لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
د 2024 کال د اکتوبر پر 9مه د لبنان جنوبي ښار تایر ته څېرمه په یوه کلي باندې د اسرایل له هوایي برید وروسته لوګي پورته کیږي.
د 2024 کال د اکتوبر پر 9مه د لبنان جنوبي ښار تایر ته څېرمه په یوه کلي باندې د اسرایل له هوایي برید وروسته لوګي پورته کیږي.

live د منځني ختیځ د شخړې تازه حال

17:45 15.10.2024

ملګرو ملتونو غوښتلي چې په لبنان کې په رهایشي ودانۍ د اسرایل د خونړۍ هوايي حملې تحقیقات دې وشي

د لبنان د سرې سپوږمۍ د طبي امداد ادارې د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل د لبنان په شمال کې په رهایشي ودانۍ د اسرایل بمبارۍ لږ تر لږه ۲۱ کسان ووژل.
د لبنان د سرې سپوږمۍ د طبي امداد ادارې د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل د لبنان په شمال کې په رهایشي ودانۍ د اسرایل بمبارۍ لږ تر لږه ۲۱ کسان ووژل.

واشنګټن (وي او ای/ای پي/ای اېف پی/روېټرز) ـ د ملګرو ملتونو د انساني حقونو دفتر د نهې، سه شنبې، په ورځ غوښتنه وکړه چې د لبنان په شمال کې په یوه رهایشي ودانۍ د اسرایل د هغه هوايي حملې تحقیقات دې وکړی شي چې په کې ۲۲ کسان وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د انساني حقونو د څانګې ترجمان جرمي لارنس په جېنېوا کې خبریالانو ته وویل ادارې يې داسې رپورټه ترلاسه کړي دي چې د ګل، دوشنبې، په ورځ د لبنان په ایطو کلي کې په ودانۍ حمله کې په وژل شویو کسانو کې ۱۲ ښځې او ماشومان هم شامل دي.

لارنس وویل معلومات ښيي چې په حمله کې ويشتل شوی تعمیر څلور منزله رهایشي وداني وه. هغه زیاته کړه چې دې وجوهاتو ته په کتنه د نړیوال انساني قانون، د جنګ د قوانینو او د طاقت په استعمال کې د تناسب په اړه ژور تشویش لري.

بلخوا، د اسرایل پوځ د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل په حیفا سیمه کې هغه وخت د خبردارۍ سایرنونه وغږېدل چې اسرایلي ځواکونو د لبنان د خاورې نه د ویشتل شویو راکټونو مخه نیوله.

د اسرایل ډيفېنس فورسز، ايي ډي اېف، د نهې، سه شنبې، به ورځ د لبنان په جنوب کې په هوايي حملو کې د لسګونو وسله والو د وژل کېدو خبر هم ورکړو.

د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د ګل، دوشنبې، په ورځ لوظ وکړو چې د لبنان سرښار بېروت په شمول د هېواد په هره برخه کې به په بې رحمه توګه په حزب الله حملو ته دوام ورکوي.

21:48 14.10.2024

په شمالي لبنان کې په رهایشي ودانۍ د اسرایل په بمبارۍ کې ۱۸ کسان وژل شوي دي

د لبنان په جنوب کې د اتوار، یکشنبې، په ورځ په النبطیه کلي کې د اسراییلي بمبارۍ وروسته یو منظر
د لبنان په جنوب کې د اتوار، یکشنبې، په ورځ په النبطیه کلي کې د اسراییلي بمبارۍ وروسته یو منظر


واشنګټن (وي او ای/ای پي/ای اېف پي/روېټرز) ـ د لبنان د طبي امداد د سرې سپوږمۍ ادارې ویلي د هېواد په شمالي برخه کې په رهایشي ودانۍ د اسرایل په بمبارۍ کې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي دي. دا سیمه د لبنان په ختیځې او سویلي علاقو کې د حزب الله د مرکزونو نه لرې ده.

د اسرایل پوځ په سمدستي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي او نه دا مالوم ده چې د برید هدف څه وو خو په برید کې یوه عام ودانۍ په ائتو نومې کلي کې ویشتل شوې.

ددې وړاندې د فلسطین طبي چارواکو ویلي د ګل په ورځ سهر د غزه په یوه روغتون باندې د اسرایل په بمبارۍ کې لږترلږه څلور فلسطینیان ووژل شوو او نزدې د بی کوره شوو خلکو خیمو ته د هور لمبې ‎غځېدلي چې پکې د شلو نه زیات کسان سخت سوځېدلي.

د اسرایل پوځ وايي دوي په عامو خلکو کې پټ وسله وال ویشتلي خو ددغې يي کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی. په نزدیو کې اسرایلي پوځ څو څو وارې

د کډوالو خیمې او پناه ځایونه بمبار کړي او تور پورې کوي چې دغلته د حماس وسله وال پټ وو او د عام خلکو د ځایونو نه حملې پلانوي.

20:47 12.10.2024

اسرایل د لبنان له نورو جنوبي سیمو د خلکو د وتلو امر کړی، د حزب الله بریدونه هم دوام لري

د اسرایل او د لبنان د حزب الله ډلې د وسلوالو تر منځ جګړه دوام لري. د اسرایل پوځ د شنبې- خالي په ورځ د لبنان د 23 کلیو اوسېدونکو ته امر کړی چې له خپلو سیمو خوندي ځایونو ته ووځي.

د اسرايلي پوځ په لېږل شوي امر کې د لبنان په جنوبي سيمو کې د هغو کليو ذکر شوی چې په دې وروستيو ورځو کې اسرايل پکې عمليات کړي دي او له همدې کبله دغه اکثر کلي خلکو مخکې لا خالي کړي دي.

د رویټرز او اې پي د خبر له مخې د اسرایل پوځ وايي، د حزب الله د فعالیتونو د زیاتوالي له امله د اوسېدونکو د خوندیتوب لپاره له خپلو سیمو د هغوی وتل ضروري دي.

اسرایلي پوځ دعوه کړې چې وسلوالې ډلې د عامو خلکو د استوګنې له دغو ځایونو په اسرایل باندې د بریدونو او د وسلو د پټولو لپاره کار اخیست، خو حزب الله د ملکي وګړو په منځ کې د خپلو وسلو د پټولو دعوه رد کړې ده.

08:34 12.10.2024

په لبنان کې د ملګرو ملتونو امن ساتونکو ځواکونو ویلي د اسرایل په حمله کې يې دوه عسکر زخمیان شوي دي

د لبنان سرښار بېروت په جنوبي مضافاتو کې د اسرایل او دحزب الله د جګړې یو منظر
د لبنان سرښار بېروت په جنوبي مضافاتو کې د اسرایل او دحزب الله د جګړې یو منظر

واشنګټن (ای پي) - په لبنان کې د ملګرو ملتونو امن ساتونکو ځواکونو د جمعې په ورځ‌ وویل د اسرایل په حمله کې يې دوه عسکر زخمیان شوي دي.

دوه ورځې وړاندې هم د ملګرو ملتونو امن ساتونکو دوه عسکر د اسرایل په عملیاتو کې زخمیان شوي وو او اسرایلي ځواکونو ویلي وو چې د پېښې تحقیقات به کوي.

د جمعې په ورځ د پېښې په اړه اسرایلي پوځ وویل د ملګرو ملتونو د امن ساتونکو ځواکونو د مرکز سره یې ممکنه خطر ته په جواب کې ډزې وکړې چې په کې بالاخر د امن ساتونکو مرکز ولګېدل.

بلخوا، د لبنان پوځ‌ وویل د اسرایل په حمله کې يې دوه عسکر ووژل شوو او درې نور زخمیان شول.

اسرایلي‌ پوځ وویل د حزب الله په ضد يې عملیات کول چې د لبنان عسکرو د لګېدو رپورټونه يې ترلاسه کړل خو د تلفاتو په اړه څه معلومات نه لري.
په داسې حال کې چې اسرایل په لبنان کې د حزب الله خلاف عملیات پراخه کړي دي د لبنان عسکر په جنګ کې ګېرېږي.

تراوسه پورې یوازې یوځل، د اکتوبر په دریمه نېټه، د اسرایلي او د لبناني ځواکونو نېغ په نېغه جګړه شوې. په دغه موقع اسرایلي ټېنک د لبناني پوځ په یو پوسټ ډزې وکړې او د لبنان یو عسکر يې ووژلو. د لبنان پوځ جوابي ډزې وکړې.

نور کتل

XS
SM
MD
LG