لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مردان کې د نامعلومو وسله والو په ډزو یو پولیس افسر وژل شوی 


File Photo
File Photo

د مردان د ساړو شاه پولیس تاڼې یو چارواکي سهیل خان وایس اف امریکا ډیوه ته وویل دا پېښه د نهې یا سه شنبې په ورځ د مردان د تخت باي سیمې تر څنګ شوې ده.

هغه وویل دغلته نامعلومه وسله والو د ګارو شاه پولیس چوکۍ په انچارج اې ایس آي ولي محمد ډزې کړي اؤ هغه یې وژلی دی.

د پولیسو د وینا له مخې، د پېښې په مهال پولیس په ناکه بندۍ ولاړ وؤ اؤ په یو موټر سایکل سورو کسانو ته یې د ودرېدو اشاره وکړه خو هغوي پولیسو ته د ودرېدو پځاي وتښتېدل.

د ساړو شاه تاڼې محرر وایي کله چې د تېښېدلو ملزمانو په تعقیب کې اې ایس آي ولي محمد د هغوي د نیولو هڅه کوله نو هغه مهال پرې ملزمانو ډزې کړي اؤ بیا تښتېدلي دي.

پولیس وایي د پېښې مقدمه یې د نامعلومه ملزمانو په ضد درج کړې اؤ پلټنې یې پيل کړې دي.

خېبر پښتونخوا کې په امنیتي ځواکونو د کېدونکو زیاتره بریدونو پړه وسله واله ډله ټي ټي پي پغاړه اخلي خو په مردان کې د پولیس افسر د وژنې د پېښې ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې.

د خېبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې په دې وروستیو کې په پولیسو، پوځ اؤ د ایف سي په ځواکونو د بریدونو لړۍ زیاته چټک شوې اؤ په دې بریدونو کې په سوونو امنیتي عسکر وژل شوي دي.

د پاکستان انسټیټیوټ فار کنفليکټ اينډ سيکيورټي سټډيز د رپورټ ترمخه تېره د اکتوبر په مياشت کې د پاکستان دننه ترهګریزو بریدونو کې 198 کسان وژل شوي چې پکې 98 ترهګر ، 62 امنيتي چارواکي او 38 عام وګړي وو.

د پکس رپورټ وایي د اکتوبر میاشت کې په مجموعي حملو کې 87 فيصدي په خيبر پښتونخوا کې شوي دي چې پکې 117 کسان وژل شوي اؤ همدا شان په بلوچستان کې بیا په دې میاشت کې په 24 بريدونو کې 56 کسان وژل شوي دي.

د رپورټ له مخې په پنجاب صوبه کې په 6 پېښو کې 19 کسان وژل شوي چې ټول ترهګر وو.

د پاکستان د پوځ د ویاندې ادارې آي ایس پي ار هم تر دې وړاندې دعوه کړې وه چې سږکال پوځ په ګرد هیواد کې د ترهه ګرو په ضد دیارلسو زرو نه زیات واړه اؤ غټ عملیات کړې دي اؤ په دې کې 239 ترهه ګر وژل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG