لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

علي امین ګنډا پور: د وزیراعلا په توګه به افغانستان ته د خبرو لپاره پلاوی لیږم


File Photo
File Photo

د پښتونخوا وزیراعلا علي امین ګنډا پور وایي هغه به پخپله د صوبې د وزیراعلا په توګه د افغانستان سره خبره کوي، هلته به پلاوی لیږي ، له نزدې به ورسره کښیني اؤ ستونزه به هواروي.

د چهارشنبې په ورځ پېښور کې د وکیلانو دستورې ته وینا کې علي امین ګنډا پور پوځ ته په اشاره وویل "زه وایم ما پریږدئ چې افغانستان ته پلاوی ولیږم،افغانستان زمونږ همسایه دی، مونږ یوه ژبه لرو،تر 1200 کلو میټره اوږده پوله لرو،پرېږدئ چې هغوي ته ووایم پاکستان کې څه روان دي ، ځکه چې وینه زما بهیږي خو هغوي پرې هیڅ پرواه نه لري"

پخپله دې وینا کې که وزیراعلا ګنډا پور د پوځ له نوم اخستو پرته په پوځ سخت ټکونه کړي اؤ ویلي دي ، ایین ماتوونکو ته به د ایین له مخې سزا ورکول وي .

د نړيوالو چارو کار پوهان وايي، د پاکستان د امنيت مسله د مرکزي حکومت سره ده نه چې د صوبو سره، د علي امين ګنډاپور بيان سياسي بولي او وايي، د افغانستان سره د پاکستان مسله د پاليسۍ په کچه ده.

مردان کې د عبدالولي خان پوهنتون د نړيوالو چارو کار پوهه ډاکټر عبدالشکور وي او ای ډیوه ته وايي، د پاکستان د 1973م ايين صوبو ته واک ورکړی خو د هغې باوجود د امنيت مسله د مرکز يا وفاق سره ده.

د هغه په وینا "دا هسې بيان بازي ده، هغه (علي امين ګنډاپور) خو ډېر ډېر څه وايي چې کول غواړم، خو مرکز صوبو ته په نړیواله کچه د خبرو يا مذاکراتو اختيار نه دی ورکړی".

پېښور پوهنتون کې د نړيوالو چارو د اړيکو څانګې استاز ډاکټر محمد خورشيد هم وايي، د پاکستان په نظام او ايين کې خو د صوبې سره داسې اختيار نشته چې په "ځانله توګه خارجه پاليسي وچلوي، يا دې داسې غټې مسلې چې د امن سره تعلق ساتي او هغه د دفاع سره تعلق ساتي، نو داسې کوم اختيارات خو نشته".

پخپله وینا کې ښاغلي علي امین ګنډا پور ویلي، د ایین سرلوړي په مونږ ټولو فرض ده ، په دې ملک کې بیا، بیا ایین مات کړل شوی دی خو تر اوسه سزا هیچاته ور نه کړل شوه،دا ایین به بیا ماتېږي اؤ څوک به بیا،بیا ددې د ماتولو جرات کوي ځکه چې سزا نه ورکړل کیږي ، کله چې دایین په ماتولو سزا وي نو هیڅوک به بیا ددې د ماتولو جرات نه کوي.

د هغه وینا وه، تر څو چې مونږ د قانون واکمني ټینګه نه کړو هم داسې به په وروستو روان یو.

وزیراعلا ګنډا پور وویل، په قران کې هم د جابر حکمران په ضد د غږ پورته کولو حکم شوی دی ، زه څوک نه لمسوم، دا د قران حکم دی اؤ زه به خلکو ته دا خبره ارو مرو کووم ، پخپله به پرې هم عمل کووم ، هیڅوک مې نه شي منعې کولی.

د علي امین ګنډا پور په خبره "څوک خفه کیږي چې ته زمونږ نوم مه اخله، ایا زه تاته دروغ ووایم؟ ستا چاپلوسي وکړم؟ ایا منافق جوړ شم ، ایا زه تاته ونه وایم چې ستا له اقداماتو کرکه خورېږي،ایا درته ونه وایم دا ته چې څه کوې دا د قانو اؤ ایین څخه سرغړونه ده"

هغه د خپلو خبرو په دوام وویل "زه ستا غلام نه یم ، زه ازاد یم ، نه څوک زما ازادي تروړلی شي اؤ نه مې ژبه تړلی شي ، که په غلطه یم خپلې اصلاح ته تیار یم خو نه چاپلوس یم اؤ نه د چا چمچه یم"

وزیر اعلا زیاته کړه دوه پاکستانه په یو ځای نه شي چلیدلی ، دوه قانونونه اؤ دوه نظامونه په یو ځای نه شي چلیدلی ، مونږ ته به په دې راپورته کېدل وي.

تر دې وړاندې په اتم ستمبر هم اسلام اباد کې د تحریک انصاف جلسې ته خپله وینا کې وزیراعلا علي امین ګنډا پور په پوځ کلکې نیوکې کړې وې چې له هغې وروسته د خېبر پښتونخوا حکومت ویاند بېرسټر سیف ویلي وؤ ،وزیراعلا له تېرو اوو ساعتو راهسې بې درکه دی اؤ تماس ورسره نه نیول کیږي.

په رسنیو کې دعوې شوې وې چې علي امین ګنډا پور پوځ پورته کړی ؤ خو د وزیراعلا ورور پخپل یو بیان کې ویلي وؤ چې علي امین ګنډا پور په یو اوږد میټنګ کې له برخې اخستو وروسته بېرته پېښور ته رارسېدلی دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:55 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG