لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نېټو مشر د امريکې له منتخب صدر ډانلډ ټرمپ سره د اتحاد پر نړیوالو امنیتي مسایلو خبرې کړې


د امریکې منتخب صدر ډانلډ ټرمپ او د نېټو نوي سیکرټري جنرل مارک روټه سره د جمعې په ورځ د فلورېډا په پام بیچ کې لیدلي او د رپوټ له مخې دواړو نېټو اتحاد ته پر ورپېښو د نړیوال امنیت پر مسئلو خبرې کړې دي.

نېټو پر خپله ویبپاڼه د دوی عکس ورکړی او په لنډ بیان کې یې ډېر تفصیل نه دی ورکړی خو ویلي یې دي چې "دوی د نړیوال امنیت د مسئلو په اړه بحث وکړ چې اتحاد ورسره مخ دی".

اې پي خبري ایجنسۍ وایي داسې ښکاري چې دا له ټرمپ سره امریکې د پینځم نومبر له صدارتي‌ ټاکنو وروسته د نېټو د مشر لومړۍ لیدنه ده.

نېټو د هالېنډ د رسنیو د رپوټونو په اړه پوښتنې جواب نه کړې، چې پکې ویل شوي د نېټو مشر مارک روټه د هالېنډ په یوه سرکاري الوتکه کې له ټرمپ سره د لیدو لپاره فلوریډا ته تللی دی.

روټه د نېټو تر مشرۍ مخکې د هالېنډ وزیراعظم هم پاته شوی او له هغو یورپي مشرانو څخه دی، چې د ډانلډ ټرمپ د صدارت په لومړۍ دوره کې یې له 2017م تر 2020م کاله پورې له هغه سره ښې کاري اړیکې لرلې.

ښاغلي روټه تر دې وړاندې ټرمپ ته د ټاکنو د ګټلو مبارکي ورکړې وه او ویلي یې وو چې له هغه سره کار کولو ته سترګې په لار دی. د نېټو عمومي مشر د هغه بیا صدر کېدل د خپل اتحاد لپاره مهم بللي وو او ویلي یې وو:

"د هغه مشري به یو ځل بیا زموږ د اتحاد د قوي ساتلو لپاره بنیادي رول ولري".

ټرمپ له کلونو راهیسې د خپل دې غربي اتحاد په اړه شک څرګند کړی او د ډېرو غړو هیوادونو د دفاعي لګښتونو په اړه یې شکایت کړی چې د ده په وینا هغوی تر امریکې نېټو ته ډېر لږ فنډ ورکوي.

ټرمپ د نېټو متحدین د امریکې پر پوځ باندې له یوې وینه زبېښونکې خزندې ژورې سره تشبیه کړي‌ او هغوی یې پیسې شکوونکي ګڼلي وو او په ښکاره ډول یې د هغه اتحاد پر ارزښت پوښتنې را پورته کړې وې چې له لسیزو د امریکې بهرنۍ پالیسي تعریفوي.

هغه په خپله تېره واکمنۍ کې ګواښ کړی وو چې که د نېټو کوم متحدین د دفاعي لګښتونو په پوره کولو کې پاتې راشي نو دی د اتحاد د هغو غړو دفاع ونه کړي.

د نېټو په بیان کې ویل شوي چې روټه او د هغه ټیم د امریکې د ملي امنیت د سلاکار په توګه د ټرمپ له غوره شوي استازي مایکل والټز او د منتخب صدر د ملي امنیت د ټیم له نورو غړو سره هم لیدلي دي.

یادونه:- د رپوټ زیات معلومات له اې پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG