لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سیاسي اختلافونو په پسر د پښتونخوا ګورنر اؤ وزیراعلا یو بل ته سخت ګواښونه کړي 


KPK Governor and Cheif Minister
KPK Governor and Cheif Minister

د وفاق نه د خپلې برخې د حقونو اخستو د چیلنج سره د مخ صوبې خېبر پښتونخوا وزیراعلا اؤ ګورنر پخپلو کې یو بل ته رابرند شوي اؤ د سیاسي اختلافاتو پسر یې یو بل ته سخت ګواښونه کړي دي.

وزیر اعلا علي امین ګنډا پور ګواښ کړی چې که دی وغواړي نو د صوبې ګورنر فیصل کریم کنډی به ترې ګورنر هاوس ته دننه نه شي اؤ ګورنر هاوس به ولس ته په واک کې ورکړي.

خو ګورنر کنډي بیا وزیر اعلا ته ځوابي ګواښ کړی چې که دغسې یې وکړي نو د تېښتې لار به هم ونه مومي اؤ دی به یې په سړکونو راکاږي.

څېړونکي وایي یو خوا پښتونخوا صوبې ته د وفاق نه د خپلو حقونو ترلاسه کولو جګړه ور پېښه ده بلخوا د صوبې وزیراعلا اؤ ګورنر په خپلو کې مشت و ګریوان شوي اؤ لکه د بازار د بدمعاشانو یو بل ته ګواښونه کوي چې ددې بې اغېزې د صوبې د ولس په ژوند کیږي.

اوړمه ورځ د پښتونخوا وزیراعلا علي امین ګنډا پور ګواښ کړی چې که دی وغواړي نو د صوبې ګورنر به ترې ګورنر هاوس ته هم دننه نه شي .

د هغه ددغه ګواښ په ځواب کې تېره ورځ یوې دستورې ته پخپله وینا کې ګورنر فیصل کریم کنډي وزیراعلا علي امین ګنډا پور ته سخت ګواښونه کړي اؤ ویلي یې دي چې هغه د چا له ګواښونو نه ویریږي اؤ که وزیراعلا ډیر شوق لري نو په ګورنر هاوس دې د قبضې کوشش وکړي بیا به ورته د تېښتې لار هم په لاس نه ورځي.

ګورنر ویلي، هغه یوه اییني عهده لري اؤ د وزیر اعلا له نوم اخستو پرته یې ویلي "ته داسې وکړه نو بیا ګوره چې په سړکونو دې راکاږم اؤ که نه؟"

د خالي یا شنبې په ورځ په ډیره اسماعیل خان کې رسنیو سره خبرو کې وزیر اعلا علي امین ګنډا پور د ګورنر دې څرګندونو ته سخت غبرګون ښودلی اؤ ویلي یې دي ګورنر اییني عهده لري باید له سیاسي بیانونو ډډه وکړي.

وزیر اعلا ګواښ کړی چې که ګورنر بیا دغسې سیاسي بیانونه ورکړل نو د ګاډي تیل به پرې بند کړي ، له ګورنر هاوس به یې رابهر کړي اؤ ګورنر هاوس به ولس ته پرانزي.

څېړونکی اؤ خبریال ښاغلی شمس مومند وایي د وزیراعلا اؤ ګورنر تر منځ د خپل منځي جګړې له امله یوازې صوبه اؤ ولس نه زیانمیږي بلکې په ټوله نړۍ کې د پښتون یو بدرنګ انځور د نورو خلکو مخې ته ورځي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلي شمس مومند وویل بد مرغي دا ده چې دا حکمرانان پښتنو پخپله خپل ځانله ټاکلي دي اؤ نن هغوي په ځای ددې چې د صوبې د عوامو د حقونو خبره وکړي، د هغوي د ښېګړې څه منصوبې مخې ته راوړي ، دوي د یو بل سره په ذاتي،خانداني اؤ سیاسي جګړو کې ښکیل شوي دي.

شمس مومند وایي "دا واکمنان اوس خپلو اختلافاتو کې هغه حد ته رسیدلي دي چې د بازار بدمعاش یا منډهۍ کې کار کوونکي خلک هم دغسې الفاظ یو بل ته نه ادا کوي کوم چې زمونږ د صوبې دا دوه ستر چارواکي ګورنر اؤ وزیراعلا یو بل ته استعمالوي"

د ښاغلي مومند په خبره ددې الفاظو په استعمال، په دې انداز اؤ په دې رویه په ټول ملک اؤ په ټوله نړۍ کې د پښتنو بدنامي کیږي.

هغه وایي "پښتانه چې انتها پسند ګڼل کیږي، پښتانه چې غیر ذمه دار ګڼل کیږي، پښتانه چې بدمعاشان یا ټیررسټ ګڼل کیږي په هغې کې پخپله زمونږ دا مشران ثابتوي چې هو مونږه د مهذب اختلاف په چل نه پوهیږو ، د ایین اؤ قانون په دایره کې اؤ د تهذیب په لاره باندې نه خپل حقونه حاصلولی شو، نه سیاست کولی شو، نه قیادت کولی شو اؤ نه حکمراني کولی شو"

شمس مومند وایي دا د ټولو پښتنو بدقسمتي ده چې دغسې خلک یې حکمرانان دي اؤ د پښتنو مشري اؤ نمایندګي کوي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په بلوچستان د لاندې غوښه د ژمي د موسم مقبول خوراک بلل کېږي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG