د امریکې په فشار اسرایل ویلي غزه ته به په محدوده کچه د تېلو رسد پرېږدي
واشنګټن (وي او ای/ای پي/ای اېف پي/روېټرز) د امریکې د فشار وروسته اسرایل د جمعې په ورځ اعلان وکړو چې غزه ته به د بشري مقاصدو دپاره په محدوده کچه د تېلو د ور وړل کېدو اجارت ورکړي.
دا اعلان په داسې حال کې شوی چې د ملګرو ملتونو چارواکو ویلي وو د تېلو د کمي له امله غزه ته انساني امداد په رسوولو کې او په سیمه کې د موبایل نېټ ورک په چلولو کې مشکلات پېدا شوي دي. غزه ته د ملګرو ملتونو امدادي کانوای د تېرو دریو ورځو راهسې ځنډېدلې ده.
د ملګرو ملتونو د خوراک ادارې ورلډ فوډ پروګرام مشر خبرداری کړی چې په غزه کې د قحط امکان هم شته.
د اسرایل د نېشنل سېکیورټي کاونسل ډرېکټر زاچي هېنیګبي د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل د اسرایل د جنګ کابېنې د امریکې په خصوصي غوښتنه فیصله وکړه چې د غزه د اوبو د صفا کولو نظام چې د ملګرو ملتونو اداره یو اېن ډبلیو ار ای یې چلوي، هره ورځ به ورته دوه ټېنکرې تېل ورکول کېږي.
یو اېن ډبلیو ار ای د ملګرو ملتونو هغه اداره ده چې د فلسطینیانو مرسته کوي.
په واشنګټن کې د امریکې د سټېټ ډپارټمنټ یو چارواکي د دې خبرې تصدیق وکړو چې اسرایل به په هر 48 ګنټو کې 36984 ګېلن تېل د مصر دلارې غزه ته لېږي. دغه تېل په هسپتالونو او د اوبو او د خځلې صفا کولو پلانټونو ته ورکول کېږي. د تېلو وړمبۍ پېره به د خالي، شنبې، په ورځ وړل کېږي.
په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس د حملې وروسته اسرایل د غزه محاصره کړې. د حماس په حمله کې د 1200 نه زیات کسان په اسرایل کې وژل شوي او حماس د 200 نه زیات نور کسان یرغمال کړي دي.
د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړی او د غزه د صحت چارواکي وايي د اسرایل په بمبارۍ کې د 11000 نه زیات کسان وژل شوي دي.
په غزه کې د مواصلاتو نظام په جزوي توګه بحال شو
واشنګټن (وي او ای/ای پي/ای اېف پي/روېټرز) د مواصلاتو فلسطینۍ کمپنۍ پېلټېل وویل د جنرېټرو دپاره تېل ترلاسه کولو وروسته یې په غزه کې د موبایل او انټرنېټ خدمات په جزوي توګه بحال کړل.
د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه د تېلو 17000 لېټرو وړمبۍ پېره د مصر نه رفح دلارې د جمعې په شپه ناوخته غزه ته ورسېدله.
پېلټېل وویل تېل ترلاسه کولو وروسته یې مواصلاتي الات چلولو دپاره د بجلې جنرېټرو کار شروع کړو.
د امریکې د فشار وروسته اسرایل د جمعې په ورځ اعلان وکړو چې غزه ته به د بشري مقاصدو دپاره په محدوده کچه د تېلو د ور وړل کېدو اجارت ورکړي.
ای پي: د غزه په شمالي برخه کې د اسرایلي ځواکونو او فلسطیني وسله وال جنګېدلي
واشنګټن (ای پي) د غزه په شمالي برخه کې اسرایلي ځواکونه د نهې، سه شنبې، په ورځ د فلسطیني وسله والو سره د کډوالو په یو کېمپ کې او د یو هسپتال شاو خوا وجنګېدل.
اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره وايي په غزه کې د جګړې اووه هفتې وشوې، په سیمه کې د تېرو څو هفتو راهسې بجلي نشته او خلک خوراک او د بنیادي ضرورت نورو شیانو ته باوري لاس رسی نه لري.
د رپورټ ترمخه، د اسرایلي ځواکونو او حماس وسله والې ډلې د جنګ کرښه د غزه ښار په مضافاتو کې خبلیه کېمپ ته منتقل شوی دی چېرته چې په کال ۱۹۴۸ کې د اسرایل د قیام راهسې بې کوره فلسطينیا ژوند کوي.
ای پي وايي اسرایل په تېرو څو هفتو کې په دغه علاقه بمباري کړې او اسرایلي ځواکونه وايي د غزه ښار نه د ویستل کېدو وروسته د حماس وسله وال دغه ځای جمع شوي دي.
د اېنډونیشیا هسپتال سره نږدې هم جګړه سخته شوې. فلسطيني چارواکي وايي په سلګونو کسان په هسپتال کې ګېر دي. یوه ورځ وړاندې قریباً ۲۰۰ کسان د هسپتال نه وویستل شوو.
بلخوا د حماس ځینو مشرانو ویلي د نړیوالو دریم ګړو په کوښښونو یرغمال کسانو د ازادۍ دپاره معاهدې ته نږدې شوي دي. په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس په حمله کې وسله والو ۲۴۰ یرغمال ونیول. په حمله کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي دي. د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې دحماس خلاف جنګ شروع کړی او فلسطيني چارواکي وايي په غزه کې د ۱۱۰۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي.
اسرایل او د حماس مشرانو امکان څرګند کړی چې د حماس په ولکه د یرغمال کسانو د ازادۍ دپاره به معاهدې ته ورسېږي
واشنګټن (وي او ای/ای اېف پي/روېټرز) اسرایل او د فلسطيني مسلح ډلې حماس مشرانو د نهې، سه شنبې، په ورځ امکان څرګندو کړو چې د هغه کسانو د ازادۍ په اړه په معاهدې وشي چې اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې په مهال وسله والو یرغمال کړي دي.
اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو عسکرو ته وویل یرغمال کسانو د ازادۍ په لړ کې پرمختګ دوام لري، په دې موقع څه نه شي وېلی خو امید کوي چې زر به ښه خبر واورېدل شي.
د فلسطيني قېدیانو د چارو ادارې مشر قدوره فارس وویل د قیدیانو په تبادله کې به هغو د۳۵۰ ماشومانو او د ۸۲ فلسطیني مېرمنو ازادېدل شامل وي چې د اسرایل په قېد کې دي.
د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حملې په مهال د حماس وسله والو ۲۴۰ کسان یرغمال ونیول. په حمله کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي دي.
د تېرو څو ورځو راهسې د امریکې خبري اکاونټونه دا خبرونه ورکوي چې ممکنه ده حماس ۵۰ ښځې او ماشومان یرغمالان ازاد کړي او په جګړه کې د پینځو ورځو وقفه وکړی شي.
د اسرایل هارېټس اخبار وویل امکان دی چې قطر د نهې، سه شنبې، په ورځ د معاهدې تفصیلات شایع کړي. قطر د یرغمالانو د ازادۍ دپاره مذاکراتو کې د ثالث کردار ادا کړی دی.
د قطر خارجه وزارت وویل مذاکرات حساس او حتمي پړاو ته رسېدلي دي.