لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان کې په کور د مارټر ګولې لګېدو پېښه کې دوه ماشومان وژل شوي


د سیمې نه امنیتي سرچینې وايي چې دا پېښه نن د جمعې په ورځ د شکتوي په شرکي سیمه کې رامنځته شوې چې د نامعلوم لوري څخه یو ګوله په یو کور لګېدلې چې پکې دوه بې ګناه ماشومان وژل شوي
د سیمې نه امنیتي سرچینې وايي چې دا پېښه نن د جمعې په ورځ د شکتوي په شرکي سیمه کې رامنځته شوې چې د نامعلوم لوري څخه یو ګوله په یو کور لګېدلې چې پکې دوه بې ګناه ماشومان وژل شوي

د خېبر پښتونخوا د جګړه ځپلې قبایلي ضلعې جنوبي وزیرستان په شکتوي سیمه کې په یو کور د مارټر ګوله غورځېدلې چې له امله یې دوه ماشومان وژل شوي او یو بل ژوبل شوی دی.

د وژل شوؤ ماشومانو خپلو خپلوانو اؤ سیمې خلکو د وژل شوو ماشومانو جسدونه د پوځي قلعې مخې ته اېښودلي اؤ احتجاج یې پيل کړی دی.

‎د سیمې نه امنیتي سرچینې وايي چې دا پېښه نن د جمعې په ورځ د شکتوي په شرکي سیمه کې رامنځته شوې چې د نامعلوم لوري څخه یو ګوله په یو کور لګېدلې چې پکې دوه بې ګناه ماشومان وژل شوي.

پېښه کې د وژل شوؤ ماشومانو کورنۍ اؤ د سیمې خلک تور پورې کوي چې سیمه کې دا ګولې د پوځ لخوا ویشتل کیږي چې دې نه وړاندې پکې هم عام ولس ته زیانونه اوښتي دي.

‎د سیمې یو قبایلي مشر ملک سعید انور وي او اې ډیوه ته وویل چې دا کور له هوا څخه ویشتل شوی چې پکې تنکي ماشومان وژل شوي دي .

‎هغه وویل دا لومړی ځل نه دی، بلکې تر دې وړاندې هم سپټمبر کې په یوه جومات ډرون برید شوی و او په هغه برید کې یو ځایي تن وژل شوی او څلور تنه ژوبل شوي وو چې پر ضد یې خلکو سخت احتجاج هم کړی ؤ.

‎د سعید انور په وینا په هغه برید کې پوځی چارواکو دوی ته خپله تېروتنه منلې وه او په راتلونکي کې یې د دې ډول پېښو څخه د ډډې کولو ژمنه کړې وه.

‎تر اوسه پوځی چارواکو د دې وروستي برید په اړه څه نه دي ویلي، خو ځايي انتظامیه وايي چې د احتجاج کوونکو غوښتنې اورېدل شوي دي او د پېښې په اړه پلټنې پیل شوي دي.

‎دغه برید په داسې وخت کې شوی چې دوه ورځې وړاندې د یوې بلې قبایلي ضلعې خیبر په لرې پرته سیمه تیراه کې هم په یو ښوونځي ډرون برید شوی و، په کوم کې چې دوه ماشومان وژل شوي او پنځه نور ژوبل شوي وو.

‎د افغانستان سره په پوله پرتې قبایلي ضلعې او په ځانګړې توګه وزیرستان له تېرو دوو لسیزو راهیسې د وسله والو ډلو او پاکستاني پوځ تر منځ د جګړې میدان ګرځېدلی دی.

‎ د پاکستان پوځ په دې سیمه کې په تېرو شلو کلونو کې پراخه پوځي عملیات کړي دي، چې له امله یې میلیونونه خلک بې کوره شوي دي.

‎په دې عملیاتو کې دعوه شوې وه چې دا سیمه د هر ډول ترهګرۍ څخه پاکه شوې او بې کوره کسان خپلو سیمو ته بېرته لېږل شوي، خو رپورټونه ښیي چې د بریدونو په شدت کې بیا هم زیاتوالی راغلی، چې له امله یې عام خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.

دوه ورځې په شپږم نومبر د بر جنوبي وزیرستان کړمه سیمه کې څلور پاکستاني پوځیان په یو وسله وال برید کې وژل شوي وؤ،پاکستاني پوځ په دې برید کې د پنځوؤ وسله والو د وژل کېدو ادعا هم کړې وه.

د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف او نورو لوړو چارواکو په جنوبي وزیرستان کې د څلورو پاکستاني سرتېرو د وژل کېدو په اړه د تشویش څرګندونه کړې وه.

د برید ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

په روان نومبر میاشت کې دا لسم برید دی چې په نتیجه کې یې د شپږو امنیتي عسکرو په ګډون ۱۷ عام وګړي وژل شوي، چې پکې څلور ماشومان هم شامل دي او ۱۹ عسکر ژوبل شوي هم دي.

‎د بر جنوبي وزیرستان د سرویکي تحصیل منتخب چئیرمین شاه فیصل غازي ویلي چې دا د تېرو شلو کلونو راهیسې په سیمه کې پر خلکو د تپل شوې پردۍ جګړې تسلسل دی چې پکې عام خلک د خشاک په توګه کارول کېږي.

‎په روانه میاشت کې دا په جنوبي وزیرستان کې څلورم برید دی چې پکې د دوو ماشومانو او څلور امنیتي عسکرو په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي دي.

د سیمې خلک وايي چې د دې نه ختمېدونکي جنګ له امله یې ژوند ستونزمن شوی او نوره دا ناامني نه شي زغملی.

د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل
د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل
  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG