د خیبرپښتونخوا یو شمېر فعالو ځوانانو د نهې/سې شنبې په ورځ په آنلاین بڼه د عبدالولي خان پوهنتون د وژل شوي طالب العلم مشال خان څلورم تلین ولمانځه. په دې آنلاین غونډه کې چې د اېنلايټ لېب تنظیم لخوا جوړه شوې وه، برخه والو په نوي کهول کې د سخت دریځه سوچونو د زیاتېدو په اړه اندېښنې شریکې کړې او ټینګار یې وکړ چې آګاه او د ترقي پسنده سوچونو ځوانان دې پخپلو منځونو کې ګټورو بحثونو ته دوام ورکړي.
مشال خان د ۲۰۱۷ کال د اپرېل په دیارلسمه نېټه د مذهب د سپکاوي په دروغو تور د یو شمير تندلارو ځوانانو لخوا په وهلو ټکولو ووژل شو. د هغې پېښې نه دا دی څلور کاله تېر شول، مګر اوس هم ځوانان وایي چې دوی د تندلارو افکارو د سیوري لاندې آزاد بحثونه او پوښتنې نشي کولی.
د حقونو یو کارکن او ټولنیز فعال شفیق ګګیاڼی وایي چې نن سبا په یونیورسټیو (پوهنتونونو) او نورو تعلیمي ادارو کې د طالب العلمانو ترمنځ په مختلفو موضوعاتو آزاد بحثونه او ډائیلاګونه نه لیدل کیږي.
شفیق ګګیاڼي په بحث کې وویل: «یونیورسټو کې هم چې د ډائیلاګ چې کومه خبره ده، هغه اوس نشته. په مختلفو طریقو باندې چې یو بل سره د هماهنګۍ خبره به وه، یو بل سره به د ډسکشن خبره وه، د یو بل اورېدو خبره به وه، هغه پلټفارمونه اوس ختم شوي دي.»
ښاغلي ګګیاڼي زیاته کړه چې په پښتنو کې هغه د هوجرې په شکل کې چې کوم محفلونه و، او په کې به مشرانو خبرې او بحثونه کول، هغه هم ختم شوي دي. د هغه په وینا، د ټولو وجه دا ده چې په ځوانانو، او په عمومي توګه معاشرې کې تشدد سېوا شوی دی.
د دې آنلاین بحث بل برخه وال سید حمزه حسین زاهد په دې فکرمندي وښوده چې د هغه له نظره، پاکستان کې ټول ماحول د سخت دریځۍ خوا ته روان دی. هغه وویل: «که څنګه چې مونږ نن سبا وینو، زمونږ ماحول داسې جوړ شوی چې ځوانان زیاده تر د سخت دریځۍ خوا ته روان دي. میډیا، تعلیمي کتابونه، او څه چې ماحول دی، ټول تندلاري توب خوا روان دی. د مثال په توګه تاسو میډیا ته وګورئ، هېڅ څوک تاسو ته پروګرېسیف/ترقي پسنده شیان نه ښکاره کوي.»
د غونډې یو ګډون وال، محمد شهزاد بیا وویل چې د ځوانانو ترمنځ د آزادو بحثونو دپاره ضروري ده چې پوهنتونونو/یونیورسټیو کې سټوډنټس یونین یا د طالب العلمانو اتحادیې جوړې شي. شهزاد زیاته کړه چې د دې کار مخه نیول کیږي، ځکه د هغه په باور ریاست د ځان د خوښې اتحادیې غواړي. د شهزاد په وینا، «هغه څه چې دوی غواړي، هغه مونږ ورسره نه منو ځکه هغوی دغه غواړي څه چې په ټي اېل پي (تحریک لبیک پاکستان) کې لګیا دي، دغه رنگه ځوانان پیدا کول غواړي.»
شهزاد د حل لاره دا وښوده چې د ترقي پسنده سوچونو ځوانان دې د یونیورسټیو بهر، پخپل منځ کې غونډې او بحثونه وکړي، او یو بل ته دې ډاډ ورکړي چې «زمونږ د سوچ او فکر ملګري شته.»
په سوشل مېډیا باندې عدم برداشت او د سختدریځو غبرګونونو او تبصرو زیاتېدل بله مسئله وه چې د غونډې برخه والو ورباندې اندېښنه څرګنده کړه.
د اېنلایټ لېب تنظیم غړې او د بحث چلوونکې طاهره کلیم وویل: «دا واقعي یو ډېر د خفګان وخت دی زمونږ دپاره، خو ورسره داسې کوم سپېسس چې مونږ ته دا چانس برابروي چې مونږ ورباندې خبره وکړو، ورباندې راټول شو، د یو شانتي سوچ والا کسان راټول شو او یو بل ته د خبرو کولو وخت ورکړو او خبرې یې هم واورو، دا یو غټ کوشش دی چې په کار ده روان پاته شي.»
بل اړخ ته شفیق ګګیاڼي وایي دوی څه موده مخکې د پاکستان لویې رسنۍ یا مئېن سټریم مېډیا ارزولې او دا یې موندلي چې پاکستان کې یو داسې چینل هم نشته چې هغه د ساینس او ډائیلاګ خبره وکړي، مګر مذهبي چینلونه زیات دي.
اېنلایټ لېب چې دا آنلاین غونډه یې جوړه کړې وه، یو غیرانتفاعي تنظیم دی چې په خیبرپښتونخوا او قبایلي ضلعو کې د خلکو د ذهنونو روښانه کولو او په معاشره کې د مثبتو ګامونو اخیستو په برخه کې کار کوي.