لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لکي مروت: پوځ په عملیاتو کې د پینځو وسله والو د وژلو دعوه کړې ده


د پاکستان پوځ دعوه کړې چې د خېبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې پينځه وسله وال وژل شوي دي.

د نهې یا سه شنبې په ماښام د پوځ ویاندې ادارې آي ایس پي ار په یو بیان کې ویلي، لکي مروت کې دا عملیات د استخباراتي معلوماتو په اساس شوي دي.

آي ایس پي ار وایي عملیاتو کې امنیتي ځواکونو د وسله والو یو شمیر ځالې په نخښه کړي اؤ هغوي ته یې ځاني زیان ور اړولی دی.

پوځ دعوه کړې چې عملیاتو کې د پينځو وسله والو د وژل کېدو تر څنګ دوه نور ژوبل شوي هم دي.

د پوځ بیان کې نه خو د وژل شوؤ وسله والو پيژندګلو ښکاره کړل شوې اؤ نه پکې دا روښانه شوې چې دا عملیات د لکي مروت په کومه برخه کې شوي دي.

پوځ پخپل بیان کې د وژل شوؤ وسله والو لپاره د "خوارجو" اصطلاح کارولې چې د تېرو څو میاشتو راهسې پاکستان کې حکومتي چارواکي اؤ امنیتي ځواکونه دا اصطلاح د تحریک طالبان پاکستان لپاره کاروي.

د پاکستان صدر، وزیراعظم اؤ د کورنیو چارو وزیر پخپلو بیلابیلو بیانونو کې په دې عملیاتو امنیتي ځواکونو ته پیرزوینې وړاندې کړي دي اؤ ویلي یې دي چې د ترهګرۍ په ضد جګړې ته به دوام ورکولی شي.

په دې وروستیو کې د خېبر پښتونخوا په لکي مروت ، ډیره اسماعیل خان اؤ قبایلي ضلعو کې په امنیتي ځواکونو شوؤ بریدونو کې په لسکونو امنیتي عسکر وژل شوي خو پوځ اؤ د ترهګرۍ محکمې پولیس هم وخت په وخت عملیاتو کې وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو دعوې کوي.

د دوشنبې یا ګل په ورځ د کورنیو چارو د وزیر ښاغلي محسن نقوي په مشرۍ ترسره شوې د نیشنل ایکشن پلان د رابطه کمیټۍ غونډه کې ویل شوي وؤ چې سږکال د اکتوبر تر میاشتې د ترهګرو په ضد د پټو مالوماتو په اساس 7 زره اؤ 984 عملیات ترسره شوي چې پکې 206 ترهګر وژل شوي دي.

د غېردولتي ادارې پاکستان انسټيټيوټ اف کنفلکټ اېنډ سېکيورټي سټډيز، پيکس د رپورټ ترمخه د تېرې نومبر په مياشت کې د رياست مخالفه د تشدد په پېښو کې 245 کسان وژل شوي دي چې پکې 68 امنيتي عسکر او 50 ملکي وګړي شامل دي. په رپورټ کې ويل شوي 127 وسله وال هم وژل شوي دي.

د پيکس د رپورټ ترمخه 131 وژنې په وسله والو حملو کې شوې دي.

په رپورټ کې زياته شوې، د نومبر په مياشت کې خېبرپښتونخوا صوبه تر ټولو زياته اغېزمنه پاتې شوې، 50 حملې پکې شوي، 71 کسان په دې حملو کې وژل شوي او 85 ژوبل شوي دي.

دغه راز په صوبه کې ورګډو شو ؤقبایلي ضلعو کې 28 حملې شوې او 36 کسان پکې وژل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG