لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
د 2024 کال د اکتوبر پر 9مه د لبنان جنوبي ښار تایر ته څېرمه په یوه کلي باندې د اسرایل له هوایي برید وروسته لوګي پورته کیږي.
د 2024 کال د اکتوبر پر 9مه د لبنان جنوبي ښار تایر ته څېرمه په یوه کلي باندې د اسرایل له هوایي برید وروسته لوګي پورته کیږي.

live د منځني ختیځ د شخړې تازه حال

02:37 12.10.2024

په اسرایل د حملې په سر امریکې د ایران د تېلو په صنعت نورې پابندۍ ولګولې

د امریکې د خزانې وزيرې جېنېټ یلن په ایران د بندیزونو په اړه بیان کې وویل په اسرایل د حملې په جواب کې امریکا فېصله کن ګام اخلي چې د ایراني حکومت هغه هلې ځلې وېجاړې کړی شي چې بې ثباتي رامنځته کوي
د امریکې د خزانې وزيرې جېنېټ یلن په ایران د بندیزونو په اړه بیان کې وویل په اسرایل د حملې په جواب کې امریکا فېصله کن ګام اخلي چې د ایراني حکومت هغه هلې ځلې وېجاړې کړی شي چې بې ثباتي رامنځته کوي

واشنګټن (ای اېف پي) ـ د اکتوبر په وړمبۍ نېټه په اسرایل د ایران د حملې په جواب کې امریکې د جمعې په ورځ د ایران د تېلو د صنعت سره تړلي په لسګونو کمپنو پابندۍ ولګولې.

د امریکې د خزانې وزارت د جمعې په ورځ په یو بیان کې وویل د ایران هغه سمندري جهازونه په هدف کوي چې په ایران د موجوده پابندیو نه چاپېره ګرځي او ایراني تېل خرڅوي. د بیان ترمخه، ایراني تېل او د تیلو مصنوعات په منتقلولو کې په ککړتیا ۱۰ کمپنۍ او ۱۱ سمندري جهارونه تړل شوي جایدادونه وټاکل شوو.

سټېټ ډپارټمنټ یا د امریکې خارجه وزارت په جدا بیان کې په شپږو اضافي کمپنو او په شپږو سمندري جهازونو د ایران د تېلو په تجارت کې د ککړتیا په سر پابندۍ اعلان کړې.

په ایران د امریکې بندیزونه په اسرایل د ایران حملې ته د جواب برخه ده. په اسرایل حمله کې ایران تر ۲۰۰ پورې بېلېسټېک مزایل په اسرایل رولي دي. ایران دغه ګام د پاسداران انقلاب ځواکونو د یو چارواکي او په تهران کې د حماس د سیاسي څانګې مشر اسماعیل هنیه د وژل کېدو په انتقام کې اخیستی و.

اسرایل ويلي د ایران حملې ته جواب به يې مرګونی، کره او حېرانونکی وي.

20:19 10.10.2024

د طبي امداد فلسطیني اداره وايي په غزه کې د اسرایل هوايي بمبارۍ ۲۷ کسان وژلي دي

د غزه په دیرالبلاح کې فلسطینیان د اسرایل په هوايي بمبارۍ کې د لګېدلي ځای کتنه کوي
د غزه په دیرالبلاح کې فلسطینیان د اسرایل په هوايي بمبارۍ کې د لګېدلي ځای کتنه کوي

واشنګټن (ای پي/روېټرز) ـ د طبي امداد فلسطیني ادارې رېډ کرېسېنټ یا سرې سپږومۍ ویلي د غزه په مرکزي برخه کې په یو سکول د اسرایل په فضايي حمله کې لږ تر لږه ۲۷ تنان وژل شوي دي.

د ادارې ترمخه، د غزه په دیر البلاح برخه کې د اسرایل په حمله کې ویشتل شوي سکول کې بې کوره شویو خلکو پناه اخېستي وه.

د اسرایل پوځ وویل په هغه ترهګرو یې کره حمله وکړه چې په سکول کې یې کمانډ سېنټر جوړ کړی و.

په حمله کې لګېدلي سکول کې بې کوره خلکو پناه اخېستي وه.

د اېسوسي اټېډ پرېس د رپورټ ترمخه، عېني شاهدینو وویل حمله په داسې وخت وشوه چې د سکول په یوه کوټه کې د سکول منتظېمین د یوې امدادي ادارې چارواکو سره ملاقات کولو. په دغه کوټه کې عموماً د سکول په تحفظ ګمارل شوي د حماس د انتظام لاندې د غزه پولیس وي. رپورټ وايي‌ د حملې په وخت پولیس نه و.

14:31 10.10.2024

اسرایل وايي په لبنان کې د حزب الله دوه کمانډران يې وژلي

د لبنان د صور ښار سره نږدې په یو کلي د اسرایلي بمبارۍ وروسته منظر دا تصویر د اکتوبر د نهمې نېتې دی
د لبنان د صور ښار سره نږدې په یو کلي د اسرایلي بمبارۍ وروسته منظر دا تصویر د اکتوبر د نهمې نېتې دی

واشنګټن (وي او ای/ای پي/ای اېف پي/روېټرز) ـ د اسرایل پوځ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل په لبنان کې يې د حزب الله دوه هغه کمانډران ووژل چې په شمالي اسرایل د مزایلو په حملو کې ککړ وو.

د اسرایل ډيفېنس فورسز، ايي ډي اېف، د حزب الله د وژل شویو کمانډرانو شناخت د احمد مصطفا الجاج علي او د محمد همدان په نومو وکړو.

ايي ډي اېف د زیارت، پنجشنبې، په ورځ دا هم وویل په اسرایل د لبنان نه د ۴۰ راکټونو حمله شوې ده خو د اسرایل دفاعي نظام د زیارتو راکټونو لاره ونیوله.

د امریکې صدر جوبایډن د شورو، چهارشنبې، په ورځ د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو سره په ټېلې فون خبرې وکړې او دا خبره يې تکرار کړه چې اسرایل سره د امریکې ملاتړ په "فولادو کې د نغښتی" دی.

د اګست د ۲۱ نېټې راهسې دا په ټېلې فون د بایډن او نېټن یاهو وړمبۍ خبرې اترې وې چې نایب صدر کاملا هېرېس هم په کې شامله وه.

د بایډن او د نېټن یاهو د خبرو په اړه وایټ هاوس په رسمي بیان کې وویل دواړو مشرانو په دې خبره ټینګار وکړو چې د حماس د ولکي نه د یرغمالانو د ازادولو او د جنګ بشري تاوان کمولو دپاره پکار ده چې سفارتي کوښښونه په بېړنۍ توګه شروع کړی شي.

04:29 10.10.2024

د اسرایل دفاع وزیر وایي ایران ته به یې جواب "مرګونی، کره او حیرانوونکی" وي

د اسرایل د دفاع وزیر یوواو ګېلنټ د چارشنبې- شورو په ورځ خبرداری ورکړ چې پر اسرایل د ایران د بېلسټیک میزایلو بریدونو ته به یې جواب "مرګونی، کره او "حیرانوونکی" وي.

یوواو ګېلنټ د خپل هېواد له استخباراتي څانګې سره د اکتوبر پر نهمه په خبرو کې ویلي، د اسرایل بریدونه به "ډېر په ناپ تللي" وي او ایران به په دې پوه هم نه شي چې څه وشول او څنګه وشول.

د صدر بایډن او وزیراعظم نتنیاهو له ټیلیفوني خبرو وروسته د اسرایل د دفاع وزارت یوه ویډیو خپره کړې چې رویټرز هم پر خپل یوټیوپ ورکړې پکې هغه د اسرایل د استخباراتو پوځي افسرانو ته وایي:

"څوک چې پر موږ برید کوي زیان به یې ویني او قیمت به یې ادا کوي. زموږ برید به وژونکی ، کره او تر هر څه بالاتر حیرانوونکی وي، دوی به پوه هم نه شي چې څه وشول او څنګه وشول، دوی به یې نتیجې وویني".

ټاکل شوې وه چې د اسرایل د دفاع وزیر د ا کتوبر پر نهمه واشنګټن ته سفر وکړي، خو پېنټاګان وویل هغه خپل سفر ځنډولی خو په دې اړه یې له تبصرې ډډه وکړه چې هغه ولې خپل سفر ځنډولی دی.

بل لور ته د اسرایل رسنیو خبر ورکړی چې وزیراعظم بنیامین نتنیاهو غوښتل اول د چارشنبې- شورو د امریکې له صدر جوبایډن سره خبرې وکړي.

واشنګټن ته د اسرایل د دفاع وزیر سفر په داسې وخت ځنډېدلی چې د اسرایل او ایران تر منځ کړکېچ زیات شوی او دواړه هېوادونو په لبنان کې د حزب الله پر مشرانو د بریدونو پر سر یو بل ته ګواښونه کوي.

نور کتل

XS
SM
MD
LG