لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان: امنیتي ځواکونو ته سامان وړونکی ټېکدار سره د ډرايوره وژل شوی


پولیسو وویل وژل شوی تن ناصر د اېف سي ځواک سره کنټریکټر وو او په سیمه کې به امنیتي ځواکونو پوستو او قلعو ته به یې اوبه، خوراکي توکي او نور د ضرورت سامان رسول
پولیسو وویل وژل شوی تن ناصر د اېف سي ځواک سره کنټریکټر وو او په سیمه کې به امنیتي ځواکونو پوستو او قلعو ته به یې اوبه، خوراکي توکي او نور د ضرورت سامان رسول

د افغانستان سره په پوله پرتې ناارامه شمالي وزیرستان سیمه کې بیا هدفي پېښه شوې د امنيتي ځواکونو پوستو ته سامان وړونکی ټېکدار او د هغه ډرایور وژل شوي دي.

‎او د بنو ضلعې بکاخیل سیمه کې نامالومه وسله والو د سیمې یو دیني عالم او قبایلي مشر تښتولی دی.

‎تر دې مهاله دې پېښو زمه واري چا نه ده منلې.

‎د میرانشاه پولیسو تاڼې چارواکي وايی تېره شپه د میرانشاه په سپلګه سیمه کې د ټېکدار او د ډرايور د ژونې پېښه شوې، ناصر نومې ټېکدار او د هغه ډرایور وژل شوي دي.

‎پولیسو وویل وژل شوی تن ناصر د اېف سي ځواک سره کنټریکټر وو او په سیمه کې به امنیتي ځواکونو پوستو او قلعو ته به یې اوبه، خوراکي توکي او نور د ضرورت سامان رسول.

‎د پولیسو په وینا وسله والو د دوی په ګاډي ډزې کړي، دواړه یې په ځایی وژلي او برید کوونکي تښتیدلي دي.

پوليس وايي د پېښې پلټنې یې پېل کړي دي.

د اګست په 19 مه شمالي وزیرستان شوال سیمه کې شوې په یوه چاودنه کې 11 مزدور خواري کښ وژل شوي او دوه ټپي شوي وو.

‎ د اګست په 14مه هم رزمک کې وسله والو د پاکستان تحریک انصاف ګوند ځايي فعال ګل دراز خان په هدفي برید کې وژل شوی وو.

د ځائي خلکو او سرکاري شمېرو ترمخه روان کال شمالي وزیرستان کې تر دې مهال 33 هدفي پېښې شوي، د 40 څخه زیان کسان ورکې وژل شوي دي.

شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب پوځي عملياتو وروسته د هدفي پېښو لړۍ روانه ده او د شمالي وزیرستان اتمانزو حرګه دعوه کوي په دې هدفي پېښو کې تر 600 نه زیات کسان وژل شوي دي.

‎شمالي وزیرستان کې د دغه ناامنۍ او هدفي بریدونو پر ضد وخت په وخت جرګې مرکې احتجاجونه او پرلتونه شوي، چې پکې د حکومت نه په سیمه کې د امنیت ټینګښت غوښتنې تکرار کیږي.

‎تیره اوونۍ په 14 اګست د شمالي وزیرستان د اتمانزو قامي جرګې د نورو غوښتنو ترڅنګ سیمه کې د امن باوري کولو غوښتنه کړې وه.

‎د جرګې مشران وایي چې ترڅو حکومت امن باوري نه کړي دوی د حکومت سره د هرقسم لېن دېن نه کوي دا پرېکړه یې کړې ده.

تیره ورځ د شمالي وزیرستان انتظامیې د اتمانزو جرګې سره خبرې پېل کړې او د انتظامیې مشر مرستیال کمیشنر ریحان خټک ویلي د دوی غوښتنې اورېدل شوي او ایین او قانون په چوکاټ کې دننه منل کیږي.

بل لور ته چارواکي وايی د بنو بکاخېل سیمه کې یو دیني عالم او قبایلي مشر نامالومه کسانو تښتولی دی.

پولیس وايي مولانا ضابط الله نومي تن نن سحر بکاخېل سیمه کې کور سره نزدې خپل ګاډي کې هغه وخت تښتول شوی چې مدرسې ته روان وو .

‎د دوی په وينا پولیسو د مولانا د مامولو دپاره په سیمه کې ناکې لګولي او د لټون عملیات یې پیل کړي دي.

د سیمې خلک وايي نوموړی دیني عالم او مخور مشر دی او په سیمه کې د درس وتدریس سره جرګو کې برخه اخلي او د جرګو د لارې علاقايي ستونزې هواروي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG