لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خواجه آصف: عزمِ استحکام کې په ضرورت پېښېدو افغانستان کې د ټي ټي پي خلاف عمليات کېدی شي


د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ويلي، په عزم استحکام عملیاتو کې که ضرورت پېښ شو، د پولې پورې غاړې افغانستان کې هم د تحریک طالبان ‏پاکستان (ټي ټي پي) پرضد عمليات کېدی شي.

د خواجه اصف بيان ته په افغانستان کې د واکمنو طالبانو لخوا سمدستي کوم غبرګون مخې ته نه دی ‏راغلی خو د مارچ په میاشت کې چې پاکستان په خوست او پکتيا کې د جنګي الوتکو د لارې د ترهګرو په هدف کولو دعوه کړې، طالبانو دغه بريدونه ‏غندلي وو.‏

خواجه اصف د وي او اې اردو سره په مرکه کې د عزم استحکام عملیاتو په اړه غږېدلی دی.‏

په ‏‎22‎م جون اسلام آباد کې د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د نېشنل ايکشن پلان د ايپکس کميټۍ په غونډه کې د ملک څخه د ترهګرۍ او توندروۍ د ‏ختمولو دپاره د ترهګرۍ مخنيوي د قامي کمپياين د بیا فعالولو دپاره د "عزمِ استحکام" په نوم عملیاتو منظوري ورکړل شوې وه.‏

پاکستان کې د حکومت مخالفه ګوندونو پاکستان تحریک انصاف، عوامي نېشنل ګوند او جمعيت علمااسلام ف ګوند د حکومت د دغه پرېکړې مخالفت ‏کړی او ويلي يې دي بايد د عزم استحکام په اړه پارلیمان په اعتماد کې اخستل شوی وی.‏

خواجه اصف په مرکه کې ويلي، "د تحريک طالبان پاکستان سره خبرې نه شي کېدی، د تحريک انصاف په حکومت کې چې څلور، پينځه زره طالبان ‏راوستل شوي وو په پاکستان کې اباد کړل شوي وو او د هغو نه تمې ساتل کېدې هغه پوره شوې دي؟ که هغه تجربه کاميابه وه نو مونږ به یې تقليد وکړو".‏

هغه ويلي، د عملياتو پرېکړه په تادۍ کې نه ده شوې په وروستيو کې د ترهګرۍ پېښې سېوا شوي دي.‏

نوموړي زياته کړې، د عملياتو د کاميابۍ دپاره د ټولو سره خبره کول غواړي پارلیمان او سياسي ګوندونو سره به خبره کوي.‏

د پاکستان د اقتصادي مشکلاتو په اړه خواجه اصف ويلي، "اقتصادي مشکلات هم يوه وجه ده چې مونږ دا عمليات کوو تر چې ترهګري نه وي ختمه شوي ‏زمونږ اقتصادي ثبات نه شي راتلی، چې ترهګري نه وي ختمه بهرنې پانګونې به څنګه راځي؟".‏

نوموړي تکرار کړې، "ټي ټي پي د پولې د پورې غاړې نه فعاليتونه کوي خو دلته (په پاکستان) کې هم ځالې لري، چې څلور، پينځه يا شپږ زره کسان عمران ‏خان راوستي وو"، په تېرو وختونو کې په افغانستان کې دننه عملياتو په اړه پوښتنې، چې په افغانستان کې دننه عمليات کول د نړیوالو قوانينو سرغړونه نه ‏ده؟ په ځواب کې هغه وويل، "دا د نړيوالو قوانینو سرغړونه نه ده؟ چې د افغانستان نه پاکستان کې ترهګري کيږي".‏

پاکستان تور لګوي چې د کله نه په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي، پاکستان کې ناامني او ترهګري سېوا شوې ده او د افغانستان خاوره د ‏ترهګرۍ دپاره د پاکستان ضد کاريږي خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستان دغه تورونه تل په کلکه رد کړي او وايي پاکستان دې د خپل امنيت ‏زمه واري په افغانستان نه ور اچوي.‏

خواجه اصف ويلي، "عمليات زمونږه کورنۍ معامله ده، خو په دې کې شک نشته چې چين زمونږ په امنيت تحفظات لري، او د هغې سره که وکتل شي، د ‏اقتصاد په برخه کې چين د پاکستان سره لاس کوي".‏

پاکستان د عزم استحکام عملیاتو فېصله په داسې وخت کې کړې چې په وروستيو کې د چين د کميونسټ پارټۍ د نړيوالو چارو د مرکزي کمېټۍ وزير ‏وزير ليوجيان چاو د پاکستان په سفر کې ویلي وو، د پرمختيا دپاره کورنی ثبات اړین دی او د پانګونو دپاره به امنيتي حالات ښه کول وي په ښه امنیت ‏کې به تاجران په په پاکستان کې پانګونې کوي.‏

د پاکستان د ځايي رسنيو ترمخه، د چين وزير ليوجيان چاو د پاکستان په سفر کې نزدې د ټولو غټو سیاسي ګوندونو مشرانو سره ليدلي وو.‏

له دې وړاندې هم چين څو وارې پاکستان کې په چينايي وګړو ترسره شوو بريدونو باندې اندېښې څرګندې کړې دي.‏

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG