لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دخيبرپيښونخوا د قانون وزير ځانمرگي حمله کې وژل شوى


دخيبرپيښتونخوا صوبايي وزيرعلي امين گنډاپور په دغه خودکش حمله کې داسرارلله ګنډاپور دوژل کيدو پخلى کړى دى
دخيبرپيښتونخوا صوبايي وزيرعلي امين گنډاپور په دغه خودکش حمله کې داسرارلله ګنډاپور دوژل کيدو پخلى کړى دى
دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې په ډي ائي خان سيمه کې دقانون دصوبائي وزير په کور ترسره شوي يو ځانمرګي بريد کې دصوبائي وزير اسرارلله ګنډاپور په ګډون ٨ کسان وژل شوي اؤ د٣٠ څخه زيات نور ژوبل شوي دي.
دخيبرپيښتونخوا صوبايي وزيرعلي امين گنډاپور په دغه خودکش حمله کې داسرارلله ګنډاپور دوژل کيدو پخلى کړى دى.
دخيبر پښتونخوا دقانون صوبائي وزير په دغه خودکش حمله کې په داسې حال کې وژل شوى چې په پاکستان کې حکومت اؤ سياسي ګوندونو دوسله والو طالبانو سره دروغې جوړې هڅې پيل کړي دي.
دسيمې څخه سرچينو وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وئيلي دي ځانمرګي دډيره اسماعيل خان په کلاچۍ سيمه کې دقانون دصوبائي وزير اسرارلله ګنډاپور په ديره کې هاغه مهال ځان په بارودو والوځولو کله چې هغه دخلکو سره داختر په مبارکۍ کولو کې بوخت ؤ
سرچينې وايي ځان مرگي تن داسرارالله گنډاپور خوا له ورغلى اؤ کله چې يې هغه سره غاړه ورکړه نو ځان يې والوځولو چې له دې امله اسرار الله گنډاپور اؤ دهغۀ د ورور په شمول ديرش کسان ژوبل اؤ اته مړه شول خو وروستو صوبايي وزير هم په هسپتال کې ساه ورکړه.
دخيبرپښتونخوا دصحت صوبائي وزير شوکت علي يوسفزئي وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره په خبرو کې دصوبې دداخله سکتر له خُلې وئيلي چې په دغه بريد کې دتحريک انصاف سره تعلق لرونکى دقانون صوبائي وزير اسرارلله ګنډاپور سخت ژوبل شوى، خو يو بل صوبايي وزيرامين علي گنډاپور ميډيا سره په خبرو کې د اسرارالله گنډاپور د وژل کيدو پخلى کړى دى

دکلاچۍ دپوليسو مشريا ډي ايس پي محمدخان خبريالانو ته په دغه خودکش حمله کې داسرارالله ګنډاپور دوژل کيدو پخلى کړى دى
شوکت يوسفزي وويل په دغه پيښه کې ٨ کسان وژل شوي اؤ ٣٠ نور ژوبل شوي دي.
بايد وويل شي اسرارالله ګنډاپور درې کرته دکلاچۍ څخه په ازاد حيثيت دصوبائي اسمبلۍ غړى ټاکل شوى ؤ، خو سږکال په ١١م مئ ترسره شوؤ انتخاباتو کې دصوبائي اسمبلۍ دچوکۍ ګټلو څخه وروستو هغه په تحريک انصاف کې شامل شوى ؤ.
اسرارالله ګنډاپور حکومت کې له شامليدو وړاندې دخيبرپښتونخوا اسمبلۍ دډلې مشري هم په غاړه لرله.
له دې وړاندې دپاکستان تحريک انصاف سره تعلق لرونکي دصوبائي اسمبلۍ دوه نور غړي فريدخان عمران مهمند هم په خودکش حملو کې وژل شوي وؤ.
په ډاګه دې وي چې په خيبرپښتونخوا صوبه کې دتحريک انصاف صوبائي حکومت دحکومت مخالفه ياغي طالبانو سره دجوړجاړي پلوي کوي اؤ دصوبې ځينې سياسي ګوندونه اؤ څيړونکي دغه ګونددطالبانو په خواخوږۍ تورنوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG