لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په روس کې د مودي او شي لیدنې د هند او چین په سړو اړیکو کې د تودوالي هیله پیدا کړې


د چين صدر شي جين پينګ او د هندوستان وزيراعظم نريندرا مودي په تېرو پینځو کلونو کې لومړی ځل په روس کې سره لیدلي او دواړو مشرانو په دوه اړخيزه غونډه کې د خپلو هېوادونو تر منځ د همکارۍ پر پياوړتيا ټينګار کړی دی.

شي او مودي د چارشنبې- شورو په ورځ د روس په کازان ښار کې د بریکس تنظیم د مشرانو د غونډې په څنډه کې سره لیدلي او دا لیدنه په 2020م کې د دواړو هېوادونو د پوځونو تر منځ له خونړۍ سرحدي نښتې وروسته د اختلافاتو د کمېدو یوه نخښه ګڼل کېږي.

په ټیلیویژني ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې دواړه مشران د بریکس غونډې ته له تلو مخکې یو بل ته لاسونه ورکوي.

دا لیدنه د هند او چین د حکومتونو د هغه تړون له اعلانه څو ورځې وروسته شوې چې تمه کیږي پر هغه لانجمنه پوله باندې د دواړو ملکونو تاوتریخوالی را کم کړي چې د 2020م کال له نښتې راهیسې ورباندې لسګونو زره پوځیان یوې بلې خواته ګومارل شوي دي.

د چين سرکاري نشریاتي ادارې سي سي ټي وي د صدر شي جین پلینګ په حواله لیکلي چې وایي هغه د غونډې په پيل کې وويل، دواړه اړخونه بايد خپلمنځي اړيکې او همکارۍ پياوړې کړي:

"توپیرونه او اختلافات باید په سمه توګه حل کړي او دواړه د يو بل د پرمختګ خوبونه پوره کړي. دا د دواړو هېوادونو لپاره مهمه ده چې خپلې نړیوالې ذمه وارۍ پوره کړي."

د هندوستان وزیراعظم نریندرا مودي وویل، "پر پوله د امن او ارامۍ پر ځای کول باید زموږ لومړیتوب وي. دوه اړخیز باور، دوه اړخیز احترام او دوه اړخیز حساسیت باید زموږ د اړیکو بنیاد وي."

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل، دواړو مشرانو ټینګار وکړ چې د هند او چین تر منځ مستحکم، د پېشبینۍ وړ او دوستانه دوه اړخیزې اړیکې به د سیمې او نړۍ پر امن او سوکالۍ باندې مثبت اغېز ولري.

د هند د بهرنیو چارو سیکرټري وکرم مصري د بریکس له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، د دواړو مشرانو له خوا د وروستي تړون منظوري به د دوی د پولې په شاوخوا کې د حالاتو د نرمۍ سبب شي. مصري وويل:

"په سرحدي سيمو کې سوله به د اړيکو عادي کېدو ته موقع برابره کړي. اوس باید موږ پر دې لاره روان شو."

د دې اوونۍ په پیل کې اعلان شوي تړون کې د دواړو هېوادونو پوځیانو ته اجازه ورکړل شوې ده چې د همالیا غرونو د پولې په هغو ځایونو کې ګزمې وکړي چې دواړه یې د ملکیت دعوه لري.

د هندي چارواکو په وینا، د دې تړون هدف د سرحدي نښتو مخه نیول دي او دا ډاډ تر لاسه کول دي چې دواړه هیوادونه وکولای شي کله چې شخړه پېښه شي په "چټکتیا سره یې را کمه کړي".

چین د سه شنبې- نهې په ورځ وویل، بېجینګ به په بل پړاو کې له خپل "هندي اړخ سره په سمه توګه د پلان د عملي کولو" لپاره کار وکړي.

په تېرو څلورو کلونو کې دواړو هېوادونو د خپلو سفارتکارانو او پوځي مشرانو تر منځ له خبرو اترو وروسته له يو شمېر لانجمنو سيمو خپل ځواکونه ايستلي، خو د سرحدي شخړو په کمېدو کې یې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

له دې سره سره دواړه هیوادونه د سړکونو جوړولو او په همالیا غرونو کې د بنیادي اډاڼو د پیاوړي کولو لپاره تر خپل منځ سیالۍ کوي او د دې کار لپاره جنګي جیټ الوتکې او د توپخانې ټېنکونو د خپلو پوځیانو ملاتړ کوي.

تر اوسه دا لا څرګنده نه ده چې د همالیا له سرحدي سیمو به د هندي او چینایي ځواکونو د ایستلو لړۍ پیل شي که نه، خو دغه تړون د پوځي کړکېچ د ختمېدو لپاره لومړی ګام ګڼل کېږي.

د 2020م کال په سرحدي نښته کې 20 هندي او څلور چینایي پوځیان ووژل شوي وو، خو له هغه وروسته په 2021م او 2022م کلونو کې ځینې وړې پېښې هم شوې وې، چې د 4,000 کیلومیټره همالیایي پولې د اختلافي برخو په اوږدو کې یې د لویو نښتو ویره پیدا کړې وه.

نریندرا مودي په انډونېشیا کې د جي- 20 هېوادونو د 2022م د غونډې په څنډه کې او تېر کال په جوهانسبرګ کې د بریکس د غونډې په څنډه کې له شي سره لنډ ملاقاتونه کړي وو، خو دواړو مشرانو له م2019 راهیسې دوه اړخیزه ناسته نه وه کړې او شي تېر کال د هند په کوربتوب د جي- 20 تنظیم په غونډه کې ګډون نه وو کړی.

په هند کې سیاسي څېړونکو د دواړو مشرانو تر منځ د چارشنبې- شورو د ورځې ناسته مهمه وبلله.

په نوي ډیلي کې د آبزرور ریسرچ فاونډېشن څېړونکی منوج جوشي وایي، "دا د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو د عادي کولو په هڅه کې یو لوی ګام دی. دواړه هیوادونه هڅه کوي د تاوتریخوالي درجه را ټیټه کړي خو لا هم اوږد واټن پاتې دی."

په وروستیو کلونو کې له چین سره د هندوستان شخړو او اختلافاتو نوی ډیلی دې ته وهڅاوه چې له امریکا او لویدیځو هېوادونو سره نیزدې دفاعي او اقتصادي اړیکې جوړې کړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG