واشنګټن (ای پي) اسرايلي جنګي جهازونو او ځمکني ځواکونو په غزه کې د حماس په هدفونو حملې دوامداره ساتلي او او وزیر اعظم بېنجمن نېټن یاهو د ډز بندۍ غوښتنې رد کړي دي.
د غزه د دوه اشاریه درې مېلین ابادۍ نیمايي برخه خلک د کورونو نه وتلي او د ملګرو ملتونو په انتظام په سکولونو کې جوړ مرکزونو کې يې پناه اخېستې ده. د سکولونو ترڅنګ په هسپتالونو کې هم ګڼ شمېر خلکو د زخمیانو ترڅنګ پناه اخیستې ده.
د حماس د انتظام دلاندې د غزه د صحت وزارت ترمخه، د حماس او اسرایل په جګړه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېره ۸۳۰۶ ته رسېدلې ده. په وېسټ بېنک هم په تشدد او په اسرایلي چاپو کې ۱۲۲ کسان وژل شوي دي.
په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس په حمله کې د ۱۴۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي. وژل شوي زیاتره کسان ملکي کسان وو. د دې ترڅنګ د حماس وسله والو ۲۴۰ یرغمال کړي هم وو. اسرایلي ځواکونو یرغمال شوي یوه ښځینه اسرایلي عسکره راخلاصه کړې ده.
دوه نورې یرغمال مېرمنې حماس ازادې کړي دي.
اسرایل ویلي د حماس مسلح ډلې د هغو کمانډرانو څخه یو یې وژلی چې د اکتوبر په اوومه نېټه يې په اسرایل د حملې بندوبست کړی و.
د اسرایل ډېفېنس فورس، ايي ډي اېف، او د هېواد دننه د امنیت ادارې شېن بېت د نهې، سه شنبې، په ورځ په مشترکه بیان کې د استخباراتي معلوماتو په بنیاد وویل چې د نسیم ابو اجنا په هوايي بمبارۍ کې وژل شوی دی.
د بیان ترمخه ابو اجینا د حماس د بېت لاهیا څانګې مشر و او د اکتوبر په اووه نېټه په اسرایل حمله کې استعمال شويو ډرون او پېرا ګلایډر په جوړولو کې ککړ و. بیان وویل د ابوجینا لرې کېدل د حماس ترهګرۍ ډلې دې صلاحیت نه نقصان رسوولی چې د اسرایلي ځواکو په ځمکي عملیاتو کې خلل پېدا کړی شي.
اسرایلي پوځ وویل په تېرو ۲۴ ګنټو کې د اسرایلي ځواکونو ۳۰۰ هدفونه وېشتلي دي چې په کې په ځکه کې کنستل شوي د حماس څمڅې هم شاملې دي. اسرایلي پوځ وویل د حماس وسله وال هم وژل شوي دي.
په زمین دوز څمڅمو کې وېل کېږي چې حماس وسله، خوراک او نور ضروري شیان ذخیره کړي دي.
اسرایلي ځواکونو د ګل، دوشنبې، په ورځ هغه ښځینه اسرایلي عسکره ازاد کړې چې حماس د په اسرایل د حملې په مهال یرغمال نيولې وه.
حماس د ګل، دوشنبې، په ورځ خپله ولکه کې د دریو اسرایلیانو وډیو جاري کړه. اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د وډیو غندنه وکړه او بې رحمه نفسیاتي پراپګېنډا يې وبلله.
اسرایل وايي حماس ۲۴۰ یرغمال نیولي دي.
په واشنګټن کې به د امریکې د حکومت لوړ رتبه چارواکي د نهې، سه شنبې، په ورځ اسرایل او اوکراین ته د امدادي کڅوړې په اړه معلومات ورکوي. د امریکې خارجه وزير اېنټني بلېنکن به هم د سېنېټ کمېټۍ ته حاضرېږي.
واشنګټن (روېټرز) د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن او د دفاع وزیر لواېډ اسټن د نهې، سه شنبې، په ورځ په کانګرس کې اسرایل او اوکراین سره د اضافي مرستې دپاره د بېلینونو ډالرو غوښتنه په داسې حال کې وکړه چې د اورېدنې په مهال احتجاج کوونکو په امریکايي چارواکو الزام ولګولو چې په غزه کې د فلسطینیانو د "نسل" وژنې ملاتړ کوي.
بلېنکن او اسټن د سېنېټ د اپراپرېشنز کمېټۍ نه اوکراین، اسرایل او د امریکې د جنوبي سرحد دپاره د ۱۰۶ بېلین ډالرو غوښتنه وکړه.
صدر جوبایډن ویلي چې د همکارانو مرسته د امریکې د قومي امنیت تحفظ کوي. هغه اوکراین دپاره د ۶۱ اشاریه څلور بېلین ډالرو، اسرایل دپاره ۱۴ اشاریه درې بېلین ډالرو، نهه بېلین ډالر په اسرایل او غزه کې د بشري امداد دپاره او د ۱۳ اشاریه شپږ بېلین ډالر د امریکې د جنوبي سرحد دپاره او څلور بېلین ډالر په اېشیا کې د چین د مخنیوي د کوښښونو دپاره غوښتي دي.
په کانګرس کې اورونه د شروع کېدو سره سم د احتجاج کونکو کسانو چې لاسونه یې په رنګ سره وو په قطار کې ودرېدل او د جنګ خلاف یې نعرې کولې او وېل يې "اور بند اوس" او د "غزه ماشومان وژغورئ."
بلېنکن وویل اوکراین سره د امریکې ملاتړ روس دپاره په اوکراین یرغل یوه لانجه جوړه کړې ده. هغه اسرایل سره د پوځي مرستې او اسرایل او غزه سره د بشري مرستې په اهمیت ټینګار وکړو.
بلېنکن وویل په بيړنۍ توګه د انساني امداد د نشت والي له امله جګړه زیاتېدلی شي، د خلکو مشکلات به زیات شي، حماس او د ډلې پلویانو به وايي چې دوی د مشکل نه راووتل.
په کال ۲۰۲۲ کې په اوکراین د روس د یرغل راهسې کانګرس اوکراین سره د ۱۱۳ بېلین ډالرو امداد منظور کړی دی.
امریکا اسرایل ته هر کال د درې اشاریه اته بېلین ډالرو ملایت پوځي امداد ورکوي او اسرایل سره د نور امداد په اړه د صدر بایډن په غوښتنه تنقید شوی او په نړیواله کچه دا مطالبې کېږي چې په غزه کې دې ملکي کسانو ته تحفظ ورکړی شي.
ا کتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې په جواب کې اسرایلي ځواکونو په غزه کې د حماس خلاف ځمکنۍ او هوايي حملې شروع کړي دي. په اسرایل د حماس په حمله کې ۱۴۰۰ کسان وژل شوي او تر ۲۴۰ پورې کسان حماس یرغمال نیولي دي.
فلسطيني چارواکي وايي په غزه د اسرایل په مکمله محاصره کې د ۸۳۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي چې د ۳۴۰۰ نه زیات په کې ماشومان دي، په سیمه کې د خوراک، خشاک او د صفا اوبو کمی دی.
د رایټرز خبري اداری ترمخه د نهې- سه شنبې په ورځ د حماس د کنټرول لاندې د غزه د روغتیا وزارت چارواکو ویلي دي چې د جبالیه په کډوالو کېمپ د اسرایل په برید کې لږترلږه 50 فلسطینیان وژل شوي دي.
د اسرایل د پوځ ویاند ریر اېډمرل ډېنیل هاګري د سه شنبې په ورځ د جبالیه د کډوالو په کېمپ هوايي بریدونه تایید کړل او ویې ویل چې د "حماس یو مضبوط مرکز" ېې په نخښه کړې دی.
د اسرایل د پوځ یو بل ویاند لیفټیننټ کرنل رچرډ هیچټ د سی این این سره په خبرو کې د جبالیه په کډوالو پر کېمپ د اسرایل حمله تایید کړې ده او وویل چې په دې سیمه کې د حماس یو لوړپوړی کمانډر په نښه کړی دی. د اسرایل د پوځ ویاند زیاته کړه: "مونږ د دې معلومات کوو او مونږ به نور معلومات هغه وخت شریک کړو کله چې مونږ ته معلومه شی چې هلته څه پیښ شوي."
د اسرایل پوځي ویاند زیاته کړه چې د دوی ځواکونو د غزې په شمال کې د حماس د وسله والو سره جګړه وکړه او د دې ډلې په ځمکه کې دننه سرنګونه باندې یې هوايي بریدونو وکړو.