د امریکې د دفاع وزیر لویډ آسټن د اسرایل او حزب الله تر منځ د روانې شخړې د پراخېدو اندېښنې ته په پام په تکرار سره ویلي دي چې امریکا په لبنان کې له سفارتي لارې د شخړې حل کېدو ته پرعزمه ده.
آسټن د شنبې- خالي په ورځ له خپل اسرایلي سیال او د هغه هېواد له نوي دفاع وزیر اسرایل کېټز سره په ټیلیفون خبرې کړې دي او د لبنان په ګډون یې په غزه او سیمه کې په روانو حالاتو باندې ورسره خبرې کړې دي.
د امریکې د دفاع وزارت یا پېنټاګان ویاند پېټ رایډر په دې اړهپه یو بیان کې ویلي، آسټن له اسرایلي سیال سره په ټیلیفوني خبرو کې ټینګار وکړ، چې امریکا په لبنان کې سفارتي حل لارې ته ژمنتیا لري:
"هغه [آسټن] په لبنان کې د سفارتي حل په اړه د امریکې ژمنې بیا تکرار کړې چې د پولې دواړو غاړو ته د اسرایل او لبنان ملکي وګړي په خوندي توګه بیرته خپلو کورونو ته ستانه شي".
ښاغلي رایډر په بیان کې ویلي، په دغو خبرو کې د امریکې دفاع وزیر په غزه کې د بشري حالت د بهترۍ لپاره له اسرایل څخه د عملي اقداماتو غوښتنه وکړه خو د اسرایل د دفاع وزیر په جواب کې ورته څه ویلي دي په دې اړه یې څه نه دي ویلي.
د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتیاهو د نومبر په لومړیو کې د دفاع مخکینی وزیر یواو ګېلانټ له خپلې دندې لرې کړ او له هغه وروسته د نتنیاهو د اوږدې مودې ملګری اسرایل کېټز د دفاع وزیر وټاکل شو او د جمعې په ورځ دا پرېکړه اعلان شوه.
د پېنټاګان ویاند وایي لویډ آسټن د اسرایل دفاع وزیر ته ډاډ ورکړ، چې امریکا د اسرایل امنیت ته پرعزمه ده، خو وایي ورسره یې په لبنان کې د لبنان د وسلوالو ځواکونو او په هغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتونکو ځواکونو د خوندیتوب او امنیت پر اهمیت هم ټینګار وکړ:
"سیکرټري د اسرایل له حکومته په غزه کې د ناوړه بشري حالت د ښه کولو لپاره ګامونو ته له دوام ورکولو سره سره د امریکایي وګړو په ګډون د ټولو یرغمل شویو د خوشې کولو لپاره د امریکې پر ژمنه ټینګار وکړ".
په لبنان کې د اسرایل تازه بریدونه:
د لبنان چارواکو د شنبې- خالي په ورځ وویل، اسرايل د سرښار بېروت په مرکزي سیمه کې د ملکي وګړو د استوګنې پر یوه اته منزله ودانۍ برید کړی او ودانۍ نړېدلې ده چې پکې یې لږ تر لږه 15 کسان یې وژلي دي.
اسرايل د لبنان په جنوب کې پر څو کلیو باندې له برید وړاندې له ځايي خلکو غوښتي وو چې له سیمې ووځي.
اسرايل تر اوسه د بیروت پر مرکزي سیمه باندې د برید په اړه څه نه دي اویلي او د ایران له ملاتړه برخمنې حزبالله ډلې هم تر اوسه په دې اړه څه تبصره نه ده کړې.
د لبنان د روغتیا وزارت وویل په دغه برید کې 63 کسان ټپیان شوي هم دي. دوزارت زیاته کړه چې په سیمه کې د یو شمېر وژل شویو کسانو د بدن ټوټې پاته دي چې وایي په اړه یې باید څېړنې وشي.
د جرمونو نړیوال عدالت (ای سي سي) د پنجشنبې- زیارت په ورځ د اسرایل د وزیراعظم بنیامین نتنیاهو، مخکیني د دفاع وزیر یواو ګېلانټ او د حماس د پوځي څانګې د مشر محمد ضیف د نیولو امر وکړ.
یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اې ایف پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.
Forum