لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان څخه دبهرنو پوځيانو له وتلو وروستو په پاکستان پريوتونکي ممکنه اثرات


خيبرپښتونخوا کې دترهه گرۍ دمخنيوي په حکومتي تگلاره مشتمل يو سرکاري دستاويز کې خبردار ى ورکړل شوى دى چې دافغان طالبانو گټه به دپاکستاني طالبانو حوصله نوره هم لوړه کړي اؤ په دې خبره باور کول به تيروتنه وي چې گنې گاونډي هيواد افغانستان څخه دبهرنو ځواکونو دوتلو سره سم به پاکستان کې تندلاريتوب پخپله ختم شي.
دغه تجزيه دخيبرپښتونخوا دداخلي اؤ قبائيلي سيمو په اړه دمحکمې په ٣٥ؤ پاڼو مشتمل يو دستايز کې شامله ده ، چې عنوان يې دى” دترهه گرۍ ماتې : دترهه گرۍ دمخنيوي يوه تگلاره“
تيره مياشت وزيراعظم نواز شريف پرله پسې گڼو غونډو کې دترهه گرۍ دمخنيوي دتگلارې په جوړولو غور کولو اؤ افغانستان څخه دامريکائي پوځيانو دوتلو وړاندې يې د اگاهو څخه دسياسي اؤ پوځي اړخونو په مشوره دافغان تگلارې په جوړولو ټينگار کړى ؤ.
دريجنل انسټي ټيوټ اف پاليسي ريسرچ اينډ ټريننگ مشر خالد عزيز ، چاچې هم په دغه شان يوه غونډه کې گډون کړى ؤ وائي” دغيرملکي پوځيانو دوتلو مطلب بيخي دا نۀ دى چې زمونږ لوري ته دترهه گرو سره به دخپلو کارروائيو لپاره جواز پاتې نۀ شي، بلکې بلوچستان، خيبرپښتونخوا اؤ قبائيلي سيمو کې به هغوي دخپلو اثراتو سيوا کولو لپاره نوى جواز لټوي“
دهغه وينا ده” افغانستان څخه دغيرملکي پوځيانو دوتلو سره سم به زمونږ په شخړو کې اضافه وشي،دا اندازه ډيره خرابه ده خو حقيقت هم دا دى اؤ په ديوال ليکل هم دغه دي“
وزيراعظم ميا نواز شريف ته هم خبردارى ورکړل شوى ؤ، چې هغه دې په يو قيمت هم ترهه گرو سره دامن مذاکرات نۀ قبلوي، خالد عزيز دغونډې ديو برخه وال جمله تکرار کړه چې” خپلې گوتې مۀ سوزوه“
د پاکستان دوزيراعظم ميا نواز شريف دقومي سلامتۍ دصلاح کار سرتاج عزيز په کابل کې دورکړل شوي يو بيان دحوالې ورکولو سره هغه وويل دافغانستان په نظر کې دپاکستان قدر اوس هاغه نۀ دى پاتې شوى اؤ ددې خبرې احساس اسلام ابادکې شوى ؤ.
دا نۀ ده معلومه چې دپاکستان هاغه پوځي اسټيبلشمنټ هم دغه نظر لري که نه ، کوم چې دپاکستان دافغان تگلارې په جوړولو کې دهاغه وخت څخه نيغ په نيغه اثراندازه دى چې په افغانستان سوويت يونين حمله کړې وه.
دروان کال په لمړيو کې دميډيا سره دشوي يو ميټنگ په پس منظر کې يو لوړپوړي امنيتي چارواکي دې نکتې ته دپام راگرځولو هڅه کړې ده چې که افغان طالبان يوځل دسياسي نظام برخه جوړه شي ، نو هغوي به دکابل په لوري دپرمختگ هڅه کوي اؤ پاکستاني طالبان به اسلام اباد طرف ته وروړاندې کيږي، ځکه چې دطالبانو دغه دواړه ډلې په نظرياتي توگه دغبرگونو ماشومانو په څير دي ، کله چې غيرملکي پوځيان افغانستان څخه اوځي ، نو ددوي لارې به هم بيلې شي.
خو ځينې حکومتي چارواکي خبردارى ورکوي چې هڅې خو پاکستان افغاستان څخه دامريکائي پوځيانو دوتلو وروستو په صورت کې دغلته په ممکنه ډول دراپورته کيدونکې خانه جنگۍ اؤ گډوډۍ په اړه خپل ځان تيار ساتي ، خو تراوسه په دې پوهه نۀ دى چې افغان طالبان خپل ملک کې په جزوي يا مکمل ډول واک ترلاسه کوي ، نو په پاکستان به دهغې اثرات څه وي؟
د٣٥ؤ صفحو په دغه دستاويز کې وئيل شوي دي چې” په دغه حقله ديو عام بحث يوه برخه خو هاغه ده چې ورته زمونږ ددانش ورانو، سياسي قيادت اؤ په واک کې دشريکو نورو طبقو ملاتړ حاصل دى ، هغه دا چې که چرې يوځل غيرملکي پوځيان دافغانستان څخه اوځي ، نو پاکستان کې به په عمومي اؤ خيبرپښتونخوا کې به په خصوصي ډول ترهه گري ختمه شي اؤ پاکستان کې چې کوم ترهه گر دي ، هغوي به وسلې وغورځوي اؤ عام ژوند به شروع کړي“
” دا يوه مبالغه ده داسې به هيڅ ونۀ شي ، اؤ په دې پوهيدل هم زيات گران کار نۀ دى “ دغه خبره دخيبرپښتونخوا دداخله اؤ قبائيلي چارو په تيار کړل شوي رپورټ کې شوې ده، دغه رپورټ داى اين پي دحکومت کابينې منظور کړى ؤ، خو تر دې مهاله پرې عمل درامد نۀ دى شوى.
په دغه دستاويز کې وئيل شوي دي ، افغان طالبان دقبائيلي سيمو دننه دپوځي سازباز دژورتيا څخه گټه اخلي اؤ پاکستاني ترهه گر دافغان طالبانو سره په نظرياتي، مال واسباب ، همکارۍ اؤ نورو څو چارو تړل شوي دي.
درپورټ ترمخه دامريکا په مشرۍ کې دغيرملکي پوځونو دوتلو سره به دافغانستان اؤ پاکستان په طالبانو کې يو فاتحانه احساس پيدا شي اؤ هغوي به په دې وياړي چې دخپلو مټو په زورد غيرملکي پوځيانو په ويستو کې بريالي شوي دي.
په دغه دستاويز کې وئيل شوي دي افغان طالبان دزياتو نظرياتي، اخلاقي ، مذهبي اؤ معاشي اړيکو له امله دپاکستاني ترهه گرو په مرستې کولو مجبور شوي دي.
دپاکستان دخيبرپښتونخوا دکورنو چارو سکتر اعظم خان چې ددغه دستاويز په ترتيب کې هم مهم لاس لري، وائي” يواځې په دې هيله کولو چې ترهه گر دې مونږ پريږدي اؤ لاړ دې شي ، هغوي به مونږ څخه لاړ نۀ شي، افغانستان څخه دامريکائي پوځيانو دروانيدو سره سم به دپاکستاني طالبانو تحريک اؤ دهغوي نور انډيوالان په پاکستان کې دحقيقي اسلامي خلافت دقيام په نوم بيا دسره وسلو ته لاس کړي“
اعظم خان وائي” داسې داسې هيڅ يو سوئچ نشته ، چې هغه وويستل شي اؤ دهغې دويستو سره پاکستاني تندلاري دپولې پورې غاړې ته دخپلو نظرياتي اؤ داوږدې مودې دجنگي ملگرو څخه جدا شي“
په دغه دستاويز کې خبردارى ورکړل شو ىدى چې مخالفې ايجنسۍ به هم ددغه وضعيت څخه دگټې اخستو هڅه کوي اؤ په هيواد کې دراپورته کيدونکي گډوډي له امله غيرملکي ايجنسۍ دلته دلاس وهنې لارې پيدا کولى شي ، چې نقصان به يې دپاکستان ته رسيږي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG