکي وو او نيول شوي عبدالعزيز او مهران دي، د وژل شوو تعلق د کراچۍ د حسن اباد او نيول شوو تعلق د ګلشن حديد او شاه لطيف ټاون سره دی.

پوليس ويلي، نيول شوو ترهګرو ويلي چې د وژل شوو او د دوی تعلق د تحریک طالبان پاکستان سره دی.

د ټي ټي پي لخوا په دغه اړوند کوم بيان تراوسه مخې ته نه دی راغلی.

سي ټي ډي زیاته کړې د ترهګرو د ولقې نه یې يو خودکش جېکټ، درې تماچې، دوه موټر سايکلې او 80 کارتوس ترلاسه کړي او نورې پلټنې پېل کړی شوي دي.

د سي ټي ډي چارواکو او سيند صوبې د اطلاعاتو وزیر شرجيل مېمن دغه تفصیل په يوه مطبوعاتي غونډه کې هم ويلی دی.

په 17 فرورۍ چې په کراچۍ کې په شاهراه فېصل سړک دپاسه د حساسه دفترو سره نزدې د پوليسو په مرکزي دفتر بريد شوی وو، څيړونکو پرې پوښتنې راولاړې کړې وې چې په پېښور کې په پوليس لاين کې د ځانمرګي بريد وروسته د کراچۍ پوليسو په مرکزي دفتر برید د پوليس او ادارو په ناکامۍ ګوتې پورته کوي.

د کراچۍ پولیس چارواکو د دغه پېښې د پلټنو دپاره د لوړ پوړو پوليس چارواکو يوه پینځه کسيزه ډله هم جوړه کړې وه.

د کراچۍ د پېښې وروسته په بلوچستان صوبه کې هم د ناامنۍ پېښې شوې وې، په پينځم مارچ د بلوچستان په ساحلي ښار ګوادر کې د امنيتي عسکرو په ګاډي چاودنه شوې او نهه عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه. د بلوچستان د صوبايي حکومت چارواکو دغه پېښه تايید کړې او پوځ په خپله د دغه پېښې په اړوند څه نه وو ويلي.

له دغې پېښې يوه ورځ وروسته د بلوچستان په کچي ضلع کې د بلوچستان کانسټبلري [بي سي] پوليس په ګاډي ځانمرګی بریدی شوی چې په کې د اته اهلکارو په ګډون نهه تنه وژل شوي او 13 نور ژوبل شوي وو.

د پاکستان د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله د ځانمرګي بريد او مرګ ژوبلو تاييد کړی وو. د رويټرز خبري ادارې ترمخه داعش د دغه بريد زمه واري منلې وه.

پېښور کې په پوليس لاين کې د ځانمرګي بريد وروسته د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د اېپکس کمېټيانو غونډې شوي او په ملک کې د ترهګرۍ د نوغي ويستو یې ويلي وو.

په وروستيو کې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف هم ويلي، په تېرو وختونو کې په ملک کې د ترهګرۍ ضد جګړه کې کاميابۍ ترلاسه شوي او په راتلونکې کې به هم دوی د ترهګرۍ ضد کاميابي ترلاسه کړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG