لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نقیب مسید پلار: راو انوار اونیسۍ ګنې نور احتجاجونه به کوو


Haji Mohammad Khan
Haji Mohammad Khan

د پښتنو لوی جرګې او په کراچۍ کې وژل شوي ځوان نقیب مسید پلار محمد خان ګواښ کړی که په بې ګناه وژنه ککړ پوليس افسر راو انوار د سپريم کوټ په راتلونکې اورونه کې وړاندې نه کړل شو نو ټول پاکستان کښې به احتجاج شورو کوي.

پښتون مشرانو دا خبرې نن ماښام د پاکستان پلازمینه اسلام اباد کښې یوې خبرې غونډې په محال کړي.

ګرېنډ جرګې د حکومت څخه غوښتنه کړې چې د جنورۍ میاشت اسلام اباد پرلت په وخت دوي سره د پاکستان حکومت لخواه کړې لوظونه دې پورا کړې شي.

حکومت مظاهرچیانو ته په دغه وخت لوظ کړې و چې قاتل راو انوار به نیسي، بیدرکه پښتانه به راپیدا کوي، د وزیرستان په خاوره ښخ بمونه به اوباسي، د عدالتونو نه بهر د پښتنو وژنه به بندوي او په امنیتي چیک پوستو به پښتانه بیځایه تنګول پریږدي.

اسلام اباد پرېس کلب ته راغلې جرګې د سند صوبې پولیسو مشر څخه هم غوښتلي چې د بیدرکه پښتنو په اړه دوي سره جمع خواستونه دې ايي جي سند په خپله نګرانۍ کښې وګوري او دې لړ کښې دې د انصاف نه کار واخلي.

جرګې د پاکستان په سترې محکمې یو وار بیا غږ کړې چې سند ایالت کښې د ترهګرۍ په تور د پښتنو په مرګ کې ککړ پخوانی پولیسو افسر راو انوار، عدالت ته پیشي دې یقیني کړې.

پریس کلب کښې د خپلو خبرو په وخت د نقیب مسید پلار محمد خان ویلي: "نقیب مسید د ټول قام بچې دې او د پاکستان اولس د هغه د بیګناهۍ ثبوت ورکوي. ما په دې اړه پولیسو ته رپورټ کړې او د عدالت نه هیله لرم چې د راو انوار د پیشې او په دې چلیدونکې مقدمه کښې به انصاف کوي".

جرګې دهړکه هم کړې چې که چرې د دوي غوښتنې اونه منل شوې نو په ګرد پاکستان کښې به په احتجاج لاس پورې کړي.

څیړونکي ګني د راو انوار پحقله پاکستان کښې دا اندازې چې پخواني پولیسو افسر سره د ریاست د پټو لاسونو مرستې دي وخت تیریدو سره په شک کښې بدلې شوې، او اوس دغه شکونه د پاکستاني مامورینو پوخ یقین شوې چې راو انوار پسې تکل کول د وخت ضاېعه کول دي.

دوي زیاتوي د نقیب په قتل کښې د پاکستان مشر قاضي ثاقب نثار سو موټو ګام "د مظلوم په ځائې د ظالم په ګټه پریوتې".

  • 16x9 Image

    محمد عالمگیر

    محمد عالمګیر د ۲۰۰۶ راهسی وایس آف امېریکا سره د ملټي ميډیا خبریال،او د پروګرام واشنګټن ټو خېبر او بي بي شیرینه پروډوسر دی او د روانو چارو پروګرام هیلو وي او اې او سندرو پروګرام ټاپ ټین کوربه پاتی شوی. وي او اې محمد عالمګیر له په خپل کار ګولډ میډل جایزه هم ورکړی او هغه د ترهګرې،افغانستان، پاکستان او امریکا پشمول یو شمیر موضوعاتو باندی ملټي میډیا رپورټونه تياروي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG