لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملالې يوسفزۍ دامن نړيوال ايوارډ گټلى


دپاکستان دخيبرپښتونخوا دسوات کم عمره طالب علمې ملالې يوسفزۍ ته دائرلينډ لخوا دکال 2012 Tipperar نړيوال دامن ايوارډ ورکړل شوىدى.
ددغه انعام لپاره ملاله دنړۍ پينځوؤ سترو شخصياتو چې پکې دامريکا دبهرنو چارو وزيره هيلري کلنټن، دهندي نيشنل کانگريس صدره سونيا گاندهي، پخوانى دکينيا خبريال جان گټينگو او پيکس کرسټي انټرنيشنل، کيتهولک دبشري حقونو او امن تنظيم شامل دي، نومول شوې وه.
داکتوبر په 15مه نيټه ملاله يوسفزۍ دبرطانيې دبرمنگهم کوئين الزبتهـ روغتون ته وروستو له هغې دعلاج لپاره وړل شوې وه چې هغه دسوات په مينگوره ښار کې دترهه گرو لخوا په يو بريد کې سخته ژوبل شوې وه.
ملالې يوسفزۍ په سوات کې دجينکو دتعليم په حق اودتندلارو په ضد ويناوې کړې وې.
دپاکستان پخوانۍ وزيراعظمې بې نظير بهټو ته هم په کال 2007م کې Tipperary Peace Award ورکړل شوى ؤ.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG