پاکستان کې د ځمکو ياد کاروباري تن ملک رياض حسېن ويلي، "وعده معاف ګواه به نه جوړيږم که څومره ظلم کوئ ویې کړئ". ملک ریاض د القادر ټرسټ او 190 ميلينه پاونډونو په مقدمو کې اشتهاري ګرځول شوی او عدالت د هغه د جايدادونو ضبط کولو حکم هم کړی دی.
وعده معاف ګواه هغه چاته وایي چې د چا خلاف په کومه مقدمه کې د ګواهۍ ورکولو، سهولت کار جوړېدلو یا د بشپړ حقیقت بیانولو لپاره د ده د بخښنې ژمنه ورسره وشي او وروسته د ده جرم وبخښل شي.
د روان کال فرورۍ په مياشت کې د پاکستان د راولپنډۍ د احتساب عدالت د القادر ټرسټ د 190 ملينه پاونډونو په مقدمه کې په پخواني وزيراعظم او د تحریک انصاف ګوند په مشر عمران خان او د هغه په مېرمن بشرا بي بي فرد جرم یا رسمي تور لګولی وو.
د احتساب عدالت جج ناصر جاوېد رانا دغه فرد جرم لګولی، خو تورنو/ ملزمانو (عمران خان او بشرا بي بي) د صحت جرم نه انکار کړی وو.
ملک رياض په اېکس (پخواني ټویټر) تفصيلي پوسټ کې ويلي، "تېره شپه په راولپنډۍ کې یې د بحریه ټاون په دفترو سرکاري مشينرۍ بغېر د کوم قانوني اختيار چاپې وهلي دي، د کوم سیاسي واک مبارزه کې د فریق نه جوړېدو د اعلان نه وروسته، زه د ظلم وستم ښکار يم، زه د بحريه ټاون ضد اقداماتو غندنه کوم".
ملک ریاض په اېکس يوه ويډيو هم پوسټ کړې او دعوه یې کړې، "د څو ساعتونو پورې یې په دفترونو چاپې روانې وې، دفترونه یې مات کړل شوي، عمله یې ځورول شوې او تښتول شوې ده، دفتري ريکارډ، کمپيوټرې او نقدي ترې وړل شوې ده".
هغه تور لګولی، "تېره میاشت د بحریه ټاون د ګڼو جايدادونو او اکاونټونو ضبط کولو وروسته، دا چاپې د خپلې سياسي ايجنډې او په بحریه ټاون د فشار اچولو دپاره د رياستي ادارو لخوا د بې مهاره بدمعاشۍ عکاسي کوي".
نوموړي ویلي، "د کوم طاقت په لوبه کې به ونه کاريږي، د وزيراعظم، وزيراعلا پنجاب، وزارت داخله، نېب او اېف آی اې د مشرانو نه د بحریه ټاون د عملې په سمدستي توګه د خوشي کولو غوښتنه کوي".
د پاکستان تحريک انصاف ګوند يو مشر زلفي بخاري په اېکس پوسټ کې دعوه کړې، "دا وخت د ملک ریاض سره ځکه داسې کیږي چې هغه د عمران خان خلاف بيان ورکولو نه انکار کوي".
د پاکستان ادارو په رسمي توګه د ملک رياض تورونو ته کوم ځواب نه دی ويلي، خو د اطلاعاتو مرکزي وزير عطا تارړ بي بي سي ته ويلي، زه نه ګڼم چې په ملک رياض کوم فشار دی هغه په يوه قضيه کې ملزم/ تورن دی، فشار په هغه چا اچول کيږي چې د مقدمې د کارروايۍ برخه وي، که هغه د وعده معاف ګواه جوړېدو دپاره د فشار خبره کوي نو په عدالتونو کې ولې نه پېش کيږي".
پاکستان کې د ملک ریاض په اړه داسې دعوې کيږي، چې هغه يو داسې بااثره کاروباري تن دی چې په يو وخت د سياستوالو او اسټبلشمنټ سره اړيکې او سياسي چارو کې لاس لري.
درې ورځې وړاندې نوموړي په اېکس يو بل پوسټ کې دعوه کړې وه، "د يو کال نه د زياتې مودې راهسې په ما د جوړ جاړي دپاره فشار اچول کيږي، خو زه به کله هم چاته اجازت ور نه کړم چې د سياسي مقاصدو دپاره مې وکاروي".
د القادر ټرسټ قضيه څه ده؟
پاکستان کې د پي ډي اېم تېر اتحادي حکومت په عمران خان تور لګولی وو چې کله هغه په اقتدار کې وو نو د القادر ټرسټ په نوم د یو خېریه بنسټ لپاره یې د پاکستان دنننه د ملک ریاض نه د پنجاب صوبې د جهلم په سوهاوه سیمه کې یې د القادر پوهنتون لپاره 458 کناله ځمکه ترلاسه کړې وه.
القادر پوهنتون د القادر ټرسټ یا بنسټ د سیوري لاندې فعالیت لري او عمران خان او د هغه مېرمن د دغه بنسټ مسولین یا مشران دي.
عمران خان ويلي وو دغه ځمکه ورته د القادر پوهنتون لپاره ملک ریاض عطیه کړې وه خو تېر حکومت تور لګولی وو چې دا معامله د عطیې یا چندې نه ده بلکې د بحریه ټاون د مالک ملک ریاض او عمران خان د تېر حکومت ترمنځ د شوي یو پټ تړون برخه وه.
د پي ډي اېم حکومت ويلي وو، د برتانيې د نيشنل کرايم ايجنسۍ د پلټنو په نتيجه کې ملک رياض د قضيې کولو په ځای جوړ جاړی کړی او ايجنسۍ دغه پېسې (190 ملينه پاونډونه) د پاکستان د رياست اثاثه ګرځولې وه
ويل شوي وو، دغه پېسې بيا برتانیې د پاکستان حکومت ته سپارلې وې خو د عمران خان حکومت بیا دا پېسې د ملک ریاض په ذمه ورپورې هغو 460 اربو روپو کې شمارلې وې چې سپریم کورټ یې د کراچۍ د بحریه ټاون په قضیه کې ملک ریاض ته د ادا کولو امر کړی وو.
Forum