اسرایل وایي په غزه پټۍ کې د دایمي پاتېدو اراده نه لري
د اسرایلو د دفاع وزیر یواو ګېلینت د دوشنبې- ګل په ورځ وویل، اسرایل په غزه پټۍ کې د دایمي پاتېدو اراده نه لري، خو وایي، "اسرایل به د حماس د ختمولو لپاره هر ډول اقدام وکړي، موږ یواځې د خپل امن او له غزې سره پر پوله د خپلو خلکو امنیت ته پام کوو."
د اسرایل د دفاع وزیر د ګل- دوشنبې په ورځ په غزې تړانګه کې د اسرایل د پوځي عملیاتو د پای ته رسولو لپاره د نړیوالو غوښتنې رد کړې او ویلي یې دي چې د حماس د وسله والې ډلې پر ضد د عملیاتو اوسنی پړاو به وخت ونیسي.
یواو ګیلینټ چې د اسرایل د درې کسیزه جنګي کابینې غړی دی، د اسرایل د دوو میاشتو په جګړه ییز مهم کې په پراخه کچه په شوؤ زیانونو اؤ د عامو وګړو په وژنو سېوا کېدو د نیوکو لړۍ پرله پسې نظر انداز کړې ده.
ایسوسي ایټډ پریس سره مرکه کې ګیلنټ د یو ټاکلي مهلت له ژمنې ورکولو ډډه وکړه خو هغه اشاره وکړه چې موجوده پړاؤ چې د هوایي طاقت ترڅنګ پکې ځمکنۍ جګړه هم شامل ده، څو اوونۍ وخت نیولی شي اؤ پوځي فعالیتونه بیا تر میاشتو دوام موندلی شي.
د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ نن بیا غزه کې د ډزبندۍ په اړه ووټ کوي
نن د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې په انساني بنیادونو له دوو میاشتو د اسرایل او حماس د روانې جګړې د بیړنۍ ډزبندۍ په اړه رایه واچوي.
تمه څرګندېږي چې د جګړې د درولو لپاره د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د عرب او نورو اسلامي هېوادونو له خوا وړاندې کېدونکی قرارداد منظور شي، دې قرارداد ته په داسې وخت رایې ورکول کېږي چې له غزې پټۍ په لکونو بې کوره شوي خلک له انساني بحران سره مخ دي.
امکان څرګندېږي چې د عمومي اسمبلۍ 193 غړي به نن د نهې- سه شنبې په ورځ د قرارداد مسوده په اکثریت رایو منظوره کړي او دا مسوده به هم هغې ته ورته وي چې تېره اوونۍ د امنیت شورا په 15 غړو کې امریکا ویټو یا رد کړه.
که څه هم د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ قراردادونو د عمل پابند نه دي، خو له سیاسي پلوه ډېر ارزښت لري او د نړیوالو نظر څرګندوي.
اسرایل: د غزه د لاندې نوي څمڅې موندل شوې ځکه یې حملې زایاتې کړي
واشنګټن (وي او ای/روېټرز/ای پي/ای اېف پي) اسرایل د جمعې په ورځ وویل د غزه دلاندې نوي څمڅه (سرنګ)، وسله او د ځمکې دلاندې د حماس تاسیسات موندل شوي چې ښښي حماس د ملکي ابادۍ دلاندې سهولتونو نه خپل پوځي عملیات ترسره کوي.
اسرایلي پوځ په دې اړه د ثبوت دپاره نه خو څه وډیو او نه هم تصویر وړاندې کړو. وېل کېږي چې نوې موندل شوې څمڅه یو کلومیټر اوږده او په غزه کې د الاظهر یونیورسټۍ نه تر د یو سکول پورې غځېدلې ده. اسرایلي پوځ د وسلې تصویران شریک کړي او ویې وېل عسکرو یې دغه وسله، چاودېدوونکي مواد او د راکټونو پرزې په یونېورسټۍ کې موندلي دي.
اسرایل وویل پوځ یې د غزه په شمال کې د یو هسپتال د لاندې د بلې څمڅې داخلي لار او د حماس کنټرول روم یا د عملیاتو د چلولو مرکز هم موندلی چې په کې کېمرې، فونونه او وایرلسې ترلاسه شوې دي. اسرایلي پوځ یو تصویر ښکاره کړې چې په کې یوې څمڅې ته کوزه شوي لار او یوه زینه لیدل کېږي چې لاندې تللې ده.
اسرایل وویل دا موندنې ښښي چې حماس په ملکي علاقو کې ځان مورچه کړی دی او اسرایل هم دا شواهد په غزه د حملو پراخولو جواز بللي. اسرایل په غزه کې د نورو ځایونو نه ملکي خلکو ته د وتلو امر کړی دی. د ملګرو ملتونو جنرل سېکرېټري جنرل اېنټونیو ګوټېرېس د جمعې په ورځ وویل په غزه کې محفوظ ځای نه دی پاتې شوی.
ګوټېرېس د ملګرو ملتونو 15 رکني سېکیورټي کاونسل ته وویل د غزه ولس "د تیاره بې پایاوه غار کې ګوري." هغه وویل نړیواله ټولنه د غزه د ولس مشکل حل کولو دپاره هر ممکن ګام پورته کړي.
د ملګرو ملتونو د چارټر د 99 مادې دلاندې ګوټېرېس د شورو، چهاشنبې، په ورځ د کاونسل په غړو ملکونو ټینګار وکړو چې د اسرایل او حماس د جګړې په اړه دې څه ګام پورته کړي.
اسرایلي پوځ د جمعې په ورځ وویل په تېرو 24 ګنټو کې یې د ځمکې، سمندر او فضا نه په غزه کې 450 هدفونه وېشتلي دي.
د جګړې دوې میاشتې پوره شوې، جګړه د غزې د دویم لوی ښار خان یونس کوڅو ته ورسېده
اسرایلي پوځیانو او د حماس جنګیالیو د شورو یا چهارشنبې په ورځ د غزې د دوهم ستر ښار خان یونس د کنټرول لپاره کور په کور جګړه کړې.
له دې سره د فلسطین ملکي وګړي د سرپناه په موندلو او د بشري مرستو په ترلاسه کولو کې له زیاتېدونکو ستونزو سره مخ شوي.
د اسرایلو پوځ د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، دوی په تېره یوه ورځ کې د غزې پټۍ په کابو ۲۵۰ هدفونو باندې هوايي بریدونه کړي او دا د تېرو دوو میاشتو راهیسې یوه له درنو جګړو څخه وه.
حماس ویلي، دوی په خان یونس کې لس اسرایلي پوځیان وژلي او ګڼ نور ژوبل کړي خو دغه ادعا په خپلواکه توګه نه شي تایید کېدای.
ملګروملتونو په غزه باندې د ګل یا دوشنبې د ورځې راهیسې د اسرایلو په بمباریو کې د پام وړ زیاتوالي خبر ورکړی چې ورسره ځمکنۍ جګړه هم زیاته شوې او حماس هم په اسرایلو باندې زیات راکټونه توغولي.