د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د سیند صوبې مشر نور الله ترين د ترهګرۍ ضد عدالت په يوه قضيه کې بري کړی دی. ترين د تېر کال اکتوبر د میاشتې راهسې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی.
د نور الله ترين وکیل قانون پوه قادر خان اېډوکېټ وي او اې ډيوه ته وویل، "نن د [نهې- سه شنبې په ورځ] د ترهګرۍ ضد عدالت نمبر دويم نورالله ترين د 2019م کال په يوه مقدمه کې بري کړو، دا هغه مقدمه وه چې په نورالله ترين پکې د رياست پرضد د وينا کولو تورونه لګول شوي وو".
د پي ټي اېم د سيند صوبې مشر نورالله ترين د تېر کال اکتوبر په میاشت کې د 30 ورځو دپاره د (تهري اېم پي او) قانون لاندې نيول شوی او د هغې وروسته پسې بيا نورې مقدمې را ايستل شوې وې.
د قادر خان اېډوکېټ سره د پي ټې اېم بلې وکيلې (قانون پوهه) منیزه کاکړ وويل، په نورالله ترين ټولې 11 مقدمې ښکاره کړل شوې وې، په دغو مقدمو کې په څلورو کې وړاندې ضمانتونه شوي، په درېو قضيو کې اورېدنې روانې دي په راتلونکو څو ورځو کې به فېصله شي.
وي او اې ډیوه سره په خبرو کې کاکړ وويل، د ترين ضد دوه مقدمې داسې دي چې په هغو کې یې په جېل کې ګرفتاري ښکاره کړل شوې خو نور تفصيل یې مخې ته نه دی راغلی.
هغې زياته کړه، په بله يوه مقدمه کې یې په 29مه فرورۍ ضمانت دی.
د قادر خان او منيزه کاکړ په وينا په نورالله ترين ټولې مقدمې په کراچۍ کې درج دي، او په ټولو مقدمو کې پرې ټولې يوشان مادې لګول شوي چې ده د رياست پرضد ويناګانې کړي او خلک یې راپارولي دي، او په يادو مقدمو کې نور خلک هم شامل دي خو بندي پکې يواځې ترين دی.
خو کاکړه وايي، د پي ټي اېم د سيند صوبې مشر په ځان لګېدلي تورونه ردوي او وايي چې پي ټي اېم د پاکستان د ايين او قانون لاندې د خپلو حقونو دپاره پرامنه مبارزه کوي.
د پاکستان حکومت او پوځ د وړاندې نه په پي ټي اېم تورونه لګولي چې د بهر هېوادونو نه پېسې اخلي او په بهرنۍ ایجنډا لګيا تحریک دی.
خو پي ټي اېم دغه تورونه رد کړي او وايي چې پي ټي اېم پرامنه او د پښتنو د حقونو دپاره جوړ غورځنګ دی او د تورونو د ثابتولو دپاره يې د کمېشن جوړولو غوښتنه کړې ده.
د پي ټي اېم د اسلام اباد مشر کامران خان وايي، دا وخت د غورځنګ يواځينی بندي تن نورالله ترين دی د ملک په نورو برخو کې د دوی بندي کسان نشته.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، د پي ټي اېم په غړو د اسلام اباد ترڅنګ په ټول ملک کې مقدمې درج دي او د دوی ملګري په دغو مقدمو کې وخت په وخت عدالتونو ته وړاندې کيږي.
هغه وويل، د پي ټي اېم فعاليتونه او په تنظيم سازۍ یې کار روان دی او خپله مبارزه جاري ساتي.
Forum