د امریکې په فشار اسرایل ویلي غزه ته به په محدوده کچه د تېلو رسد پرېږدي
واشنګټن (وي او ای/ای پي/ای اېف پي/روېټرز) د امریکې د فشار وروسته اسرایل د جمعې په ورځ اعلان وکړو چې غزه ته به د بشري مقاصدو دپاره په محدوده کچه د تېلو د ور وړل کېدو اجارت ورکړي.
دا اعلان په داسې حال کې شوی چې د ملګرو ملتونو چارواکو ویلي وو د تېلو د کمي له امله غزه ته انساني امداد په رسوولو کې او په سیمه کې د موبایل نېټ ورک په چلولو کې مشکلات پېدا شوي دي. غزه ته د ملګرو ملتونو امدادي کانوای د تېرو دریو ورځو راهسې ځنډېدلې ده.
د ملګرو ملتونو د خوراک ادارې ورلډ فوډ پروګرام مشر خبرداری کړی چې په غزه کې د قحط امکان هم شته.
د اسرایل د نېشنل سېکیورټي کاونسل ډرېکټر زاچي هېنیګبي د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل د اسرایل د جنګ کابېنې د امریکې په خصوصي غوښتنه فیصله وکړه چې د غزه د اوبو د صفا کولو نظام چې د ملګرو ملتونو اداره یو اېن ډبلیو ار ای یې چلوي، هره ورځ به ورته دوه ټېنکرې تېل ورکول کېږي.
یو اېن ډبلیو ار ای د ملګرو ملتونو هغه اداره ده چې د فلسطینیانو مرسته کوي.
په واشنګټن کې د امریکې د سټېټ ډپارټمنټ یو چارواکي د دې خبرې تصدیق وکړو چې اسرایل به په هر 48 ګنټو کې 36984 ګېلن تېل د مصر دلارې غزه ته لېږي. دغه تېل په هسپتالونو او د اوبو او د خځلې صفا کولو پلانټونو ته ورکول کېږي. د تېلو وړمبۍ پېره به د خالي، شنبې، په ورځ وړل کېږي.
په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس د حملې وروسته اسرایل د غزه محاصره کړې. د حماس په حمله کې د 1200 نه زیات کسان په اسرایل کې وژل شوي او حماس د 200 نه زیات نور کسان یرغمال کړي دي.
د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړی او د غزه د صحت چارواکي وايي د اسرایل په بمبارۍ کې د 11000 نه زیات کسان وژل شوي دي.
واشنګټن (وي او ای/ای پي/روېټرز/ای اېف پي) اسرایلي ځواکونو د غزه په الشفا هسپتال کې دننه او چارچاپېره د لټون عملیات جاري ساتلي دي. اسرایلي ځواکونو د حماس وسله والو په تکل کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ په هسپتال چاپه وهله. د چاپې نه څو منټه مخکې اسرایلي چارواکو د غزه د صحت مامورینو ته په هسپتال د چاپې په اړه خبرداری ورکړی وی.
د اسرایل ډيفېنس فورسز دغه عملیات کره او هدفي بللي. اسرایل وايي حماس هسپتال د کمانډ مرکز، او مریضان او انسانان د ډال په توګه استعمالوي. حماس او د غزه د صحت وزارت چارواکي د اسرایل دغه خبره ردوي.
په شفا هسپتال کې د حماس د وسله والو په اړه اسرایل د خپلې دعوې په دفاع کې نه خو څه تصویران او نه څه وډیوز شریک کړي دي خو داسې وډیوز یې شریک کړي چې په رهایشي علاقو کې وسله وال فعالیتونو کوي او د سکولونو او جوماتونو سره نږدې راکټونه او وسله ځای په ځای کوي. شفا د غزه تر ټولو لوی هسپتال دی.
د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ورلډ هېلت ارګنایزېشن شمر ټېډروس اېدونیم ګېبريېسېس په شفا هسپتال د اسرایلي ځواکونو چاپه په مکمله توګه ناقابل قبول بللې.
د امریکې صدر جوبایډن په حماس الزام لګولی چې په شفا هسپتال کې کمانډ مرکز چلوي او دا یې "جنګې جرم" بللی.
د اسرايل وزیراعظم بين يامين نېتن ياهو د اسرايل او حماس د جګړې ختمېدو وروسته فلسطيني اتارټۍ ته د غزې د انتظامي واک ورکولو وړانديز رد کړی دی.
نېتن ياهو د خالي/ شنبې په ورځ د يو خبريال دې پوښتنې، چې ايا د فلسطيني اتارټۍ چې په لويديځه غاړه یې جزوي کنټرول دی، د غزې انتظامي واک به ولري؟
په ځواب کې نېتن ياهو ويلي، هلته به نور څه کول وي. هغه زياته کړې، داسې اتارټي نه شي کېدی چې خپلو بچو ته د اسرايل څخه د نفرت، اسرايليانو د وژلو او اسرايلي رياست ختمولو درس ورکوي.
د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتني بلينکن د شورو په ورځ د جنګ وروسته خاکه وړاندې کړې وه. هغه ويلي وو، دغلته دې د فلسطينيانو د واک حکومت وي او د غزې لويديځه غاړه به ورسره شامله وي. او د فلسطيني اتارټۍ صدر محمود عباس ویلي، د فلسطين اتارټي د يو ازاد رياست سره د پراخه سياسي حل برخه جوړېدی شي.
د رویټرز ترمخه، عباس ويلي، "غزه د فلسطين څخه نه بیلېدونکې برخه ده او مونږ به د يو کوټلي سياسي حل په چوکاټ کې دنننه خپلې زمه وارۍ پوره کوو چې پکې ختيځ يروشلم او غزې په ګډون لويديځه غاړه دواړه شاملې وي".
د اسرایل وزیراعظم بنجمن نیتن یاهو نن د اتوار/ یکشنبې په ورځ ویلي ٫٫ داسې هیڅ علت نشته ٬٬ چې د غزه محاصره شوي شفا روغتون نه په خوندي توګه ناروغان وه نه ویستل شي، او دعوه یې کړې چې د حماس جنګیالي ٫٫ دوي ته د زیان رسولو لپاره هر څه کوي.٬٬
د اسرایل وزیراعظم د امریکا سي اېن اېن ټي وي ٫٫ سټېټ اف دي یونین ٬٬ خپرونې ته ویلي د دغه روغتون نه ۱۰۰ ناروغان بهر ویستل شوي او په لسګونو زره فلسطینیان چې دغه سیمې سره نژدې پاتې کیدل په ٫٫ خوندي لارو٬٬ د غزه ښار خوندي سویلي برخې ته تللي دي.
د غزه دغه لوې روغتون سره د اسرایل او حماس وسله والو تر منځه جګړه روانه ده او د هسپتال مشر محمد ابو سلمیه ویلي د هسپتال چار چاپیره جګړه روانه ده.
د واېټ هاوس د قامي امنیت سلاحکار جېک سولیون د امریکا سي بي اېس نیوز ٫٫ فېس دي نېشن ٬٬ خپرونې ته ویلي ٫٫ امریکا نه غواړي د روغتون دننه جګړه نه غواړي چرته چې معصومه خلکو پناه اخستې او د ناروغانو علاج ترسره کیږي او په جګړه کې ګېر شوي. مونږ د اسرایل دفاعي ځواکونو سره په دې اړه مسلسل رابطه کې یو.٬٬
په دغه روغتون کې د تیلو د کموالي د لاسه د یو شمېر ناروغانو درملنه ځنډول شوې چې له امله یې دوه ماشومان مړه شوي او د ګڼ نور ناروغان د ژوند د خطر سره مخ دی.