لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مومندو کې‌ په پولیسو دبرید نه وروسته امنیتي ځواکونو دخلکو دتګ راتګ لارې تړلې دي


ځايي امنيتي چارواکي وايي تېر ماښام د پولیسو په يوه څوکۍ نامعلومه وسله والو ډزې کړې وې او امنیتي ځواکونو د مشکوکو تنانو نيولو د پاره لارې بندې کړي او د لټون عمليات يې پېل کړي دي
ځايي امنيتي چارواکي وايي تېر ماښام د پولیسو په يوه څوکۍ نامعلومه وسله والو ډزې کړې وې او امنیتي ځواکونو د مشکوکو تنانو نيولو د پاره لارې بندې کړي او د لټون عمليات يې پېل کړي دي

د قبايلي ضلعې مومندو د امبار سيمي اوسيدونکي وايي امنیتي ځواکونو دتېرې شپې نه امبار تحصيل ته د تلو راتلو لارې تړلي دي اؤ د لارو بنديدو له امله خلک د مشکلاتو سره مخامخ دي۔

ځايي امنيتي چارواکي وايي تېر ماښام د پولیسو په يوه څوکۍ نامعلومه وسله والو ډزې کړې وې او امنیتي ځواکونو د مشکوکو تنانو نيولو د پاره لارې بندې کړي او د لټون عمليات يې پېل کړي دي۔

د مومندو پوليس وايي د چهارشنبې په ماښام د تحصيل امبار موسا کور علاقه کې د پوليسو په چوکۍ نامعلومه تنانو ډزې کړي چې يو پوليس عسکر پکې زخمي شوی دی.

ځايې خلکو ډيوه ته وويل د پېښې نه وروسته امبار تحصيل ته د باجوړنه راتلونکې لار اؤ د پنډيالۍ او حلميزو تحصيل نه داخېلدونکې لارې د عامو خلکو تګ راتګ د پاره تړل شوې دي۔

پوليس وايي دامنيتي ادارو اهکارو په سيمه کې دمشکوکه وسله والو د نيولو د پاره د لټون عمليات پېل کړي دي۔

د اتمانخېل د ځوانانو د اتحاديې مشر انور شاه بورا ډيوه ته وويل د لارو بنديدو له امله بيماران، تعليمي ادارو ته تلونکي زده کوونکي او خپلو روزګارونو له تلو د پاره خلک اغېزمن شوي او په کورونو ناست پاتې دي.

نوموړي وويل " خلکو ته دومره تکليف جوړ دی چې خلک دې ته اړه شوی چې خپلې کډې واخلي او بيا پينډئ، لاهور او نورو علاقو ته لاړ شي، حکومت دې د وسله والو د نيولو داسې څه لار راوباسي چې عام خلک د مشکل نه بچ پاتې شي"

يو بل ځايي اوسيدونکي امجد علي وويل اوس د قبايلي ضلعو نه د ايف سي ار قانون ختم شوی، هغه وخت چې به داسې پېښې وشوې دټولې علاقې خلک به ځپل کيدل اوس دا خلک د صوبې برخه دي بايد چې دوي هغه د زوړ وخت پشان ونه ځپل شي۔

په اته ويشمته جولایي هم د مومندو د امبار سره جوخت د پنډيالۍ تحصيل کې د ايف سي يو اهلکار د نامعلومه تنانو لخوا په ډزو ويشتل شوی ؤ، او په نتیجه کې يې دغه علاقې ته د تګ راتګ لارې تړل شوې وې،

بيا د ځايې منتخبو نماینده ګانو په کوششونو لارې پرانستل شوې، خو نن دلارو بنديدو په اړه لا هم څه نه دي ويل شوي چې ترڅومره وخته پورې به تړلې وي۔

ددې پېښو ذمه واري کوم وسله وال تنظيم په غاړه نه ده اخستې، وړاندې به ددغسې بريدونو ذمه واري زیاتره تحريک طالبان پاکستان په غاړه اخسته خو د حکومت سره د ډزبندۍ وروسته دغه وسله والې ډلې د کوم بريد ذمه واري نه ده منلې۔

ددې ترڅنګ دوه ورځې وړاندې په تحصيل صافو کې دوه ځوانان نامعلومه وسله والو په ډزو وژلي وو چې ځايي خلکو ېې په ضد احتجاجي مظاهره هم کړي وه او ځايې انتظاميي ورته د ککړو تنانو د نيول باور ورکړی ؤ چې له هغې وروسته احتجاج ختم کړی شوی ؤ.

ددغو دوؤ ځوانانو د وژنې په اړه تحريک طالبان پاکستان يو بيان کې ويلي دغه پېښه دوي پسې اړه نه لري او غندنه يې کوي۔

د مومندو يو ځايي مشر سعيد خان ډيوه ته وويل د سيمي خلکو په وړاندې وختونو کې د بدامنۍ له امله ډيرې قربانۍ ورکړي، دوي بې کوره شوي،ودانۍ يې ورانې شوي او مشران يې وژل شوي دي بايد چې حکومت امن ټينګ ساتلو د پاره ګامونه پورته کړي۔

مومند ضلعه کې د کال دوه زره اووم نه د تحريک طالبان پاکستان د وسله والو کلک واک ؤ، بيا په کال دوه لسم اؤ يوولسم کې دغلته پوځې عمليات وشول،په زرګونو کورنۍ بې کوره شوې، او د ضرب عٖضب او رد الفساد عملياتو وروسته امنيتي ځواکونو ويلي وو چې دغه سيمه يې د وسله والو نه پاکه کړې خو اوس هم پکې وخت په وخت د هدفي وژنو د بريدونو پېښې رپورټ کيږي۔

د تازه عملياتو په اړه امنيتي چارواکو ډيوه ته ويلي سيمي ته څه وسله وال بيا راغلي چې په ضد يې دوي د استخباراتي معلوماتو په اساس چټک عمليات پېل کړي دي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG