لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اېف آی اې په مقدمه کې هم د منظور پښتين ضمانت منظور شو


د مرکزي تحقيقاتي ادارې (اېف آی اې) په مقدمه کې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مشر منظور پښتين ضمانت منظور شو، په نوموړي اسلام اباد کې ښکاره ټولو مقدمو کې ضمانتونه منظور شو.

د پښتين وکیل مصدق عزيز خټک وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، د اېف آی اې ځانګړي جج شاه رخ ارجمند د منظور پښتين ضمانت د 30000 روپو مچلکو په عوض منظور کړو.

هغه وویل، په منظور پښتين په اسلام اباد کې څلور مقدمې ښکاره کړی شوې او په هغو ټولو کې یې ضمانتونه منظور شو، که بله مقدمه پسې راونه ويستل شوه نو امکان دی هم نن به د زندان څخه خوشی شي.

دوه ورځې وړاندې په دويمه جنورۍ د ترنول تاڼې په مقدمه کې د پښتين ضمانت منظور شوی وو.

پښتين په 30م دسمبر د ترنول او اېف آی اې په مقدمو کې عدالت ته وړاندې کړل شوی او عدالت هغه په جوډيشل ريمانډ اډیاله زندان ته لېږلی وو.

په دويمه جنورۍ د هغه د ترنول په مقدمه کې ضمانت منظور شوی او له دې وړاندې یې په دوه نورو مقدمو کې هم ضمانتونه منظور شوي وو.

پي ټي اېم د تېر کال 2023م د اګست په 18مه اسلام اباد کې يوه جلسه کړې د دغه جلسې پرضد دوه مقدمې، يوه په ترنول تاڼه کې او بله په سي ټي ډي کې درج شوې وه.

د مصدق عزيز خټک په خبره په 29م دسمبر اسلام اباد هايکورټ د منظور پښتين د ټولو مقدمو د ريکارډ معلومولو او رايو ځای کولو په خواست اورېدنه کړې او عدالت بیا د ریاست او د کورنيو چارو د وزارت نه ټول ريکارډ طلب کړی، خو په دغه خواست د اورېدنې دپاره تراوسه بله نېټه نه ده ورکړل شوې.

منظور پښتين په څلورم دسمبر د بلوچستان په چمن ښار کې پرلت ته د وینا وروسته نيول شوی، په پينځم دسمبر د خېبرپښتونخوا پوليس ته سپارل شوی خو په ډېره اسماعیل خان کې عدالت ته نه وو وړاندې کړی شوی.

وروسته هغه په اووم دسمبر د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړل شوی، د اووه ورځو په بدني ريمانډ سي ټي ډي ته حواله کړل شوی او په 14م بيا په جوډيشل ريمانډ زندان ته لېږل شوی وو. په 26م دسمبر یې ضمانتونه منظور شوي وو.

پاکستان کې د بشري حقونو تنظيم (اېچ ار سي پي)، سياستوالو او مدني فعالو د منظور پښتين په نيولو اندېښنه ښکاره کړې او د هغه د خوشي کولو غوښتنه یې کړې وه.

د پښتين د نيولو ضد پي ټي اېم د ملک په بېلابيلو ښارونو کې احتجاجي مظاهرې هم کړې وې.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG