د هند د وزیراعظم نریندر مودي ګوند بهارتیه جنتا پارتۍ تور لګولی چې د امریکا د بهرنیو چارو محکمه اؤ د ملک د "ډيپ اسټيټ"عناصر د تحقیقاتي صحافیانو د یوې ډلې اؤ د حکومت مخالفه ګوندونو د مشر راهول ګاندي سره په شریکه د هند د بې ثباته کولو هڅې کوي.
د "ډيپ سټيټ" اصطلاح د کوم ریاست دننه د موجودو طاقتورو ادارو لپاره کارول کیږي.
بهارتیه جنتا پارټۍ د زیارت په ورځ د یو فرانسیسي میډیا رپورټ حواله ورکړې چې پکې ویل شوي وؤ، د نړیوالې پرمختیا امریکایي ایجنسۍ (یو ایس ایډ) اؤ د سوروس په څېر نورو "ډيپ اسټيټ شخصیاتو" ’او سي سي ار پي‘ ته مالي کومک ورکړی ؤ.
د رایټرز خبري شبکې د رپورټ له مخې دا تور حیرانونکی دی ځکه چې نوي ډيلي اؤ واشنګټن د تېرو دوؤ لسیزو په مهال خپلو کې مضبوط تعلقات جوړ کړي دي اؤ دواړو هیوادونو د ځېنو اختلافونو اؤ ستونزو باوجود د اړیکو د لا پیاوړي کولو عزم څرګند کړی دی.
د هند واکمن ګوند د زیارت په ورځ ویلي چې د راهول ګاندهي ګانګریس ګوند د تحقیقاتي صحافیانو د شبکې یا نیټ ورک"آرګنایزډ کرایم اینډ کرپشن رپورٹنګ پروجیکټ" د هغو مضامینو څخه استفاده کړې چې په کاروباري اډاني ګروپ اؤ د هغې وزیراعظم مودي سره په مبینه قربت مرکوز دي تر څو حکومت کمزوری کړل شي.
د هند د کاروباري ګروپ په مشر ګوتم اډاني اؤ اوو نورو کسانو باندې تېره میاشت امریکا کې هندي مامورینو ته د 250 ميلينه ډالرو د بډو رشوتونو ورکولو او د امریکايي پانګه والو څخه د سکيم پټولو په تور فرد جرم لګول شوی ؤ.
اډاني ګروپ دا تورونه بې بنیاده بللي دي.
د صحافیانو د نیټ ورکو او سي سي ار پي په مضامینو کې تور لګول شوی چې هند کې د ریاست سرپرستي لرونکي هیکران د حکومتي ناقدینو په نښه کولو لپاره د اسرایل لخوا جوړ شوی "پيګاسس اسپایي وییر" استعمالوي.
حکومت د وړاندې څخه دا دواړه تورونه رد کړي دي.
تر دې وړاندې بي جی پي په راهول ګاندي اؤ امریکا د 92 کلن ارب پټي کاروباري اؤ شتمن شخصیت ارج سوروس تور لګولی ؤ چې مودي په هدف کوي.
په ټولنیزه رسنۍ ایکس یو پوسټ کې بي جی پي لیکلي دي چې د ډيپ اسټيټ واضحه مقصد وزیراعظم په نښه کول اؤ هند بې ثباته کول دي.
ګوند تور لګولی چې ددې ایجنډې تر شا د امریکا د خارجه محکمې لاس دی اؤ سي سي ار پي د ډيپ اسټيټ د ایجنډې سرته رسولو لپاره د میډیا یوه اله ده.
د بي جی بي قامي ویاند اؤ قانون ساز سمبت پات ه د زیارت په ورځ د ګوند له لوري لګول شوي دا تورونه د یو سرکاري میډیا بریفنګ په مهال تکرار کړي اؤ د یو فرانسیسي تحقیقاتي میډیا ګروپ په حواله یې دعوه کړې ده چې او سي سي ار پي ته نیمایي پنګې نیغ په نیغه د امریکې خارجه محکمه ورکوي خو هغه په دې لړ کې هیڅ ثبوت مخې ته نه دی راوړی.
د بهارتیه جنتا ګوند تورونو ته غبرګون:
د امریکې خارجه محکمې، یو ایس ایډ ، سوروس اؤ ګانګریس ګوند لا په سمدستي توګه د بهارتیه جنتا ګوند لخوا په لګول شوؤ تورونو د تبصرې خواستونو ته څه ځواب نه دی ویلی.
د خبریالانو شبکې او سي سي ار پي په یو بیان کې ویلي چې هغه یوه ازاده میډیایي رسنۍ ده اؤ د هیڅ سیاسي ګوند سره تړاؤ نه لري.
یادې شبکې ویلي د امریکې حکومت که ورته هر څو یو څه پنګې ورکوي خو وایي هغه یې په ادارتي عمل کې هیڅ مداخله نه کوي اؤ نه یې په رپورټنګ څه کنټرول لري
(ددې رپورټ مواد د رایټرز خبري شبکې څخه اخستل شوي)
Forum